کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
      بی بی سی پشتو
   
د تايتانيک د ډوبېدو انځور په سراج الاخبار کې


داود جنبش ــ لندن
 

به مناسبت صدمین سال  به آب‌نشین شدن کشی تیتانیک

 



سراج الاخبار د تايتانيک د ډوبېدو خبر تر پېښې ٣٣ ورځې وروسته خپور کړى و.
 

 

۱۰۰ کاله وړاندې همدا شپې ورځې د نړۍ خبري وسيلې او عمدتا" ورځپاڼې، د اتلانتيک په زړه کې د يوې غملړلې پېښې په رپوټولو بوختې وې.
"د تايتانېک لويه سپرلۍ وړونکې بېړۍ نيويارک ته پر لاره له سلگونو سپرليو سره ډوبه شوې ده".
پېښه د ١٩١٢ کال د اپرېل پر ۱۵ د اتلانتيک سمندر په زړه کې شوې وه او په څو ورځو کې يې د تلگراف پر مټ په نړۍ کې انگازې خپرې شوې.
افغانان هم د تايتانيک له ډوبېدو خپلې يوازينۍ ورځپاڼې- سراج الاخبار خبر کړل، خو د پېښې او خبر ترمنځ يې ٣٣ ورځې واټن راغلى و.
د دې ۱۵ ورځنۍ ورځپاڼې يوه گڼه د ډوبېدو تر پېښې څلور ورځې وروسته د اپرېل پر ١٩ او ورپسې گڼه يې د مې پر نهمه راوتلې، خو په دواړو کې ددغه خبر څرک نه لگېږي.
که څه هم افغانستان دغه مهال ټېلېفوني مخابره او د پوستې منظم سيستم درلود، خو د خبر په خپرېدو کې دومره اوږد ځنډ غير عادي برېښي.
د دې ځنډ توجيه پر دې هم گرانېږي چې سراج الاخبار دغه مهال په لندن کې خپل ځانگړى خبريال هم درلود (وگورئ: ۲۳ ګڼه، ۱۱ مخ، د ۱۹۱۲ کال د آګست ۲۸).
خو په مجموع کې هېره نه کړو چې ان اروپايي او امريکايي مطبوعات يوازې د ١٩١٢ کال د اپرېل پر ١٧ سهار له دې پېښې خبر شول او افغانستان ته يې رسېدل، د هغه مهال شرايطو ته په پام سره دومره ژر شوني نه و.
د تايتانيک لومړنى څرک، د سراج الاخبار د مې د ۱۸ گڼې پر اتم مخ لگېږي.

د نورو بهرنيو خبرونو خلاف، له دې خبر سره سرچينه نه ده راغلې او داسې برېښي چې د ورځپاڼې سرچلوونکي او څښتن – محمود طرزي پخپله ليکلى وي.
ورځپاڼې په دې خبر کې، د ژورناليزم ټول اصلي ټکي: څه، چېرې، چا، کله، ولې او څنگه کلک په پام کې نيولي او خپل لوستونکى يې تر وسه وسه له دې "پردۍ" غميزې سره نژدې کړېدی.
خو د ورځپاڼې معلومات له هغه څه سره چې په اصل کې پېښ شوي و، بشپړ سر نه خوري او ښايي دليل يې پر هماغه مهال، د شتو معلوماتو نيمگړيتا وي:
د پېښې نېټه يوه ورځ د مخه ښودل شوې، پر ډوبو شويو ٨١ کسان ور زيات شوي، د ژغورل شويو په شمېر کې هم ٣٠ تنه زياتوالى ليدل کېږي او په ټوله کې د بېړۍ د سپرليو شمېر هم تر هغه څه چې په اصل کې و، ١١٦ تنه ډېر ښودل شوى دى.
خو د طرزي دا خبر د هغه له اخلاقي او روښانگر نړۍ ليد سره په سمون کې چمتو شوى دى:
د تايتانيک په ټولو ډوبو شويو سپرليو کې چې ځينې يې د نړۍ خورا شتمن سوداگر و، دى يوازې د يوه ژورنالست- ويليام توماس سټېډ يادونه کوي.
سراج الاخبار ليکي چې د بېړۍ له ډوبېدو سره ټول پېښ شوى مادي زيان يوې خواته او د دومره ستر ژورنالېست او علمي څېرې ضايع کېدل بلې خواته.
ويليام سټيډ چې د ويکټوريا د پېر په خورا ناندره ييزو څېرو کې راځي، په نړۍ کې د "پلټونکي ژورناليزم" له مخکښانو څخه بلل کېږي.

 


په سراج الاخبار کې له "تايتانيک" خبر سره د سرچينې نشتوالى ښيي چې هغه دې د ورځپاڼې سرچلوونکي محمود طرزي له خپل ځانگړي نړۍ ليد سره سم چمتو کړى وى

 

 


