کابل ناتهـ، Kabulnath



























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
دری جنازی
د کمونستانو د ظلمونو يوه نمونه
 
ليکونکی  کاظم بيمار الکوزی  د کابل پوهنتون استاد

 

  د دسمبر د مياشتي پنځلسمه

 دوه زره شپږم کال

 

د لوي خداي په نامه

 

 

دري جنازي

 

 

دا هغه زړه دردونکی افسانه يا د انسانی ژوند تراژيدی ده چه په يوه انسانی ټولنه کی پيښه شوی. په هغه ټولنه کی چه ځانونه يی د بشری عدالت او انسانی کرامت بيرغ

چيان او مخکښان بلل. دغو انساني شرمښانو خلکو ته ډوډۍ, کور او کالي غوښتل. دوي کوچنيان او ماشومان د ټولني راتلونکي رهبران ګڼل او کارګران يي د انساني ژوند د سمون اساسي عنصرونه بلل. دوي په خوله هرڅه ويل, مګر عمل يي د يوه ظالم او دکتاتور څخه بد تر وو. دوي د کارګرانو دحکومت چيغي وهلي اما کارګران يي وژل او دهغوي ماشومان يي له لوږي او تندي څخه نه ژغورل. دوي په هيچا  او په هيڅ وخت کي رحم نه دي کړي. دوي بي ددوي د ډلي څخه نور خلک پخپلو مجلسونو کي نه پريښودل, دوي يواځي او يواځي په خپلو ملګرو اعتماد درلود.  د دوی ظلمونو، استبداد او بی رحمئ سرحدو نه نه درلودل.دوی په کوچنيانو، وړو،ز ړو، ميندو، خويندو، ښځو او نارينو يو شان ظلمونه کول.

د دوی عدالت ،بی رحمی  وه، د دوی کرامت، انسانيت ته توهين، او د عادی خلکو زورول ورته ساعت تيری ښکاريدله.

دا انسانی تراژيدی د افغانستان د کمونستانو د قدرت په وخت کی پيښه شوی.دا دهغه وخت د بی عدالتۍ، کړيدلو، او زوريدلو يوه کوچنی نمونه ده.د دی پيښی سروکی يا prelude پدی ډول دی.

با با شکور په لوی ننګرهار کی زيږيدلی ؤ. خپل لمړنی، منځنی او ثانوی تحصيلات يی د ننګرهار په ليسه کی پای ته رسولی ؤ. له واده نه وروسته دکار د پيدا کولو لپاره کابل ته کوچيدلی ؤ. چه چيری يو کاروبار ځانته پيدا کړی.

څرنګه چی دی ډير حليم انسان ؤ او د کوچنيانو سره يی ډيره مينه درلوده د کلی او کور وړو ماشومانو ورته بابا وايه نو پدی ډول د بابا شکور په نامه يی شهرت پيدا کړی ؤ. بابا شکور يو غيرتی, وطن پرسته مبارز ؤ. خپل هيواد ورته تر هر څه ګران ؤ. خپل کلی او کور ورته خپل ننګ او ناموس ښکاريده.

