کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 

:

وايي ملا جان

وایې ملاجان چه به جنت کې حورې پنډې دي
غټې غټې، سپينې سپينې، مستې او بربنډې دي
ګوره بمبلي ته چې یې خُله د لاړو ډکه شوه
ښانګو کې د حورو تی(الحمدقل هو) روکه شوه
ګوره د آشنا په ږيره لاړې را روانې شوې
ټول شهوت شهوت، سترګې ورانې شوې شيطانې شوې
دا وجود د خاورې، دی نه پای جنتونو کې
دا د خاورې ګل مست وي د خاورې په ګلونو کې
خاوره به شي خاوره يو احساس او ياد به پاتې شي
ساز سرور به لاړ شي، خوشې تشې باد به پاتې شي
زه به حورې څه کړم  چه یې غيږ کې کينوی نشم
غټو مستو سترګو ته یې په سرو سترګو کتی نشم
او دا وجود که بيا شي جوړ، شهوت حورې شراب وي
مست مست هلکان چې به هم ښکلي هم خراب وي
ګوره ملاګي ته دی چې لس یې درله ګيره کړي
ته به ورله ګورې او هغه به درله تيره کړي
او لوڼه دې راونيسي، لا مور درله په مخه کړي
ټوله خيلخانه به درله ګرمه کړي اويخه کړي
دغه که جنت وي ملا رب دی ورله بوځه زر
دغه دله توب نه زما زرځله دی خوښ سقر
يا خو وجود نه لري يو مست او رنګين خوب دی
حوري او غلمان د مينې خيشت او ليونتوب دی
يا دا ته چې وې که دا رښتيا ستا په کتاب کې وي
ټول غلمان به مړه وي پښتانه به په عذاب کې وي
تاله ملاجانه رب  درکړي جنتونه ډير
اوس پوه شوم چه ولې دا اوږده کوې مونځونه ډير
زه به سور دوزخ له خپل غيرت او غرور يوسمه
ځان سره به خپله حيا، خيشت او سرور يوسمه
اور وي که عذاب وي تيروم به یې لکه خان
ته همسا په لاس شړه د ښځې نه غلمان

 

د دې بحث په سركې موږهغو مسايلو ته اشاره وكړه چې په شعوري اولا شعوري توگه يې زموږ منلي او وتلي شاعر غني خان دې ته اړايستي ووچې د ملا په وړاندې خپل دريځ روښانه كړي.

جنيدبغدادي وايي: ((روحانيت دوه اړخونه لري.شريعت او حقيقت. شريعت د الهي احكامو نص دی چې له يوه پيغمبرنه تربل پيغمبر پورې بدلون كوي اوحقيقت د ابدي روحانيت واقعيت ته ويل كيږي.)) (۷·۲۴٠)

زموږ اخذ دا دی چې غني خان په خپلو شعرونو كې ملا د يو سمبول په توگه د ديني او مذهبي سيستم او دايرې نه گوښې كړی دی او د ملا هغه غلط او ناسم تعبيراو تفسيرچې له دين نه يې ټولني ته وړاندې كړی څرگند كړی دی خو يو بل ټكي هم يادول اړين دي او هغه دا چې د غني ليد په زياترو برخو كې يو عارفانه ليد دی. موږ كولي شو چې دشاعر په كلام كې د ملا په اړوند د شاعر عارفانه ليد له زاويي وگورو.

شريعت ظاهري تزكيي ته او طريقت د باطن تزكيي ته ويل كيږي. طريقت د تصوف مېتوديك چلند دی چې د عرفان او اشراقي معرفت په بنياد هست شوی دی. شريعت هغه لاره ده چې انسان جنت ته رسوي اوطريقت داسې لاره ده چې انسان خدای تعالی ته رسوي. طريقت د شريعت په نسبت خاصه لاره ده. ځكه چې په طريقت كې د شريعت احكام هم داخل دي. لكه هغه عملونه چې بايدد لاس، پښو، ژبې او نورو جوارحو په وسيله ترسره شي. اوهمدغه د بدن غړي بايد له حرامو او مكروه كارونو څخه ډډه وكړي اوهمدارنگه په طريقت كې قلبي عملونه اوله ماسوی الله څخه اجتناب هم شامل دي. موږ په دې بحث كې د شاعر عرفاني ليدځانگړنې نه تشريح كوو.دا ځكه چی دا په خپله اوږود بحث دي او د هغه د كلام په بنا بايد ترسره شي.

يادښتونه: 

۱.بينوا، عبدالروف، اوسني ليکوال (ترتيب اوزياتونې:مطيع الله روهيال ) دويم چاپ، صحاف نشراته موسسه، ۱۳۸۸کال.

۲·دغني كليات، دقومونو اوقبايلو وزارت، دخپرونو رياست، ·۱۹۸۵كال.

۳·ش، شفا، معمای اديان، سيرې تحقيقی دراديان توحيدي ودرمنشا الهی قران، چاپ ۲٠۱۲.

۴.داريوش آشوري، عرفان ورندي درشعر حافظ، نشرمرکز، چاپ چهارم، سال ۱۳۸۲.

۵. ا، طبري بررسيها وجهانبيني های، (انديشه های چند در باره حافظ، چاپ: ح، ت، ا، سا ل ۱۳۵۸.

۶.داکتراسدالله حبيب، انسان در نگارستان شعر بيدل، جای نشر، رينفورما پرنت، بورگاس، بلغاريه، کال ۲۰۱۳.

۷.روهي، محمد صديق، ادبي څيړنې، دويم چاپ، دانش خپرندويه ټولنه، كال ۲٠٠۷.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۸۹     سال  سیـــــــــزدهم            جـــــــــوزا     ۱۳۹۶         هجری  خورشیدی            اول جون  ۲۰۱۷