کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



 

دکتور صادق فطرت يک سوم اصل اين شعر را با کمي دگرگوني، در
1977 در راديو و در 1979 براي تلويزيون افغانستان خوانده است.

(براي شنيدن و ديدن آهنگ ناشناس ميتوانيد اينجا را کليک کنيد.)

 

 

سفـر

 

 

سراينده: عبدالحميد مومند

برگردان: صبورالله سياه سنگ

hajarulaswad@yahoo.com

 

 

 

 

امشب نگارم در کجا رخت افگنده باشد؟

در کدامين بازار جلوه گر خواهد بود؟

زيباييش کدامين ترکها را شرمنده ساخته باشد؟

کدام دکان، کان مرواريدهاي دهانش خواهد بود؟

چه کساني پروانه هاي چراغ رخش شده باشند؟

همراهانش چه کساني خواهند بود: پاکان يا پليدان؟

 

آي دل من! تو که سرود کوچ يار را شنيده اي

چرا اين اندوه ترا نميترکاند؟

 

کسي اينقدر مسلمان نخواهد بود

که پرواي آب و نانش را داشته باشد

کسي بر او اينقدر مهربان نخواهد بود

که جان و قربان گفته صدايش کند،

با دست مهر بر سرش سايه شود

يا به کارهاي ديگرش وارسي کند

 

هاي! نفرين به محبت من! چه بيوفايم!

که هنوز زنده ام و از چنين غمي نميميرم

 

چه زار و وامانده ايستاده خواهد بود

چه خسته، گرسنه و تشنه

چه ارزانها را گران خريداري خواهد کرد

در جواهر فروشيهاي قدرنشناس

انگشتر گرانبهاي ياقوتش را رايگان خواهد داد

واي! دريغا دريغ! فسوسافسوس از اين اندوه!

 

خدايا! در چنين دمي مرا بال همت بخشاي

تا در رکاب بيکسان آماده باشم

 

نگاه کن! در ميان چه ناکساني آزرده نشسته باشد

همانند گوهري در ميان خاکستر فتاده باشد

کدامين سرود را آرام آرام در دل زمزمه خواهد کرد

يا در انديشه هاي مرگ_آزمايي غرقه خواهد بود

از انبوه ناآدميان مهر آدمي خواهد خواست

نه! نخواهد يافت آنچه او ميجويد از اين آدميزادگان

 

اين کدامين شرم و کدامين ننگ در محبت است؟

که در اين بيگانه سراي نتوانستم غمگسار يار باشم

 

از خستگي زياد، خواب به ديدگانش نخواهد نشست

بدگماني بر همرهان، روياهايش را برخواهد آشفت

نه با شادماني ميتواند راه پيمايد

نه از پشيماني ميتواند برگردد

از هر سگي اميد آسايش خواهد داشت

و در هر مهمانيي چشمداشت توشه يي

 

اگر يار اين سان غمين و ماتمزده است

آي بي آزرم! تو چگونه چنين خوش ميخرامي؟

 

آيا قاه قاه خنديده باشد؟

آيا اندوه دلش زدوده شده باشد؟

ايا آرامشي را پسنديده باشد؟

آيا کسي چگونگي روزگارش را پرسيده باشد؟

آيا بوريا_بستري يافته باشد؟

آيا غنچهء لبانش به خنده شگفته باشد؟

 

در راه ياري فرومايه يي مانند من نيست

که در همچو دشواريها همداستان جانان نشدم

 

نفسش از اندوه زياد بند آمده باشد

گرفتگي دلش را به کسي گشودن نتواند

هر متاع هوس اندوهش را سنگين خواهد ساخت

مانند کلوخي از اندوه آب خواهد شد

از تلخي سوگبار، مزهء همدلي را نخواهد چشيد

تنها آه و افسوس برايش بر جا مانده باشد

 

اگر عشق راست باشد، اگر راست باشد

از همين رمزها آتش بگير، آتش بگير و زبانه بزن

 

هر قدر دلش ز بيخوابي ويران و ناساز شود

خواب نارفته، بيدار خواهد شد

کاروان راه خواهد پيمود و او آسودگي نخواهد يافت

با بيچارگي به شکستها تن خواهد داد

هر چند صد مائده پيشکش زيباييش گردند

چنان بندواره هاي نيشکر از گلويش پايين نخواهند رفت

 

يار اينچنين بيخواب و پريشان

و تو اينگونه بيغم! اي ناسپاس!