بابا شکور د شاه شهيد په غريب نشينه سيمه کی په يوه کرايی کور کی اوسيده د پوهنی په وزارت کی د کتابت وظيفه په غاړه درلوده. د واده په لمړيو دری کلونو کی د دوه زامنو خاوند شوی ؤ چه نوميالی او څړبن نوميدل. د بابا شکورميرمن،  لښته، يوه پښتنه بی سواده ښځه وه اما ډيره هوښياره او زيرکه وه. د خپل ميړه او د بچو غم هميشه د دی سره ؤ. د بابا شکور ميرمن په ډير کم معاش خپل بچيان او ميړه ساته. دی به هر څه چی پخول  جوړول لمړی به يی پری خپل بچيان او ميړه مړه ول.همدا سبب ؤ چه د بابا شکور ميرمن د کافی خوراکی موادو په کموالی( سوی تغذيه ) اخته شوی وه. بابا شکور ته خپله ميرمن او بچيان ډير ګران ؤ. د ده ټول فکر او ذکر د خپلو بچو، ميرمن او وطن سره ؤ. ځکه چه د وطن شرايط ډير سخت ؤ په وطن کمونستان مسلت ؤ. بابا شکور به هميشه د خپلی ميرمن او د بچو د تغذی په فکر کی وه. هميشه به دا فکر ورسره و چه که کومه ورځ دی بيکاره شی او کمونستی حکومت دی عسکری ته وليږی د ده ميرمن او بچيان به څه وکړی، په دی چرتونو کی شپی او ورځی تيرولی. غلی غلی به کار ته تله راتله. د روسی او کمونستی عسکرو څخه پټ پټ ګرځيده چه څوک يی و نه نيسی او عسکری ته يی ونه ليږی. لدی ډاره يی د شپی خوب هم کم ؤ اما هيڅ يی د لاسه نه کيدل. کله به چه د کار څخه کور ته راغی له کوره به بيرون نه وته، چه څوک يی و نه وينی او عسکری ته يی ونه ليږی. د خدای اراده وه د بابا شکور ميرمن ورځ په ورځ ژيړيدله او انرژی کميدله.

کله به چه بابا شکور د دی رنګ ته کتل د زړه نه يی يو خدای خبر ؤ. يوه ورځ بابا شکور د خپلی ښځی څخه

وپوښتل چه صحت او روغتيايی څنګه ده. ښځی يی د دی د پاره چه د ميړه تشويش يی زيات نشی خپل ځان يی روغ او صحتمند وښود.    

د بابا شکور ميرمن,لښتي، ته خپله کورنۍ ﮒرانه وه. لښتي به هميشه د خپلو ما شومو بچيانو د اينده په باره کي فکر کا وه او دا به يي ويل چه که خداي دي نه کړي که په دي او يا په ميړه يي څه وشي نو دا ماشوما ن به په څه سرنوشت اخته شي. کله کله به يي ويل چه خداي دي ددي بچيان هيچا ته نه پريږدي, هميشه به په همدي فکرونو کي وه شپه او ورځ يي خوب نه درلود. د لښتي صحي حالت او روغتيا ورځ په ورځ خرابيده او رنګ يي ورځ په ورځ ژيړيده او د وجود انرژي يي مخ په کميدو وه .کله کله به يي ستر ګي سپيني سپيني کيدلي . باباشکور چه د خپلي ښځي صحي وضعه ليدله چرت يي خرابيده . کله کله يي فکر کاوه چه که په ښځه يي څه وشي دده ژوند به برباد او دي به ليوني شي. دده دوړو بچيانو تشويش يوه بله ستونځه وه چه بابا شکور ورسره مخامخ  و, مګر له ډير غيرته يي هر څه په زړه تيرول.

 

بابا شکور فکر کاوه چه که د ميرمن حالت يي مخ په خرابيدو شي نو يوه ورځ به د کار څخه ځان ګوښه کړي او رسخت به واخلي او خپله ميرمن , لښته, به روغتون ته  بوځي. او خپل کوچني ماشومان به د دوه  دري ساعتو لپاره  په کور کي ځانته پريږدي ده فکر کاوه چه د مير من کتنه او معاينه به يي دوه يا  دري ساعته وخت ونيسي او ډير ژر به دوا اودرمل ورته واخلي او بيرته به په منډه کورته راستانه شي.

ددي تر څنګه بابا شکور دا تشويش هم درلود چه که چيري د ببرک د کمونستي رژيم د خاد  غړي دې وګوري نو حتما به يۍ عسکري ته وليږي چه د خپلو ورونو پر ضد وجنګيږي. بابا شکور به هميشه پټ پټ خپل کار ته تله. ددي ټو لو تشويشونو سره سره بابا شکور تصميم ونيوه  او فيصله  يي وکړه چه د خپلي ميرمني ژوند له مرګه خلاص کړي او روغتون ته يي بوځي ځکه چه بابا شکور ته خپله ميرمن او بچيان ډير ګران وو.او بيله دوي ورته ژوند هيڅ ښکاريده.

