کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
مو نا ليزا يا "دژوکوند موسکا"

دکتور لطيف ياد
 
 

 

 


Mona Lisa

 

 مو نا ليزا چې دژوکوند په مو سکا سره هم شهرت لري دايټالوي انځورګر ليو ناردو ډاوينچي(١٤٥٢-١٥١٩ زيږديز)ا نځوريز اثر دی٠ مخکې تردې چې پر دې انځوريز اثر وغږيږو نو بده به نه وي چې دليو ناردو ډاوينچي پر ژوند او کړو وړو هم لږ شا نتې لنډه رڼا واچوو٠

دليوناردو ډاوينچي ما شو متوب:

ليو ناردو ډاوينچي دايټا ليې دفلورانس دښار په تو سکاني  نو مې ښار کې زيږيدلی دی٠ دهغه د ما شو متوب په اړوند زيات معلو مات نشته ،خو داسې ويل کيږي ې ده دژوندانه لو مړي پنځه کلونه له خپل مور سره تېر کړل٠ وروسته له هغې د خپل پلار ،نيکه، نيا او خپل اکا سره اوسيده٠ بيا يې پلار ديوې شپا ړس کلنې نجلۍ سره واده وکړ چې ليو ناردو ډا وينچي پرې ډېر ګران و،خو له بده مر غه نو موړې مېرمن په ځوانۍ کې مړه شوه٠ وروسته بيا ليو نارد ډاوينچي  د خپل کلي په ښونځي کې په زده کړو پيل وکړ، خو په ښوونځي کې چندانې بر يالی نه و، خو دطبيعت سره يې ژوره او ليونۍ مينه در لو دله٠

د ليو ناردو ډا وينچي دځوانۍپړاو :

ليونارو ډا وينچي د ځو انۍ په لو مړ ني پړاو کې فلو رانس ته وا ستول شو څو هلته دستر انځورګراندرېا دل وروکيو(١٤٣٥-١٤٨٨) تر لار ښوونې لاندې د انځور ګرۍ او هنرونو په پو هنځي کې زده کړې وکړي٠ اندريا دل وروکيو يو داسې نا متو او ما هر نقا ش و چې په ټولې ايټا ليې کې يې دشهرت انګازې خپرې شوې وې او ليو نارډو ډاوينچي هم دخپلې پو هې او ښه استعداد له مخې په ١٧ کلنۍ کې دانځورګرۍ او مجسمو جوړولو په بر خه کې دو مره مهارت تر لا سه کړ چې خلکو ورته د حيرانتيا ګو تې په غاښ کې ونېولې٠ وروسته نو موړی دايټا ليې دميلان ښار ته لاړ او دمجسمو جوړونې او انځورګرۍ په بر خه کې يې نورې ډېرې تجربې تر لاسه کړې٠

د ليو ناردو ډا وينچي بو ډاتوب:

ليوناردو ډاوينچي د خپل عمر د بوډاتوب او زړښت دوره دايټاليا دواټيکان په مذهبي ښار کې تېره کړه چې اوس دنړۍ دکاتو ليکانو مذهبي مشر پاپ بينيډيک هلته او سيږي ٠د ١٥١٥ زيږديز کال  د اکتوبر په ميا شت کې د فرانسې واکمن لو مړني فرانسيس دايټاليې دايټاليې پر ميلان باندې بريد وکړ او دغه ښار يې محا صره کړ٠ د فر انسې پا چا   چې دليو ناردو ډاوينچي دانځورګرۍ او مجسمو جوړولو په اړوند دده دشهرت نه خبر و دهماغه کال دسمبر په ميا شت کې يې دی ځان ته وروغوښت او نو موړي ته يې ديوه داسې زمري دمجسمې دجوړلو امر وکړ چې کله مخ په وړاندې يو ګام اوچت کړي نو د زمري دسينې نه دغا ټولو دګلانو يوه ګيډۍ را ښکاره شي او چې بېرته لاړشي هغه دګلانو ګيډۍ بېرته دننه ورننوځي٠ فرانسيس ده ته پا چاهۍ ماڼۍ ته نږدې په کلوس لوس کې يو کور هم ور کړ او په هره مياشت کې يې زر سکودي چې په هغه وخت کې دايټاليي پولي واحد وو د معا ش په تو ګه وټاکه ٠ ليوناردو داو ينچي په ١٥١٩ کال کې په هماغه ماڼۍ کې چې فر انسيس د استو ګنې لپاره ور کړې وه مړ شو او ويل کيږي چې  دده دمړينې په وخت کې فر انسيس دده سر په خپل زنګانه ايښی و٠

