کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

logo

    

 
د خوست هندوان د افغان حکومت مرسته غواړي

 

د افغانستان د خوست ولایت هندوان له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دوي د کلي، ښوونځي، کلینیک او عبادتځي په رغولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

دوی وايي، که چیرې دولت يې غوښتنې ومني، نو دوی به بې له ځنډه له بهره خپلې کورنۍ بېرته خوست ته راولي.

د خوست هندوان وايي، دوی افغانان دي او غواړي په عزت سره په خپل هېواد، کور او کلي کې ژوند وکړي.

د هندوانو کلي اوسیدونکی بسنت سنګ وايي، چې د دوی کورونه، کلی، ښوونځی او کلنیک په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي او بیګاه يې د سخت باد او باران له کبله درمسال هم ړنګ شو.

ده له دولت څخه د مرستې د غوښتنې تر څنګ وویل، چې د دې سیمې د هندوانو کورنۍ غواړي خپل کور او کلي ته راستانه شي، خو د ژوند اسانتیاوې نلري.

د خوست د هندوانو کلي یو بل اوسیدونکی سرن سنګ وايي، بیګا شپه باد او باران دوی ته نور زیانونه هم واړول، خو د دوی د بیا-بیا غوښتنو با وجود د طبعي پېښو پر ضد ریاست مسوولین د رسیدلي زیان د لیدلو او مرستې په خاطر نه دي ورغلي.

د چرن سنګ په نوم یو بل د هندوانو کلي اوسیدونکی هم ورته غوښتنه کوي او وايي، چې د دوی کلی په دې ولایت کې اوږده سابقه لري، خو اوس په کې د هندوانو کورنۍ نشته.

دی وايي، ښځې، ځوانان او ماشومان يې تل غواړي چې له هنده راشي، خپل کور او کلی وویني، خو دلته هر څه وران شوي دي. ده له دولت څخه پدې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

بل لوري ته د خوست چارواکي د یاد ولایت د هندوانو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې ولایتي اداره د دوی له مشرانو او استازو سره په اړیکه کې ده او هغوی ته يې زمینه برابره کړې ده چې هر وخت ورشي او خپلې ستونزې ورسره مخامخ شریکې کړي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، چې ولایتي اداره د باد او باران له کبله د هندوانو کلي ته اوښتو زیانونو په باب مالومات لري او ډېر ژر به د طبعي پيښو پر ضد ریاست د پلاوي لخوا پيښ شوي زیانونه سروې او د امکاناتو په چوکاټ کې به دوی سره مرستې وشي.

د خوست یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې د یاد ولایت هندوان په وطندارۍ کې کلک خلک دي او کله چې د خوست ځیني اوسیدونکي هند ته د تداوی، سوداګری او تحصیل لپاره ځي، نو خوستي هندوان ورته میلمستیاوې کوي او ورسره ښه وطنداري پالي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۳۱۷      سال  چهــــــــــــــــــاردهم                 اسد ۱۳۹۷          هجری  خورشیدی        اول اگست    ۲۰۱۸