بابا شکور خپله فيصله وکړه چه خپل ښکلي واړه بچيان د دوه يا دري ساعتو لپاره يواځي په کور کي پريدي او خپله ميرمن روغتون ته بوځي. په دي ترتيب ده خپلو بچو ته د هغوي په ژبه وويل چه ددوي مور ناجوړه ده , صحت يي ښه نه دي هغه بايد ډاکتر ته لاړه شي او دوي بايد په کور کي ځانته پاته شي او دوي بايد په کور کي يو دبل سره لوبي وکړي. او بابا او مير من به يي بيرته ژر کور ته راشي.

بابا شکور چه کله له کوره وته خپل بچيان يي په خوا پوري ونيول او په دواړو مخونو يي دواړه مچ کړل او له ژړا  ډک زړه له کوره ووتل.د کور نه تر روغتون پوري ميرمن يي د نوميالي او څړبن نومونه يادول او بابا شکور ته به يي ويل چه که په ميرمن يي څه وشي او يا مړه شي بابا شکور بايد دبچو په هکله هيڅ غفلت ونه کړي اوهغوي لکه د ګل غوندي وساتي. 

بابا شکور د خپلي ميرمن خبرو ته په کلکه غوږ نيولي و. هره لحظه يي سترګي د اوښکو ،څخه ډکي ډکي کيدلي , مګر د خپلي ميرمن په خاطر يي هيڅ نه شو کولاي. د بچو د يادوني او د هغوي د ماشومتوب  خبرو يي زړه سخت دردولي و.مګر ژړا يي نه کوله ځکه چه له دي ډاريده  چه په ميرمن يي دده  ژړا تاثير ونه کړي او د عصبي فشا ر لاندي رانه شي او په لاره کي ورته ضعف ونه کړي او بي حاله نه شي.

 

بابا شکور او ميرمن يي، لښته، په يوه کرايي موټر,ټکسي , کي کښيناستل او د روغتون په لور روان شول. کله چه روغتون ته ورسيدل, بابا شکور د چټکو ,عاجلو, مرستو په لټه کي شو. کله چه دوي د مرستو خوني ته ننوتل  د چټکو مرستو ډاکتر ډير ژر لښته تر کتني او معايني لاندي ونيوله . لښته د بي حاليۍ او ضعف په حالت وه رنګ يي ژيړ و , وجوديي رپيده,او سترګي سپيني سپيني کيدلي.  د لښتي وضعه ښه نه ښکاريده.ځکه چه وينه يي کمه وه . ډاکتر بابا  شکور ته وويل چه لښته تر هر څه د مخه ويني ته ضرورت لري . ډاکتر ډير ژر د بابا شکور وينه معاينه کړه ۍمګر د هغه وينه د لښتي د ويني سره سمه نه وه .

ډاکتر بابا شکور ته وويل چه ژر تر ژره بايد څوک پيدا کړي چه د هغه /هغي د ويني ګروپ د لښتي د ګروپ سره برابر وي  چه روغتون ته راشي او لښتي ته وينه ورکړي. ډاکتر ورته په کلکه وويل چه که چيري دا کار ونه کړي امکان لري چه د ښځي ژونديي ضايع شي.

 

بابا شکور ډير ژر په منډه له روغتون څخه ووت. او په ډيره خواشينۍ او سرګردانۍ سره د خپلو خپلوانو په فکر کي ولويد چه يو څوک  پيدا کړي چه دده ميرمن ته وينه

ورکړي. دې، په همدي چرتونو کي هغه خوا او دي خوا ته ګرځيده، ډير سرګردانه او پريشان ښکاريده.زړه يي دره زيده چه ميرمن  به يي څنګه شي.او واړه ماشومان به يي څنګه شي. هره ګړۍ چه تيريده دده روحي تشويش زياتيده.

