کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
خوب ته سرود


اسحاق ننگیال
 
 

خوبه ! څادر راباند وغوړوه
نور مې ويده كړه چې ويښتيا وو ستړى كړى يمه
نور مې ويدهكړه چې له ويښې نه مې كركه راځي
زه چې ويده يم
خوبه ! څادر راباندې وغوړوه !
خوبه قربان دې شم
نور ماته ددې ورځو دابر بنډې پيغلې مه را ښيه
زه يې دسترګو په هندارو كې
داور اودسكروټو او لمبو ازانګې نه شم ليداى
خوبه ! ما بو ځه بيا دهغو تورو شپو غيږې ته
زه خپله لاره بې له شپو په رڼو ورځو كې موندلاى نه شم
ورځ مې دسترګو په هندارو كې اورونه كري
خوبه ويده مې كړه
څادر راباندې وغوړوه ! .
١٣٧۴ / ٧ / ٣٠
كابل

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۸    سال       هشـــــــــتم         ثــور/جوزا   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی        ۱۶ می     ٢٠۱٢ عیسوی