 

نگاه کن! فردا چه کسي همگامش خواهد بود

نميدانم پارسا خواهد بود يا رهزن

چگونه دلشکسته و رنجور شده باشد

آزردگيهاي دل چه ترانه هايي را بر لبانش آورده باشند

ژاله هاي خوي هر دم رخسارش را خواهند شست

چه کسي خاک پايش را توتياي چشم کرده باشد

 

سزاوار هر ستم و هر سرزنشم

يارم به سفر رفته و من خانه نشسته ام

 

چه دلشکسته راه خواهد پيمود

چه غبارآلوده خواهد بود رخسار سپيدش

دلش ريسه ريسه با نوک خارهاي بيکسي

آبله پاهايش چگونه فوارهء خون شده باشند

هندويي، مسلماني نخواهد بود

که سخنان دل_آسايي نثارش کند

 

نه آبرويي در چهره دارم و نه درهمي در کيسه

از همينرو، نتوانستم در رکاب يار راه پويم

 

ولو اندام اندامم بيکاره و پاهايم لنگ ميبودند

به سينه ميخزيدم، [ايکاش] همره يار ميبودم

در خاره زار غمها همکنارش ميبودم

گنهکار و پيغاره شنو هر کس ميشدم

هر زبوني و هر زياني را پذيرا ميشدم

ولي در اين سفر همپاي يار ميبودم

 

اينک که چنان نشده، دلباختهء راستين نيستم

سراپا دروغم، سراپا دروغم، سراپا دروغ

 

يا گام به گام با يار ميرفتم

هر جا بر فرازش بال ميگستردم

يا از سوگ دوريش هر چه زودتر جان ميسپردم

يا از هر دو چشم نابينا ميبودم

گر چنين هم نميشد، يکپارچه پشيماني مي آوردم

خود را به دست خودم خنجر ميزدم

 

وه که چه سيهکار مانده ام در پيش دلدار

وه که چه سرافگنده شده ام در جرگهء دلدادگان

 

اين چه عشق، چسان مهر و چگونه دوستي است؟

اين چه آبرومندي، چه جوانمردي و چه راستکاري است؟

اين که همه اش نيرنگي بيش نيست

در آيين دلدادگان دورنگي است

سراسر نکوهيده و نازيبنده

ميپذيرم. کيفر گناهانم همانا سنگسار است

 

يارم به سفر رفته و من خانه نشسته ام

انگار رويم سياه گرديده و بر خنگ [رسوايي] سوارم

 

نگارم در سرزمين هند، و من اينجا در خانهء خود آرميده ام

نه از غم ميميرم، نه ناشنوا و نه نابينا ميگردم

نه بيهوشم، نه پاهايم آبله بسته اند و نه سراسيمه ام

هي ميخورم، هي مينوشم و پيوسته ميخندم

دوستان را دوستم، خويشان را خويش و برادران را برادر

در نقش خويشم: آني که بودم، آني که بودم ...

 

اين زندگي حميد شرمساري حميد است

اگر عزراييل جانم را بستاند، سجده اش خواهم کرد

 

[][]

 

ريجاينا (کانادا)

30 اکتوبر 2006


 

 

آويزه ها

 

1) آغاز و پايان شناسنامهء عبدالحميد مومند يا "حميد بابا" بسيار روشن نيست. شماري از پژوهشگران شصت تا هفتاد سال زندگي شکوهندهء او را ميان سالهاي 1666 و 1732 در روستاي "ماشو گگر"، چند کيلومتري پشاور (پاکستان) ميدانند. البته، "ماشوخيل" که روستاي ديگري در همانجاست، با زادگاه شاعر پيوندي ندارد.

 

حميد بابا نامورترين نمايندهء سبک هندي در زبان پشتو و داراي کتابهاي زيرين است: "ديوان"، "نيرنگ عشق" (برگردان اثر مولانا محمد اکرم غنيمت)، "شاه و گدا" (برگردان منظومهء داستاني از مولانا بدرالدين هلالي چغتايي)، "شريعت الاسلام" (اثر منظوم ديني) و "در و مرجان". ميگويند آنچه از وي بر جا مانده، در برگيرندهء همه کارهاي سترگ ولي گمشدهء اين سرودپرداز نيست.

 

عبدالحميد مومند را بيشتر به نام حميد موشگاف ميشناسند.

