کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
يو سيو رى، يو ګل


اسحاق ننگیال
 
 

مرغيو ! چوپ شئ ماله خوب راځي
دلته دزړونو باغچې شنډې دي
يو سيرى اويو ګل نشته
دلته دسين سپينو هندارو كې
دلمر
دطلايي كبانو رنګ تور شو
دلته دشونډو دموسكا وو هوسۍ
قتلې شولې
غشو يو وړې
او بنګړيواله سپوږمې
دلته دتاك پيغلو ته
دستورو بنګړي نه اچوي
مرغيو
چوپ شئ
ماله
خوب راځي
مرغيو چوپ شئ مله خوب راځي !
* * *
دلته دباغ دشهزادګۍ بكارت مات دى
دسپرلي ښكلې شهۍ
دقاف ديوانو وړي
دلته پرونو
سيورى راخوردى « ايوب » د
هرې پاڼې
هر اندام نه يې چينجي ووري
دلته تيارې
دشپو په بلار بو اسپو راغلې
درڼا در مو لو كوي
دلته كورونو ته
دژوند له شوم شيروار نه دسپيدو كټوې تشې رازي
مرغيو !
چوپ شئ
ماله
خوب
راځي.
١٣٧۶ / ۴ / ١٢
كابل

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۲،          سال    هشتم،        سرطان/اسد   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۱۶ جولای ۲۰۱۲ عیسوی