د سراج الاخبار بشپړ خبر
دا هم د هغه خبر پښتو متن چې سراج الاخبار د تايتانيک د ډوبېدو په اړه خپور کړى دى:
يوه ډاروونکې سمندري پېښه
د تېر شوي اپرېل پر ۱۴ په اتلانتيک سمندر کې يوه غملړلې پېښه وشوه:
د تايتانيک په نامه يوه سوداګريزه سپرلۍ وړونکې بېړۍ چې په وايټ سټار انګرېزي شرکت پورې يې اړه درلوده او تر اوسه دا ډول کلکه، پياوړې او ښکلې بېړۍ بله نه ده جوړه شوې او نوې سمندر ته وتلې وه، د کنګل له يوې ټوټې سره چې د شمالي کنګل سمندر له کنګلونو څخه را جلا شوې او مخامخ د هغې پر خوا راروانه وه، ولګېده او ورسره په نښته کېوته او په يوه بريد سره يې دغه پرتمينه ستره او چټکه بېړۍ له يو ۱۵۰۵ نوي سپرليو سره د نېستۍ ګرداب ته کوزه کړه.
ددغې بېړۍ بيه ۱۱۷۵۰۰۰ انګرېزي پونډه وه. [بېړۍ] ۲۳۴۰ کارکوونکي او سپرلۍ له ځانه اخيستي او امريکا ته لېږدول. له دې ډلې څخه، ۷۴۵ تنه ژغورل شوي او پاتې ډوب شوي دي. له اروپا او امريکا څخه ډېرو ښځو، نارينه وو، کوچنيانو او زړو په دې هيله چې د دې بېسارې سترې بېړۍ په لومړنيو سپرليو کې راشي، د هغې خوځېدو ته شېبې شمارلې. ويل کېږي چې په هغې کې يوازې د څلورو ميليونو پونډو په ارزښت ګاڼې او ۲۵ زره ټنه نور ګرانبيه سوداګريز مالونه بار و.
په ډوبو شويو کې د ښاغلي ويليم سټېډ په نامه يو نوميالی انګرېز خبريال هم و چې د لوېديځې نړۍ د پوهې او ادب مينه والو بيا بيا د هغه ارزښت تر ټولو دغو مالونو لوړ بللی دی. دغه ښاغلی د انګلستان د يوې علمي ورځپاڼې چلوونکی و. په انګلستان کې په رسمي ډول د دغې پېښې وير کېږي. آه بېوزلی بشريته!!!..."
د خپل مسلک د يوه کارپوه په توگه، محمود طرزي د تايتانيک نکل يوازې په همدې گڼه کې نه دى لنډ کړى.
راتلونکې گڼه يې (چې د ډوبېدو نېټه پکې سمه شوې) د پېښې په اړه د پلټنو جزييات لري.
په دې پلټنو کې چې هم په برتانيا او هم امريکا کې روانې وې، طرزي ته د يادونې يو مهم ټکى دا برېښېدلى چې ولې د تايتانيک څښتن شرکت- "وايټ سټار لاين" د پېښې د خبر په خپرولو کې ځنډ کړى دى.

د پېښې پلټنه

دا مطلب د ١٩١٢ کال د جون د لومړۍ نېټې په گڼه کې په دې ډول راغلى دى:
"د تايتانيک بېړۍ د پېښې پلټونکې ډلې خپلې پلټنې پيل کړي او په ترڅ کې يې پر ښاغلي فرينکل[؟] او پر هايټ ايجنټ سالار لاين جرج [؟] زور راوړی چې ددې پېښې په اړه فرضيې رڼې شي. د بېړۍ د ډوبېدو خبر ولې په لوی لاس پټ ساتل شوی و. ښاغلي فرينکل ومنله [؟] چې د [اپرېل] د ۱۵ نېټې پر دوو بجو او شلو دقيقو يې د پېښې خبر د اشويټېډ پرېس [آژانس] له دفتر څخه اورېدلی و، خو له دغه دفتر څخه يې غوښتي و چې دا خبر خپور نه کړي چې خلکو ته اندېښنې ونه لوېږي.

 


د تايتانيک له ټولو ډوبو شويو سپرليو څخه- سراج الاخبار يوازې د يوه تن- ويليام سټېډ نوم راوړي چې د خپل پېر مخکښ ژورنالېست و.

 


خو خبر تر دې د مخه خپور شوی و او ویې ويل:
کوم ډاډمنوونکي خبرونه چې خپاره شوي، بنسټ يې د ورځپاڼو رپوټونه او آوازې وې او دا چې دی په بشپړ ډول د وايټ سټار لاين پر دې پيغام خبر نه و چې ويل يې بېړۍ ته بيخي خيريت دی."
فرانکلين چې په سراج الاخبار کې يې نوم په تېروتنه فرېنکل راغلى، د تايتانيک د څښتن شرکت وايټ سټار لاين استازى و چې د شرکت د نيويارک په څانگه کې يې کار کاوه.
د پېښې په اړه د امريکايي پلټونکو اسناد ښيي چې فرانکلېن ته د تايتانيک د ډوبېدو خبر د ١٩١٢ کال د اپرېل پر ١٧ يعنې تر پېښې دوه ورځې وروسته (او نه هغسې چې سراج الاخبار ليکي پر ١٥ نېټه) رسېدلى و.
فرانکلين، لکه چې سراج الاخبار وايي، ټينگار درلود چې د بېړۍ د ډوبېدو خبر پټ وساتل شي ، خو ژورنالستانو لا د مخه ترلاسه کړى و.
په سراج الاخبار کې له "تايتانيک" خبر سره د سرچينې نشتوالى ښيي چې هغه دې د ورځپاڼې سرچلوونکي محمود طرزي له خپل ځانگړي نړۍ ليد سره سم چمتو کړى وي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۶    سال       هشـــــــــتم         حمل / ثــور   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ۱۶ اپریل      ٢٠۱٢ عیسوی