کابل ناتهـ، Kabulnath




Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

دغلا  نظر

 
کاظم بيمار الکوزې د کابل  پوهنتون استاد

 

دغلا نظر څومره خوندونه لري

زړونه درزيږي طو فــــــــــــانونه لري

 

د بڼو غشي په ځيګر سمه وي

دا مړاوي سترګي ګــــــــــــذارونه لري

 

سترګي بيا سترګو ته کتلي نشي

دسترګو جنګ يي سخت خوندونه لري

 

خولي خولي شي چه په پټه ګوري

ښکلي  مخو نه  شبــــــــــــنمونه  لري

 

چه په نخرو کي په مسکا غوندي شي

 شونډي د شونډو نه ســــوالونه لري

 

بيما ر به څنګه روغه ورځ وګوري

ريبار چه نوي پيـــــــــــــغا  مونه لري

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸٤           سال چهـــــــــارم                  عقـــــرب/قوس    ١٣٨۷  خورشیدی              نومبر 2008