د انځور ګرۍ په هنر کې دډاوينچي شا ګردان:

که څه هم ډاو ينچي دانځور ګرۍ او مجسمو جو ړولو په بر خه کې ډېر شا ګردان او زده کونکي در لودل خو دوه شا ګردان يې چې دده سره دده د عمر تر پا يه پا تې شول ډېر مشهور دي٠ لو مړی شا ګرد يې جیان جیاکومو کاپورتی د اورنئو دی چې دسالای په نا مه سره يې شهرت درلود٠ ويل کيږي چې نو موړی د١٤٩٠ کال نه دډوينچي سره اوسيده او ډاوينچي هم دزړه داخلا صه ده ته دانځورګرۍ هنر وروښود٠ دنوموړي يو انځور دموناليزا بر بنډه موډل جوړ کړ اود مو نا وانا نوم يې پر ې کيښود٠

د ډاوينچي دويم زده کوونکی يا شاګردکنت فرانسیسکو ملزی  و چې پرده ډېر ګران و او داسې ويل کيږي چې فر انسې ته يې هم له ده سره سفر ونه کړي ول٠

ليو نارډ ډاوينچي نه يوازې داې يو تکړه انځور ر و، بلکې په ريا ضۍ، معمارۍ، مو سيقۍ، مهندسۍ،مجسمه جو ړونې او هند سه کې يې هم زيات مهارت درلود٠

موناليزا يا دژو کوند مو سکا:

د ليو ناردو ډا وينچي يو مشهور انځور موناليزا يا دژوکوند مو سکا ده  چې په جوړ لو کې يې د غوړينو رنګو نو نه  ګټه اخيستل شوېده او دسپيدار دونې په لر ګي کې انځور شوی دی٠ دمو ناليزا دانځور دکښلو لپاره ډا وينچي په ١٥٠٣ زيږ ديز کال  کار پيل کړ او په څلورو کلونو يعنې په ١٥٠٧ کال يې بشپړ کړ چې د ليو ناردو

 ډا وينچي د شهرت علت هم د مو ناليزا انځور دی٠

دتاريخي مدار کو له مخې داخبره جو تيږي چې دفلورانس دښار داشر افو نه يو تن فرانسیسکو بارتولومئو  چې د ده ددريمې مير منې لیزا آنتونیو ماريا انځور ورته وکاږي، خو ده دا انځور فرانسيسکو باندې خر څ نکړ ځکه چې داسې ويل کيږي چې ډا وينچي دخپل دې انځور سره ژوره مينه درلودله٠

ډا وينچي په١٥١٦ کال کې  فر انسې ته لاړ او له ځانه سره يې دمو ناليزا انځور هم يووړ او هغه يې دفر انسې پر پاچا لو مړي فرانسيس باندې وپلوره ٠ دفر انسې تر انقلاب يا ستر او ښتون وروسته دفرانسې د پاريس دلوور په ميو زيم کې کيښودل شو٠ تر هغې ورو سته نا پليون دغه انځور دميوزيم نه خپل کور ته يووړ اد دخپل خوب په خونه کې  يې ځوړند کړ٠ دنا پليون تر تبعيد ورو سته دغه انځور بېرته دلوور ميو زيم ته يووړل شو٠ د١٩١١ زيږدېز کال د اګست دميا شتې په٢١ نېټهديوه ايټالوي له خوا پټ شواو ايټاليا ته يې راوړ او دفلورانس په ښار کې و٠ تر هغه ورو سته بېرته فر انسې ته ورکړل شواو بېرته دلوور په ميو زيم کې کيښودل شو٠

په ١٩٥٦ کال يو چا پرې دانځور په لاندينۍ بر خه اسيډ( تيزاب) وشيندل چې د بياجوړولو کار يې کلونه وخت ونيو٠ په ٦٠ او ٧٠ مو لسيزوکې دغه انځور دنندارې لپاره دنيويارک، تو کيو او مسکو ښارونو ته يوړل شو چې ډېرو خلکو يې ننداره وکړه٠

اوس چې ددغه انځور دجوړېدو نه څه دپا سه ٥٠٠ کلونه تير شوي دي اوس هم په هماغه حال پاتې دی او دفر انسې دهېواد په پلاز ميېنې پا ريس کې دلوور په مو زيم کې خوندي دی٠

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵۷       سال        هفتم              قوس     ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         اول دسمبر ٢٠۱۱ عیسوی