 

2) "سفر" از برگهاي 321 تا 327 کليات عبدالحميد مومند (گردآوري، ويرايش و پژوهش: محمد آصف صميم، چاپخانهء دانش، پشاور/ 2004) برگرفته و برگردان شده است. درونمايه، پختگي و ژرفاي اين سرود بلند مينماياند که اندکي بيش از 300 سال از سرايش آن خواهد گذشت.

 

3) به دست آوردن متن اصلي، واگشايي برخي واژه هاي دشوارياب و بهبود بخشيدن به برگردان "سفر" را سپاسگزار کمکهاي بيدريغ دوست، شاعر، نويسنده، منتقد، گزارشگر و پژوهشگر گرامي آقاي زرين انځور (انزور) استم. اگر رهنماييهاي به هنگام اين هنرمند انديشمند را نميداشتم، برگردان کنوني هرگز آماده نميشد.

 

4) شعر اصلي به دو رسم الخط، پشتو و فارسي (براي کاربران کميپوترهاي WindowsXPو Windows2000) در اينجا گذاشته شده اند.

 

سفر

 

عبدالحميد مومند

 

نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي

جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دکان وي

شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي

کوم دکان به يې د خولې د درو کان وي

په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي

همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي

 

ولې نه چوې له دې غمه زما دله

چې دې واورېده ديار د تلو بدله

 

نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک

چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک

نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک

چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک

يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک

يا يې وکا دبل کار سر و سامان څوک

 

چې له هسې غمه نه مرم، ژوندی پايم

تو زما په محبت شه بې وفا يم

 

خود په خود به وي ولاړ ستړی ستومان

خسته دل په خسمانه د آب و نان

ارزان وست به له ناکامه پيري ګران

قيمتي ياقوت به پلوري رايګان

د بې قدره جوهريانو په دکان

له دې غمه آه افسوس ارمان ارمان

 

راکړی خدای په دا ګړۍ پر د همت

چې حاضر شوای د بېکسو په خدمت

 

ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې

که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې

کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې

د سړي مهر به غواړي په پېرو کې

نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې

که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې

 

دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې

چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې

 

خوب به نه ورځي له ډېرې ستومانۍ

بوږنوي به يې د ملو بدګمانۍ

نه به وړاندې ځي په زور په شادمانۍ

نه به بېرته شي راتلای له پښېمانۍ

د هر سپي به په اميد د امانۍ

چپړوسي کا دنمړۍ په مهمانۍ

 

چې دې يار پيڅي دا هسې نرمه ګرمه

ته په کومه حيا روغ ګرځې بې شرمه

 

په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي

د زړه غم يې غولېدلی وي که نه وي

فراغت به يې پسندلی وي که نه وي

چا به حال ترې پوښتېدلی وي که نه وي

کټ پوزی به يې موندلی وي که نه وي

غونچه وار به موسېدلی وي که نه وي

 

نشته ما غوندې بې پت څوک په يارۍ کې

چې همدم نه شوم د يار په دا خوارۍ کې

 

دم وخود به وي ولاړ د غم له ګوټه

پرانتی به چا ته نه شي د زړه غوټه

پرې به وي هره متاع د هوس تروټه

اوبه کېږي به له غمه لکه لوټه

د اخلاص مزه به نه مومي له پوټه

آه افسوس به وي ورپاتې له دې لوټه

 

که دې مينه وي ريښتيا له دې رموزه

سر تر پايه شنه لمبه شه شنه ډډوزه

 

لا به نه وي ويده شوی بيا به ويښ شي

که هر څو يې زړه په خوب پسې مېښ مېښ شي

هيڅ به نه مومي کابو کاروان به لېښ شي

لاعلاج به د ناکام په لاس راکېښ شي

که يې سل خواړه د حسن په ګواښ ګېښ شي

دم قدم به لکه بند د ګني زبېښ شي

 

يار په دا رنګه بې خوبه بې آرامه

ته په دا رنګه بې غم نمک حرامه

 

په مزله به يې سبا ګوره څوک مله وي

نه پوهېړم چې به ساد وي که به غله وي

په څه شان به شکسته زهير په زړه وي

له تغمې به يې د زړه، نغمه په خوله وي

دم قدم به يې خولې د مخ په وله وي

رانجه کړې به يې چا خاورې د پله وي

 

