کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

دشپې نوم

اسدالله زمری

 
 

 

ښادي  ده ورنه هیره  ، شو      ،غمو      سره عادت

ماتم یې عبادت ده-  شو ، سلګو سره عادت

کاروان یې هره ورځ له ورانو کلیو نه روان دی

ژوندی و لس مې شو ، له جنازو سره عادت

د سر جګول   ښکاري  - چې    « ګناهء کبیره   »   ده

نو ځکه شوو هر چاته له سجدو سره عادت

شیطان زمونږه لمر د تروږمۍ په نیزو وویشت

لیمه مو چیری نه شي له تیا رو سره عادت ؟

ټپوس یې د ګوربت  په بڼه مخ کې ورته ایښی

عالم شو اوس ددغسې دوکو   سره  عادت

دوران دی د تیارو زمونږ په مېنه له دیر وخته

هر یو شوو له ناکامه   نوم د شپو سره عادت

اوس څوک دی چې به بیل کړي سره یو له بل په زوره

هزاره    ،اوزبک    .تاجیک    شو پښتنو سره عادت

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤٢       سال        هفتم      حمـــل/ثــــور             ۱۳۸٩  خورشیدی                     اپریل ٢٠۱۱