کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
کلی ته ځم

ع. بهرام
 
 

دمازديگر لمر په لويدو وو،زه راورسيدم

بيا د پخی نه می خامی باندی قدم کيښود

هغه پوټۍ

هغه سپيره خاوره

هغه خړه سگه

هغه زيږه سگروڼی

زما دکلی نښه

بيا دنغرو لوگی آسمان ته زينی پورته کړی

ورسره سم زما دکلی ها سرلوړی چنار

په باد نڅيږ ی

هرکلۍ می وايی.

 

ما دويالی غاړه راواخيسته، و کلی ته ځم

 

پنډه می نه ده درنده، لاس کی می يوه کڅوړه

په کی څه وچه ميوه، يو چارک سری مڼی دی

کله نا کله می نظر په يو شنه بوټی لگی

يا خو اغزی يا غرواښه يا دمسواک يا سپيلنو بوټی دی

ها سره گلان ها چه يی پيغلی تورو څڼو کی ږدی

په دی سپيره دښته کی په نظر نه لگيږی.

 

ما دويالی غاړه راواخيسته، و کلی ته ځم

 

دلمر لويدو و بدرگی ته

يوه ډله ځوانان

له کلی را وتلی

بيايی د سگو په بستر کی څادرونه خپرولی

څوک به لمانځه ولاړ څوک ناست، څوک غزيدلی

سوک راته ځير لاس په تندی، لکه چه ويی ليدم

بل يی هم لاس کړی راته پورته، لکه چه ويی پيژندم

په باد سپارلی سلامونه يی را ورسيږی.

 

ما دويالی غاړه راواخيسته، و کلی ته ځم

 

بيا په باغچو کی ماشومانو پټ پټانی غږ ده

بيا د چمبر له شا د تی انا توتی انا* سندری اوری

بيايی جوړ کړی دی گردونه، پورته کيږی دوړی

لوڅی پښی، ببر سرونه ماشومانو د خوسی** په لوبه

څوک را ناری کړی،

کاکا ستړی مه شی

ماما په خير راغلی

بيا دلرگی په آس سپاره، آس ته يی پونده ورکړه.

 

ما دويالی غاړه راواخيسته، و کلی ته ځم

 

بيا دگدر په غاړه دپيغلو جمع وجوش ده

چا به منگی را اخيستی، چا و کالو ته بيا دبی اچولی

سترگی يی ماکی پاته، په ما به ټوکی کوی

زما سر ټيټ له حيا، خپل قدمونه شمارم

خو بيا په غلا ور گورم

هغه غښتلی ترور به راته په مخه راشی

د شنی رشقی پنډه يی په سر، مال ته به شومه راوړی

بيا ها ستومانه ماما به په خنداشی راته

کره يی بيا په اوږه، له فصله کورته راځی

بيا په کوڅه کی سرگردانه دوړی

وايی دشپانه رمه هم گده شوه په کلی.

 

ما دويالی غاړه راواخيسته، و کلی ته ځم

 

دسقاوی له مخه بيا د سپين ږيرو مجلس

ستړی ستومانه اوداسه نه راشی

بيا دجمات په ديواله باندی تکيه ولگی

څوک لاس او مخ وچوی په بادام گلی رويمال

څوک خپل سنت جوړوی، په زړه پڅه بياتی

ها دنسوارو د دبلی آينی کی

څوک دځوانی په لټه.

 

ما دويالی غاړه راواخيسته، و کلی ته ځم

 

وياله هم وچه شوله، دکلی پای ته راغلم

جانانه ستړی مه شی، آشنا په خير راغلی

چا راته و نه ويل

زما د دا هری شپی دخوب به څوک تعبير وباسی

بيا می زيادت شی دغمونو خزانی کی غمۍ

په تا چا زيرۍ زما د راتگ و نه کړ.

 

 

ع. بهرام

 

 

* تی انا توتی انا: دماشومانو سندره دباران د اوريدو دپاره

** خوسی: دماشومانو يوه لوبه، ورته غورسی هم وايی.

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤٠       سال        هفتم      حوت             ۱۳۸٩  خورشیدی       مارچ ٢٠۱۱