کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

ګامونه، قدمونه


اسحاق نګيال

 
 

ګامونه، قدمونه

سيلۍ ، دكومو اورنيو غرو له څوكو دې

زموږ كلي ته لاره كړې؟

موږ چې قدم په قدم اخلو

ستا دغيږې د اورونو پر سكروټو

او سپرغيو لګو.

چې دغنمو فصل شين شي

اود غوړګو نازولي بچي قد وباسي

د دنيا ټولې سرې لمبې مو ميلمنې شي

د كبلو او كبانو دسپيڅلو خنداګانو

دمعصومو څپو وينې زبيښي.

 

* * *

سيلۍ ! له كومې نا سپيڅلې او بدبختې لارې راغلې

د ګناه او د ويرونو ساز پر شونډو

زموږ د ژوند او د دعا او عبادت كلي ته ؟

موږ چې قدم پر قدم اخلو

هر قدم مو د كربوړو پر قدم او پر پلونو لګي

قدم زګيروى كوي

ګامونه چغې وهي

لارې له شرمه لارې نه  راکوي.

 

* * *

سيلۍ! قدم چې دلته اخلې باغ له شرمه

خپل ورمیږ غوڅوي

موږ له غوټیو او غوټۍ له موږ مخونه نیسي.

وايه ته څوک يې؟

د کوم ځای يې؟

او له کومه  دې زموږه د دعا او عبادت کلي ته پیښه کړې؟

 

۰۱ /۰۳ /۱۳۶۹  کابل

 

استاد واصف باختري ته :

ليك

ته يې سپيڅلى لكه وړانګه او اروا دمرغلرو

دصدفودسپيڅلو رڼاګانو دښكلا كعبه يې

 ته يې سپيڅلى لكه روح د ( ادم )

اودجنت دښكلو حورو اننګيو او ككيو كې يو روڼ

دانطهور څاڅكى .

* * *

زه دې په پاكوبېګناه سترګو كې وينم

د دنيا دبيګناهو او سپيڅلوارواګانو بې فرياده

يوګنګ شوى ، يوبې ژبې ، يوبې وينې ، بيګنا هه انځور .

زه دې دزړه په دې ناپايه سمندر كې هرساعت

هره شيبه ديوې ياغي بيړۍ دستر ماڼو دستړيو شيبو

ليكې وينم .

چې لا خوځيږي پسې، لارې وهي، منډې وهې ځې اود آرمان

غاړې ته نه رسيږي.

 

* * *

کله چې خاندې

ستا مالګينې خنداګانې ماته وير، ماته فریاد

ماته فغان رابښي

ژړا دې نه پیژنم

کله چې ژاړې نه ژړلی نه خندلی شمه.

خو دومره پوی یم چې کاتب د مخلوقاتو زما وستا

د ژوندون پاڼه د خپل ( قار) او له ( مستۍ )

ډکو شېبو لیکلې

چې ژړا نه پیژنو

خندا مو هم نه ده زده.

ته يې سپیڅلی لکه وړانګه او اروا د مرغلرو

د صدفو د سپیڅلو رڼاګانو د ښکلا کعبه يې

ته يې سپیڅلی لکه روح د ( ادم )

 

۲۸/ ۰۱/ ۱۳۶۹   کابل

 .

برگرفته شده از مجموعهء «سيندونه هم مري«

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۶   سال        هفتم               جـــــوزا/ سرطان       ۱۳۸٩  خورشیدی                 16 جون ٢٠۱۱