کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

څېړنوال عبدالغفور لېوال

    

 
هندي اسطورې

 

 

لومړی برخه

 

ستر هندوستان د اسطورو هېواد دی. په دغه ګڼتوکمه، ګڼفرهنګنه، ګڼژبي، لرغوني او هنرپال هېواد کې اسطورې له ادیانو، ادبیاتو، هنرونو، اخلاقي ښوونو، عرفان، سیاست او تاریخ سره هومره ګډې، رنګارنګې او پېچلې ریښې او څانګې لري، چې پر ټولو یې پوهېدل خورا ډېر وخت او کار غواړي. یوناني اسطورو د فکر او پوهې د راویښولو توانمندي درلودله، خو هندي اسطورو هنر او عرفان ته وده ورکړه. په هند کې اسطورو موسیقۍ، نڅا او تجسمي هنرونو ته لار هواره کړه او د انسانانو روحي نړۍ ته یې د سیروسلوک لارې پرې روښانه کړې. هندي رب النوع (شېوا) ته ناتاراجا (د نڅا پاچا) هم وايي، ویل کېږي: هغه نڅل او نړۍ خوځېده او کله چې غوښتنه ورڅخه وشوه، چې نڅا ودروي، هغه ودرېده او د نړۍ د ورانېدلو تر نېټې پورې يې نڅا ودروله. موسیقي او ترنم، نارینه ته د ښځې وفاداري، د پلار و مور درناوی، د جګړو اصول، عاطفه، ژویو ته زیان نه اړول، له وینې بهولو څخه کرکه، خاوند ته د لمانځنې تر بریده درناوی او داسې نور په سلګونو اخلاقي امرونه له اسطورو څخه په ميراث پاتې دي. د هندي اسطورو په اړه له دې لنډې مقدمې څخه موخه دا ده، چې هند له هغو کم شمېره ټولنو څخه ده، چې لا هم په کې د اسطورو معنوي حکومت چلېږي او له هغو څخه راپاتې هنري ـ ښکلاییز (Aesthetic) ارزښتونه لا ژوندي دي او د دغه ستر هېواد د فرهنګي میراث یوه لویه برخه جوړوي. د هندوستان لویه وچه د يوه داسې پراخ فرهنګي مدنیت میراث له ځانه سره لري، چې په سلګونو حتی په زرګونو په زړه پورې اسطورې یې د پېژندلو او څېړلو وړ دي، خو موږ به دلته یوازې هاغه مشهورې اسطورې لنډې وپېژنو چې اوس ورته د بشريت د ګډ ادبي میراث په سترګه هم کتل کېږي.
۱- راماين، رامايانا (Ramayana)


راماین د سانسکریت ژبې تر ټولو لرغونې او حتی لومړنۍ منظومه حماسه بلل کېږي، په سانسکریت ادب کې دې منظومې ته (ادي کاویه Adikavya ) هم ویل شوي، چې معنا یې ده لومړنۍ منظومه.(۶۸:۱۴)
دا منظومه د خپل لرغونتوب، سبک او منځپانګې له برکته د هندوانو په مقدسو کتابونو کې شمېرل کېږي. د دې منظومې نوم له دوو (رام او اینم) څخه جوړ شوی دی، چې معنا یې ده د رام کور، خو په حقیقت کې د هندوستاني اتل رام، چې بشپړ انسان (Uttamo Purusha) بلل کېده، ژوند پېښې او کیسې دي، چې د هندیانو لپاره سپېڅلې ګڼل کېږي.(۶۸: ۱۵)


د راماین شاعر (والمیکي Valmiki ) دی، اټکل کېږي چې دی د رام په زمانه کې اوسېده، داسې روایت هم شته، چې والمیکي به د خپلې منظومې ځينې برخې د رام په دربار کې لوستلې او د رام زامنو به ورسره په ترنم کې غبرګولې، د دې منظومې اورېدلو به رام ته خوښي وربښله. په سانسکریت کې راماین په یوه نوي بحر (اشلوک) کې، چې والمیکي رامنځته کړی و، لیکل شوی دی. د راماین د لیکلو نېټه سمه نه ده معلومه، ځینې څېړونکي فکر کوي، چې دا منظومه د ۵۰۰ او ۲۰۰ مخزیږدي کلونو تر منځ لیکل شوې ده.(۶۸:۱۶)
خو ځينې بیا فکر کوي چې تر دې هم زړه ده، پر دې هم اختلاف دی، چې مها بهاراتا مخکې لیکل شوې ده که راماین.


