کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

عبدالغفور لېوال

له تانه بېرته تاته !
 
 

له غمه ستړی یمه
ستړی یمه ستا له غمه
له درده مرمه ، زخم تا راکړی
وګرځم وګرځم همدلته راشم
له غم او درده بېرته تاته ژاړم
زما دژوند دغه غمجنه کړۍ
له تاراپیل شي راوڅرخي ،
راوامې خلي
اوبېرته مې تر تاراوړي
ووایه ستاله لاسه چاته ګریوان څیرې کړمه
مجبور یم تا ته ، همدا تاته ګریوان څیرې کړمه

***

دپسرلي پر یوه ښکلي سهار
ستا مهربانه لاسو وکرلم
یوڅاڅکي اوښکې دې اوبه راکړې
او
دزلفو وږم ته دې هسک شوم ورته ونڅېدم
یوه غرمه ستااننګو ته لاتودشوی نه وم
چې ته غوسه شوې او زما خزان وهلې پاڼه بادیووړه
یوې سړې سیلۍ په سر واخیستم
زه رالویدم ، پریوتم
په یو خوشبویه ، په یوه ښکلي پالنګ
ستا په پیکي باندې راپریوتمه
اوس دې نو خوښه
چې مې مروړې ،که مې کرښې لولې؟

***
خو زه ستومانه ، زه زخمي
مات شوی
آس مې پر لاره پاتې شوی
بې وطنه یمه ، تږی یمه
ستا پر لمن یوځلې سر ږدمه اوستوري شمارم
خوب کې به تاووینم
چې درته وژاړمه ، وپوښتمه
له تانه تللی ، تاشړلی ومه
له تا خپه وم ، تا رټلی ومه
اوس نوته غوږ شه چې کیسه ددې ستومانه سفر تاته وکړم.

***

زما جېلوانې !
ستا دسترګو سپاهیانې مې پر سر ولاړې
زه ستا له جیله تښتیدلی ازلي ګناهکار
له ډیرومنډو
پټ پټانو وروسته
ستاتردرشله راغلم ،
چې تاته تیره کړم کیسه دیوه ستړي بندي
ستا له زنځیره ستا له بنده همدا تا ته ژاړم
له غمه ستړی یمه ،
ستړی یمه ستا له غمه
له درده مرمه ، زخم تا راکړی
وګرځم
وګرځمه بېا راشم
له تانه بېرته تاته وژاړمه

۱۳۹۰سلواغه ۲۳
کابل

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶٢       سال        هفتم             دلو/حـــوت    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         شانزدهم ٢٠۱٢ عیسوی