کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

نه جام، نه څادر


د اسحاق ننگیال شعر

 
 

څوتور سرې

څو سپين سرې

«يو څو اوښې»

«څوپسونه»

څه غريب ستړى كاروان دى؟

باد راوړې پاڼې رېږدي.

***

لمبو پر سر اخيستى «قاف»

ښاپېرۍ شوې مسا پرې

خداى خبر دى چې به دمه

بيا پر كومو غرونو كيږدي؟

***

څنګه ړنګې ميكدې دي

څنګه ښكلې شونډې سوځي

جانه بيا به دې ساقي شم

«كه مې غم د ډوډۍ پرېږدي»

***

نه تړانګې د كيږدۍ شته

نه څپلۍ، نه څادرونه

لوټوي د جام ناموس مې

پر شهيدې پګړۍ پښې ږدي.

***

څو تور سرې

څو سپين سرې

« څو پسونه »

څه غريب، ستړى كاروان دى؟

باد راوړې پاڼې رېږدي.

١٣٧٢ / ٧ /٢٩

كابل

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵۸       سال        هفتم              قوس/جدی     ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         ۱۶ دسمبر ٢٠۱۱ عیسوی