دغه منظومه څلیریشت زره بیتونه لري او په لاندې اووه برخو کې لیکل شوې ده:
۱- بال کاند: د رام د ماشومتوب دوره.
۲- ایودهیاکاند: د رام د تبعید دوره.
۳- ارینه کاند: په ځنګلونو کې د رام د ژوند دوره.
۴- کشکندها کاند: په کشکندها کې د رام د تم کېدلو دوره.
۵- سندرکاند: لنکا ته د هنومان د تللو کیسه.
۶- یوده کاند: د جګړې دوره.
۷- اوترکاند: د رام د ژوند د پای کلونه.(۶۸:۱۸)


راماین د نورو هندي مذهبي متونو، لکه ويدونه (وادونه) او پانیشادونه، مهابهاراتا او اتلس ګوني پورانونه، ځانګړي ټولنیز پوړ ته نه، بلکې ټولو خلکو ته د لوستلو او خوند اخیستلو وړ منظومه ده، ځکه خو دا اسطوره یوازې دیني نه، بلکې ادبي او هنري ارزښت هم لري.


د راماين د کيسې لنډيز:


د هندوستان یوه پاچا (داشاراتا «دَشَرَتَهه») درې مېرمنې درلودلې، خو بیا یې هم ماشوم نه و، پاچا خدای ته زاري وکړه او په پایله کې له خپلو مېرمنو څخه د څلورو ماشومانو خاوند شو. مشر زوی یې رام نومېده، چې پر پلار ډېر ګران و او خپل ځای ناستی یې هم ټاکلی و، رام (رامچند) د سپوږمۍ په څېر څېره درلودله او تر ټولو ښه او نجیب ځوان و، چې ارباب الانواعو د سړي خوړونکو دیوانو د ځپلو لپاره ځمکې ته را استولی و. رام یوه ورځ له خپلو وروڼو سره یوځای د جنک (جنکا، جاناکا) پاچا په دربار کې مېلمه و، هلته د پاچا له لوري یوه مسابقه جوړه شوې وه، چې که هر چا د يوې سترې لیندۍ په مرسته (چې ان سترو پهلوانانو او ارباب الانواعو هم نه شوه کارولی) غشی ووېشته، نو د دې مسابقې ګټونکی به وي، رام راوړاندې شو او ستره لیندۍ یې راکاږله او غشی یې ووېشت. جنک پاچا خپله ښکلې لور (سیتا) رام ته ور په نامه کړه او په شاندارو مراسمو کې رام او سیتا سره واده وکړ، د رام او سیتا ژوند په خوشالۍ او مینه د داشاراتا په دربار کې تېرېده، چې یو مهال د رام پلار د زړبوډۍ له امله پرېکړه وکړه، چې رام خپل رسمي ځایناستی وټاکي، خو ناڅاپه ورپه یاد شوه، چې ده له خپلې یوې ځوانې مېرمنې سره ژمنه کړې وه چې خپل ځایناستی به د هغې په خوښه ټاکي، نو د خپلې مېرمنې له مخالفت سره مخامخ شو. خبره د نورو شاهزیو تر منځ ولوېده او کړکېچ پېښ شو، رام د شخړې پلوي نه و، ځکه یې دا ومنله چې له خپلې ښکلې او خوږې مېرمنې (سیتا) سره کور پرېږدي او ځان ځنګلونو ته تبعید کړي، په دې توګه پاچاهي د هغه میریزي ورور (بهارت، بهرت) ته پاتې شوه، که څه هم بهارت دا منلې وه، چې د پاچاهۍ حقدار رام دی، خو رام د شخړې د مخنیوي لپاره له خپلې مېرمنې او کشر ورور (لچهمن، لکشمن) سره مخ په ځنګل روان شو. رام په لرې ځنګلونو کې له خپل مهربان ورور او ښکلې مېرمنې سره یو نوی ژوند پیل کړ او هلته په ریاضت او عبادت بوخت شو، په ځنګله کې نور مرتاضان او د دنیا تارکان هم وو، چې د ریاضت په مرسته یې ځان معنوي عروج ته رساوه، خو د (شر) واکمن شیطانان او دیوان هم کم نه وو، چې له دوی سره دښمني وکړي او د دوی د ژوند مزاحم شي. رام پرېکړه وکړه، چې د اهریمنانو او دیوانو پر وړاندې جګړه پیل کړي او په دې جګړه کې یې یوه لویه برخه دیوان ووژل. د دیوانو مشر (راون، راونا) د کسات لوړه وکړه او خپل یوه کس ته یې امر وکړ، چې د يوې ښکلې هوسۍ په بڼه ځان د رام د اوسېدو ځای ته ورسوي.