بابا شکور پخپلو غمونو کي ډوب او لالهانده ګرځيده.چه يو ناڅاپه  د ګوډاګي نظام دخاد د غړو سترګي پري ولګيدي او دې يي د بازار په منځ کي ودراوه . هغوي تري وپوښتل چه ده عسکري کړي ده او که نه؟ بابا شکور ورته خپل ټول حال ووايه مګر هغوي پري باور ونه کړ . ده ورته بيا خپله د ژوند کيسه تکرار کړه او د خپلي ميرمن او بچو حال يي يو په يو ورته بيان کړ. اما هغوي پري باور ونه کړ. د خاد غړو بابا شکور پخپل موټر کي واچوه او د رشخور فرقي ته يي وليږه. هلته يي بابا شکور ته عسکري يونيفورم ورکړ او ددوه اونۍ روزني وروسته يي بابا شکور د کندهار جبهي ته واستوه. بابا شکور هره ورځ و دوي ته د خپلو بچو او  ميرمن په هکله وويل  اما هيچا دده خبرو ته غوږ نه ايښوده او هيڅ ارزښت يي نه ورکاوه.بابا شکور لکه د ليوني غوندي هيڅ خوب او ارام نه درلود. ټوله شپه او ورځ يي چرتونه وهل.ده د جمعي ورځي ته انتظار ويسته چه رسختي شي نو به هغه وخت له کندهاره وتښتي او بيرته به کابل ته ولاړشي.کله چه د جمعي ورځ شوه بابا شکور سهار د وخته ځان د سرويسونو هډي ته ورسوه او په  لمړي بس کي ځان ته ځاي پيدا کړ او د کابل خواته راروان شو. مازديګر و چه کابل ته راورسيد. زړه يي درزيده دلۍدلۍ  غمونه يي په زړه وريدل کله به يي فکر کاوه  چه ښځه به يي کور ته تللي وي او ډاکتر به ورته څه دوا او درمل ورکړي وي اوکنه ,او کله به يي فکر کاوه چه ډيره به ضعيفه شوي وي او دده د راتګ انتظار به وباسي.د خپلي ميرمن مرګ يي په   خوا او خاطر کي هم نه ګرځيده  اوخوله ته يي هيڅ نه راته. زړه نا زړه د روغتون خواته روان شو.

 

کله چه د چټکي (عاجلي) روغتيا کوټي ته ننوت په همغه ډاکتر يي سترګي ولګيدي چه دده ميرمن يي ليدلي وه په ورو ورو د ډاکټر خوا ته ورنژدي شو په لړزيدلي اوازيي د ډاکټر څخه وپوښتل چه ميرمن يي څنګه ده؟ ډاکټر ورته په رډو سترګو وکتل او ورته يي وويل چه چيري وي او څه دي کول ؟ بابا شکور ورته هر څه ټکي په ټکي وويل او د خپل ژوند غم لړلي سفر يي ورته بيان کړ. ډاکټر په  داسي حال کي چه زړه يي په بابا شکور خو ږيده او دده سره يي غمشريکي ښودله . د بابا شکور د ميرمن ,لښتي,د ژوند اخري لحظي او خبري ورته بيان کړي چه هغه ،څومره د خپلو ماشومانو او بابا شکور په فکر کي وه، بالاخره بابا شکور له ډاکټره وپوښتل چه ميرمن يي اوس څنګه ده ؟او اوس چيري ده؟ ډاکټر له يوه اوږد سکوت څخه وروسته وويل چه هغي ځان حق ته سپارلي دي او خپل عمر يي تاته دربخښلي دي.                   