سزاوار د هر ستم، د هر پېغور يم

چې مې يار په سفر تللی، زه په کور يم

 

په څه شان به شکسته درومي په لارې

په ګردونو الوده سپينې رخسارې

زړه په خار د بېکسۍ پارې پارې

ابلې به يې وهي د وينو دارې

نه به وي هسې هندو مسلمان بارې

چې يې وکا دلاسا د يوې چارې

 

نه مې شرم شته نه درم په حساب کې

چې له يار سره لاړ نه شوم په رکاب کې

 

که هر څو په غړيو غړند په پښو شل وای

په سينه پسې څکېدی د اشنا مل وای

درست د غم په خنډ و خار سره څول څول وای

د هر چا په دا پېغور ملامت غل وای

راپېښ شوی هر نقصان و هر ذلل وای

خو له يار سره مې کړی دا مزل وای

 

چې ترې پاتې شوم ريښتينی عاشق نه يم

سر تر پايه دروغجن يم، صادق نه يم

 

يا له ياره سره تللی په سفر وای

په هر ځای مې غوړولی پرې وزر وای

يا يې مړ د بېلتانه له غمه زر وای

يا په دواړو سترګو ټپ ړوند په نظر وای

که دا نه کېدای هرګزه معتذر وای

خود په خود مې ځان وهلی په خنجر وای

 

هسې پاتې شوم په يار پسې مخ توری

په جرګه د عاشقانو کې کوز ګوری

 

دا څه مينه، محبت، څه عاشقي ده

دا څه پت، څه مروت، څه صادقي ده

دم قدم دغه بازي، منافقي ده

په مذهب دعاشقانو فاسقي ده

سراسر ناقابلي، نالايقي ده

په ذمه مې د سنګسار ګناه باقي ده

 

چې مې يار په سفر تللی زه په کور يم

ګويا مخ په تبۍ تور او په خره سور يم

چې مې يار په هند بارات زه په خپل کور يم

نه له غمه پسې مړ نه کر او کور يم

نه بې هوښه، نه پښې يبلې، نه سرتور يم

خواړه خورمه، اوبه څښم، په خندا خور يم

د يار يار، د خپلو خپل، د ورونو ورور يم

لکه ومه هغه شان په خپل انځور يم

 

د حميد دا زنده ګي شرمنده ګي ده

که يې مړ کا، عزراييل ته بنده ګي ده

 

[][]

1706?

 

د عبدالحميد مومند کليات/ 321 _327 (سريزه، څېړنه، اوډون او ويي پانګه د محمد آصف صميم، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، 1383 هـ.ش. 2004)

 

سفر

 

عبدالحميد مومند

 

نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي

جلوه گر به په کوم هت په کوم دکان وي

شرمولي به يي حسن کوم ترکان وي

کوم دکان به يي د خولي د درو کان وي

په ديوه به يي د مخ سوک پتنگان وي

همراهان به يي پاکان که ناپاکان وي

 

ولي نه چوي له دي غمه زما دله

چي دي واوريده ديار د تلو بدله

 

نه به وي ورسره هسي مسلمان سوک

چي يي واخلي خسمانه د اب ونان سوک

نه به وي ورباندي هسي مهربان سوک

چي يي وبولي په زار او په قربان سوک

يا يي سيوري که په سر لاس د احسان سوک

يا يي وکا دبل کار سر وسامان سوک

 

چي له هسي غمه نه مرم ژوندي پايم

تو زما په محبت شه بي وفا يم

 

خود په خود به وي ولار ستري ستومان

خسته دل په خسمانه د اب ونان

ارزان وست به له ناکامه پيري گران

قيمتي ياقوت به پلوري رايگان

د بي قدره جوهريانو په دکان

له دي غمه اه افسوس ارمان ارمان

 

راکري خداي په دا گري پر د همت

چي حاضر شواي د بيکسو په خدمت

 

گوره ناست به وي خپه په زينو خرو کي

که به پروت وي لکه لعل په ايرو کي

کوم سرود به کا له زره سره په ورو کي

د سري مهر به غواري په پيرو کي

نه به مومي دغه نور په دا بشرو کي

که به زان لره وي دوب په خطرو کي

 

دا کوم شرم دي کوم ننگ په محبت کي

چي غمخور نه شوم د يار په دا غربت کي

 