رام، چې ښکلې هوسۍ ولیدله، نو په ښکار پسې یې راووت او په بېخبرۍ کې ډېر لرې ولاړه، سیتا او د رام ورور چې د ده ځنډ ولیده، نو پرېشان شول، سیتا له خپل لیوره لکشمن څخه هیله وکړه چې په رام پسې ووځي، همداسې وشول او سیتا یوازې پاتې شوه. د دیوانو مشر (راون) چې د همدې شېبې په تمه و، د يوه مرتاض په بڼه د رام کوډلې ته راغی او سیتا یې له ځان سره د (لنکا، لانکا) ټاپو ته وتښتوله. رام او لکشمن چې کور ته راستانه شول، څه ګوري، چې سیتا نشته، غم او پرېشاني ورپېښه شوه او په ځنګله کې یې د سیتا لټون پیل کړ. په دې وخت کې یوه ټپوس چې (جتایي) نومېده، دوی ته خبر ورکړ، چې راون سیتا له ځان سره لانکا ټاپوته تښتولې ده، نو رام په ټوله کیسه پوه شو، ولاړ او د بېزوګانو له مشرانو (هنومن) او (سګریو) سره یې پیمان وکړ، چې په ګډه به د دیوانو له لښکر سره جګړه کوي او سیتا به ژغوري.
هاخوا راون له سیتا سره د واده غوښتنه کوي، خو وفاداره او پاکه سیتا، چې د خپل محبوب مېړه رام په بېلتانه کې کړېږي، ورته وايي چې ستا ټوله پاچاهي به د رام له یوه ویښته سره برابره نه کړم (رام ځلانده لمر دی او ته تش یو اور اورکی چینجی یې!)، راون په غوسه کېږي او غواړي، سیتا ووژني، خو په دې وخت کې د هغه بله مېرمن (مدودري) د هغه مخه نیسي، راون دوه میاشتې سیتا ته وخت ورکوي او ورته وايي، چې تر هغه وروسته به یا له ده سره واده کوي او یا به یې ښځینه دیوانو ته اچوي، چې هغوی يې وخوري.
رام د بیزوګانو په مرسته یو اوږد پول جوړ کړ او ځان یې د لانکا ټاپو ته ورساوه، جګړه پیل شوه، رام ګڼې او سختې جګړې وکړې او بالاخره یې د دیوانو مشر راون وواژه او ښکلې سیتا یې وژغورله.
د بېلتون غمیزه دلته پای ته ونه رسېدله، ځکه د تور او تومت دروازې لا پرانیستې وې، رام او سیتا ونه شو کولای ژر يو بل ته ورسېږي، بدګومانه خپلو او پردیو پر سیتا تور پورې کړ، چې ډېره موده یې د دښمن په اسارت کې تېره کړې ده او خدایزده که پاکه پاتې وي، نو د رام لایقه نه ده. سیتا پر خپلې پاکۍ ټينګار کاوه او د دې لپاره چې خپله پاکي ثابته کړي، غوښتنه یې وکړه، چې د ټولو په شتون کې دې یو لوی اوربل کړي او دا به د اور په لمبو کې خپله پاکي زبات کړي. همداسې وشول، یو لوی اور بل شو او ښکلې سیتا ورغله، د اور لمبو ته یې وویل: زما زړه یوه شېبه د رام له یاده تش نه و، ته اې اګني (د اور لمبې)! شاهده اوسه، چې ما رام نه و هېر کړی، نو ته له ما څخه مخ مه اړوه، که مې ګناه کړې وه، ما په غېږ کې ونیسه او ومې سوځوه، خو که پاکه یم او بل څوک مې ان لا په خوب کې هم نه وي لیدلای، بیا مې نو پاکي خلکو ته ور وښیه! دا یې وویل او ځان یې د اور لمبو ته وسپاره، پاکه سیتا د اور په لمبو کې ونه سوځېده، د اور سترو لمبو نڅا پیل کړه اور غلبلې وکړې او ښکلې سیتا یې د رام لمنې ته ورګوزارکړه، رام او سیتا يو بل ته ورسېدل، غاړه غړۍ شول او رام خپلې سیتا ته وویل: ستا پر پاکۍ مې باور درلوده، خو د خلکو له خولو او بدګومانیو څخه ستا د ژغورلو لپاره مې دې ازمون ته زړه ښه کړ.
رام، سیتا او نور خپل خپلوان او ملګري تر څوارلس کلونو وروسته په خوشالۍ سره خپل ښار ته راستانه شول او د خپل پلار تاج او تخت یې ترلاسه کړل.
راځئ د دغې سترې حماسي اسطورې د متن یوه برخه په ازاده پښتو ژباړه کې ولولو، په دې برخه کې د دیوانو د پاچا راون او سیتا تر منځ بحث ته پام وکړئ:


((نیمه شپه وه، چې راون خپلې تر ټولو ښکلې جامې واغوستلې، ځان یې په ګرانبیه ګاڼو سينګار کړ او له پنځه سوه ښکلیو ښځو سره چې ټولې ښایسته او نازولې وې، د سیتا ځای ته راغی، غمجنه سیتا سر پر زنګانه ناسته وه، راون وویل: اې سیتا! له زړه څخه دې د رام مینه وباسه! که هغه ښه وای، نو د خپل پلار له سلطنت څخه به نه شړل کېده. زما وګړي هره ورځ د هغه په شان زرګونه خلک خوري، هغه کله چې له تا سره و، نو مینه یې درسره درلودله، خو اوس چې له تا څخه لرې دی، ستا په اړه فکر نه کوي. دلته د راتللو زړه او ځواک هم نه لري، نو ته دې هم زړه ورڅخه صبر کړه! راځه له ما سره جوړه شه! او زما له غېږې او مینې څخه د ځوانۍ خوند واخله! راځه چې يو ځل بیا دې ځوانه کړم، که دې يو ځل د خپلو ښکلو سترګو په غمزه په مینه راوکتل، نو خپلې ټولې ښځې به ستا مینځې کړم او د لانکا ټول سلطنت او دولت به ستا پښو ته وغورځوم.


سیتا غوسه شوه، یو خس یې راپورته کړ او د خپلو سترګو تر مخ یې ونیوه او ورته یې وویل: اې راونه! مګر تا زما رام او لکشمن نه دي لیدلي، چې داسې بې پروا خبرې دې له خولې څخه راوځي؟ هغه وخت چې زما مېړه او لیور په ښکار پسې ولاړل، نو ته د يوه عابد په جامه کې راغلې او زه دې را وتښتولم، که هغوی هلته وای، نو تا به یې له غشیو او تورو څخه ځان نه وای خلاص کړی، هغوی به ستا بدن ټوټې ټوټې غورځولای وای. هر څوک چې د داسې زمریو ناموس ته په بده وګوري، نو له ژونده به ستړی وي او په لوی لاس به ځان د مرګ کومي ته سپاري. رام يو ځلانده لمر دی او ته یو اوراورکی چینجی یې! ژر به پر سیند پول وتړي او یا به ټول سیند د خپلو غشیو په لمبو کې وسېځي، خو ځانونه به دلته راورسوي. ژر ده، چې زما رام به تا ستا له لښکر سره یوځای ووژني او ما به بېرته له ځانه سره بوځي. راون ورته وویل: ستا دا ترخې او ستوغې خبرې ځکه اورم او څه نه درته وایم، چې پر تا مې زړه بایللی او درباندې مین یم او که نه رام څوک دی چې لانکا ته راشي او له ما سره دې جګړه وکړي؟ زه خپل سر ستا پښو ته ټيټوم، هغه سر چې د دنیا دیوان، اهریمنان، ماران، ژوي او بلاوې ټول یې لمانځنه کوي، هغه سر چې د ځمکې ټول واکمن او د اسمان اوسېدونکي ورته په ملا ټيټیږي، هو زه خپل سر تا ته کوزوم، یوازې يو ځل راته وګوره!


ادامه لر
ې

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۳۰۱    سال  سیـــــــــزدهم                     قوس   ۱۳۹۶                       هجری  خورشیدی     اول دسمبر  ۲۰۱۷