د بابا شکور د زړه څخه د غم لو ګي پورته شول.او يوه سخته کړيکه يي له خولي ووتله او ډاکټر ته يي وويل چه تا هيڅ ونه کړل.  ډاکټر بابا شکور د خوا پوري ونيوه او ورته يي وويل چه ته ښه پو هيږي  چه د هغي د وجود وينه بيخي کمه وه . هيڅ چاره يي نه کيدله .بابا شکور لکه د ليوني غوندي ډاکټر له چپني ونيوه او ورته يي وويل چه د هغي مړي چيري دي؟مړي راته وښيه چه ويي ګورم. هغي څنګه زه ځانته پريښودم او هغه را څخه ولاړه.هغي ما سره وعده کړي وه چه هيڅ کله به ما ځان ته پري نږدي.ډاکټر ورته وويل چه هغه (جسديي) په تاکاوي (زيرزميني )کي دي . بابا شکور لکه بوره ښځه په منډه منډه زيرزميني ته ځا ن ورسوه او په خپله ميرمن ورپريوته اوپه کړيکو کړيکو يي وژړل او تر هغي پوري ښکل کړه تر څو چه اوښکي يي وچي شوي او اوازيي ټپ شو.هيڅ يي له لا سه نه کيدل بيرته ډاکټر ته راغي او لکه ليوني  غوندي يي له ډاکټر څخه وپوښتل چه د ژوند په اخرو  شيبو کي هغي څه وويل .

ډاکټر ورته وويل چه هغي د نوميالي او څړبن نومونه اخستل او ويل يي چه بابا شکور بايد ددي دوو ماشو مانو ډيره پاملرنه وکړي.هغوي ډير معصوم او نازولي دي . هغوي بايد خفه نشي. بابا شکور چه کله د خپلو بچو نوم واوريد . لکه څوک چه د خوبه پاڅيدلي وي په منډو منډو د کور خوا ته رهي شو. کله چه کور ته ورسيد لکه د ليوني غوندي په چيغو سر وو. کله يي د نوميالي نوم اخسته او کله يي د څړبڼ نوم وايه. په کړيکو يي چيغي ووهلي اما چپه چوپتيا وه فضا غم نيولي وه  د بابا شکور د زړه درزيدل لحظه په لحظه زياتيدل په زړه يي دغم تياري تلي راتلي . د کور دروازه يي په لغته ووهله . دروازه ما ته شوه چه کتل يي د دروازي شاته يي دوه ښکلي ګلان پراته وو. دوه ماشوم صورتونه  څنګ په څنګ په ابدي خوب ويده وو. بابا شکور په نارو پيل وکړ په ځان نه پوهيده چه څه وکړي.کله يي نوميالي په خوا پوري نيوه او کله يي سړبن په خوا پوري نيوه. کله يي يو ښکلوه او کله يي بل ښکلوه. غمو نو ليوني کړي و په کړيکو کړيکو يي ژړل، او دايي د ځان سره تکرارول چه )  ستاسو په وړو وړو زړونو کي به څه تيريدل تا سي به څومره چيغي وهلي وي. په تاسو به دا څلور پنځه  شپي او ورځي څنګه تيري شوي وي, څومره به مو مور او پلار ته چيغي وهلي وي , څومره به مو يو بل ته په  معصومو ستر ګو ليدلي وي اويو بل ته به مو څه ويلي وي نپوهيږم چه کوم يو د بل سلګو ته کتلي دي, کوم يو مخکي ساه ورکړي او کوم يو د بل له غمه مړ شويدي ).

 

بابا شکور لکه ليوني , همدايي له ځا نه سره ويل چه :  ( دري جنازي, دري جنازي په يوه ورځ, ولي نه څلور جنازي,زه هم بايد په دي جنازو کي حساب شوي واي, زه هم با يد ددوي سره يو ځاي واي, ولي زه پاتي يم. زه هم بايد ورسره وايي). بالاخره يي ژړا بس کړه او په لوړ اوازيي  وويل چه دا چا وژلي او د چا د لاسه وژل شويدي  د کمو نستانو له لاسه! د روسانو دلاسه! دا د پر چميانو د لاسه! د خلقيانو  د لاسه! دري جنازي په يوه ورځ ! دري جنازي په يوه ورځ!دري بي ګناه انسانان په يوه ورځ !  دري مظلوم او بي دفاع  انسانان په يوه ورځ !  خا ورو ته ځي . دوي څه کړي وو ؟ ولي ولي ؟؟ ولي؟؟

