کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
 بد

عبدالغفور لیوال نوی شعر
 
 

درد ،
... مستي او غم زما دشپې ملګري
بېګاه مې تا پسې ژړل،
چې مې له سترګو څاڅکي څاڅکي شراب وڅڅېدل
زه (( بد)) یم
څومره مې وژړل چې وپوهېدم
زه (( بد)) یم
هره ورځ غواړم چې ستا غږ واورم
هره ورځ غواړم تا ته ووایم ،
چې څومره مې په زړه وریږې ،
هره ورځ غواړم درته ووایم خپه یم خپه
هره ورځ غواړم یوه داسې بهانه پیدا کړم،
چې بس تا ووینمه
که ته غوسه شې او که هر څه وشي
مګر چې ودې ګورم .
خوهره ورځ خپل دغه تریخ انتظار
دڅو ترخو څاڅکو په اورومینځم
او تا پرې نه خبروم
ځکه له ډیرې ژړا وروسته پوه شوم
زه (( بد)) یم
بد
لکه له سترګو څڅیدلی دشرابو څاڅکی

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵۸       سال        هفتم              قوس/جدی     ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         ۱۶ دسمبر ٢٠۱۱ عیسوی