خوب به نه ورزي له ديري ستوماني

بوژنوي به يي د ملو بدگماني

نه به وراندي زي په زور په شادماني

نه به بيرته شي راتلاي له پشيماني

د هر سپي به په اميد داماني

چپروسي کا دنمري په مهماني

 

چي دي يار پيسي دا هسي نرمه گرمه

ته په کومه حيا روغ گرزي بي شرمه

 

په قهقهه به خنديدلي وي که نه وي

د زره غم به يي غوليدلي وي که نه وي

فراغت به يي پسندلي وي که نه وي

چا به حال تري پوشتيدلي وي که نه وي

کت پوزي به يي موندلي وي که نه وي

غونچه وار به مسيدلي وي که نه وي

 

نشته ما غوندي بي پت سوک په ياري کي

چي همدم نه شوم د يار په دا خواري کي

 

دم وخود به وي ولار د غم له گوته

پرانتي به چا ته نه شي د زره غوته

پري به وي هره متاع د هوس تروته

اوبه کيژي به له غمه لکه لوته

د اخلاص مزه به نه مومي له پوته

اه افسوس به وي ورپاتي له دي لوته

 

که دي مينه وي ريشتيا له دي رموزه

سر تر پايه شنه لمبه شه شنه ددوزه

 

لا به نه وي ويده شوي بيا به ويش شي

که هر سو يي زره په خوب پسي ميش ميش شي

هيس به نه مومي کابو کاروان به ليش شي

لاعلاج به د ناکام په لاس راکيش شي

که يي سل خواره د حسن په گواش گيش شي

دم قدم به لکه بند د گني زبيش شي

 

يار په دا رنگه بي خوبه بي ارامه

ته په دا رنگه بي غم نمک حرامه

 

په منزل به يي سبا گوره سوک مله وي

نه پوهيرم چي به ساد وي که به غله وي

په سه شان به شکسته زهير په زره وي

له تغمي به يي د زره، نغمه په خوله وي

دم قدم به يي خولي د مخ په وله وي

رانجه کري به يي چا خاوري د پله وي

 

سزاوار د هر ستم د هر پيغور يم

چي مي يار په سفر تللي زه په کور يم

 

په سه شان به شکسته درومي په لاري

په گردونو آلوده سپيني رخساري

زره په خار د بيکسي يي پاري پاري

ابلي به يي وهي د وينو داري

نه به وي هسي هندو مسلمان باري

چي يي وکا دلاسا د يوي چاري

 

نه مي شرم شته نه درم په حساب کي

چي له يار سره لار نه شوم په رکاب کي

 

که هر سو په غريو غرند په پشو شل واي

په سينه پسي سکيدي د اشنا مل واي

درست د غم په خند وخار سره سول سول واي

د هر چا په دا پيغور ملامت غل واي

راپيش شوي هر نقصان و هر ذلل واي

خو له يار سره مي کري دا مزل واي

 

چي تري پاتي شوم ريشتيني عاشق نه يم

سر تر پايه دروغجن يم صادق نه يم

 

يا له ياره سره تللي په سفر واي

په هر زاي مي غورولي پري وزر واي

يا يي مر د بيلتانه د غمه ژر واي

يا په دوارو سترگو تپ روند په نظر واي

که دا نه کيداي هر گزه معتذر واي

خود په خود مي زان وهلي په خنجر واي

 

هسي پاتي شوم په يار پسي مخ توري

په جرگه د عاشقانو کي کوز گوري

 

دا سه مينه محبت، سه عاشقي ده

دا سه پت سه مروت سه صادقي ده

دم قدم دغه بازي منافقي ده

په مذهب دعاشقانو فاسقي ده

سراسر ناقابلي نالايقي ده

په ذمه مي دسنگسار گناه باقي ده

 

چي مي يار په سفر تللي زه په کور يم

گويا مخ په تبي تور او په خره سور يم

 

چي مي يار په هند بارات زه په خپل کور يم

نه له غمه پسي مر نه کر او کور يم

نه بي هوشه نه پشي يبلي نه سرتور يم

خواره خورمه اوبه سشم په خندا خور يم

د يار يار د خپلو خپل د ورونو ورور يم

لکه ومه هغه شان په خپل انزور يم

 

د حميد دا زنده گي شرمنده گي ده

که يي مر کا، عزراييل ته بنده گي ده

 

[][]

1706?

 

 

 

 

 

***********

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٣۸                  سال دوم                              نومبر ٢٠٠٦