بابا شکور لکه دبوري مور غوندي په سر او تندي وهل او مړه، واړه ماشومان يي په خوا پوري نيول. د خپلي ګراني ميرمن خبري را په يادولي چه د هغي معالج طبيب او ډاکتر ورته کړي وي . همدايي ويل چه دي به خپلي ميرمن ته څه ځواب ووايي. خپلو بچو ته يي ويل چه دده دلاسه هغي ته شکايت ونه کړي. تر څو چه هغه تري ناراضه نه شي. ځکه چه ده نه غوښتل چه ميرمن يي تري خفه شي. بابا شکور خپلو بچو ته ويل چه تاسي به د خپلي مور سره خو شاله اوسۍ مګر ددنيا ټول غمونه دده په سر پا ته شول . بابا شکور يو ساعت په چيغو چيغو وژړل او خپل ماشومان يي په خوا پوري بيا ونيول . او بيا يي د هر يوه په سر لاس کيښود او قسم يي وخوړ چه تر څو ددوي اوددوي پشان د زرونو نورو ماشومانو بدل د داخلي او خارجي دشمنانو او کمونستانو څخه وانه خلي ارام به کښينني. دې په سرو سترګو له کوره ووت چه د خپلي ميرمن او ماشومانو د کفن او ښخولو غم وخوري. ده خپل خپلوان را خبر کړل او په ډيرو لنډو مراسمو يي دري جنازي په يوه ورځ له خپل کوره واخستلي او هديري ته يي په ژړا، ژړآ، او چيغو ورسولي او په اسلامي او وطني شرايطو يي دري واړه څنګ په څنګ خاورو ته وسپارلي. په بابا شکور ژوند تنور و. دميرمن او ماشومانو  ژوند يي مخي مخي ته کيدل. د وطن څخه ددفاع په فکر کي ولويد . د مجاهدينو سره په تماس کي شو. او په خپله بي امانه مبارزه يي د کمونستانو  پر ضد شروع وکړه. بابا شکور د ډير جرات په اثر دخپلي ډلي د قوماندان په حيث تعين شو . بابا شکور په هره حمله کي په لسونوو روسان او کمو نستان زخمي کول او يا وژل.. بابا شکور بي امانه وجنګيد او د خپلي کورنۍ او نورو وطنوالو غچ يي له کمونستانو څخه وا خست.او د خپل وطن په ازادۍ کي پراخه برخه واخسته. او د روسي د وروستي عسکر تر وتلو پوري په زړه ورتيا  وجنګيد او د خپلو بچو او ميرمن او په زرونو نورو هيوادوالو بدل يي دکمونستانو څخه په ميړانه واخست دبابا شکور د ژوند افسانه هغه تراژيدي افسانه ده چه ددي مثالونه په تيرو ديرشو کلونو کي ډير زيات دي. دده ژوند يوه تراژيدي وه . مګر دده مبارزه يوه حماسه وه، بابا شکور د افغاني غيرت يوه نمونه وه او ده.

 د بابا شکور غوندي نوري په زرونو کورنۍ د کمونستي نظام د شومو هوسونو او غرضونوقرباني شوي دي  .    د ديرشو کلونو تاريخ دداسي ډول پيښو شاهد دي. روسان او ددوي ګوډاګيان د افغانستان زړور او فداکار اولس ته مختورن او محکوم دي. دوي بايد د افغان ملت قهرمانو بچو ته حساب ورکړي.

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٨١           سال چهـــــــــارم                  میــــــــزان    ١٣٨۷                 سپتمبر/ اکتوبر 2008