کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

   

شهید محمد موسی شفیق

     با سپاس فراوان از جناب فضل الرحمن فاضل

 

    

 
عبقریان
او  
نورې  قصې

 

 

-       ولي هغه باچهی سړک تاته لویه لار نه ښکاریږي؟

-       نه مطلب دادی چه یوه عامه لاره په یوه قبر راشي نو هغه ورته ورانیدلی شي.

-       استغفرالله! لویه ځوانه راورسیږي. چا ویلي چه مونږ د شهید قبر ورانوو؟

مونږ فقط د همده زیارت هغلته د لوی سرک په غاړه جوړه وو.

دا کار په شرع کښې ناروا دی؟ داخو د شهید درنښت دی. د شهیدانو برکت خو په هر ځای کښې یو شان وي څه دا ځای او څه هغه.

-       ته په شرع کښې فلسفی لټوی او په فکر پسی ګرځی !

-       ستا پدی کې نور کار نشته. دا ځمکه هم زما ده او هغه ځمکه هم زما ده- زما بابا مشر ملک دی خدای غرق رحمت کړي هغه به ویل چه د هغه کوز ورسک څخه راپورته او د هغه بر کړنګ نه راښکته دا آسمان هم زمونږ دی. مځکه زما ده او شهید زما دی چه هرجیرته یې ښخوم ستا پکې کار نشته.

-       ښه ده ځمکه خو ستا ده، ګورو به چه څوک د نبي د شرعی پوښتنه هم کوی که نه.

دلته ملک صاحب څه لږ غوندی ډيل وکړ. دی چې یو تجربه کاره سړۍ و د ملا صاحب د اخطار په معنا ورسید، د ورایه یې په ذهن کې غټی غټی سپینې شپینې پګړۍ، نرې نرې تبرګي او د اوږو پوری څڼې وګرځیدی د طالبانو د قوت او هیبت د تخیل نه د ننه ولړزید. مګر ملا صاحب ته یې په ښکاره هیڅ ورخطایې ونه ښوده همدومره یې وویل: ((ښه ده ګورو به چې څه کیږي. سبا له به سره بیا خبري وکړو)).

ملک صاحب او ملا صاحب پدی سره جوړ شول چې د شهید ګټه وټه دې د دواړو شریکه وي. ملا صاحب به دا خبره د نبي په شرع برابره وګڼي چه ملک صاحب د لاریو د سړک په سر د شهید جنډه او پنجره لکه کړي، او یوه ښه معتبره نمایندګي تاسیس کړي. ددغې نمایندګۍ ټول کنټرول به د ملک صاحب په «ید با کفایت » کښې وي.

ملا صاحب به د شهید د اصلي زیارت په کوټنۍ کښې واړوي چه ملنګ ورنه لاس تړلۍ زندان ته بوتلل شو. هرڅوک چې په دغه اصلي زیارت پیښه کوي د هغوي شکراني او نذرانی به د خوړ د سیلاب د ورځو په شمول په ملاصاحب پورې تعلق لري.

(۶)

د خان صاحب د پاره د لاریو په سړک باندی د زیارت نمایندګې د سپینو او سرو ژرنده وه. ده به شخصًا د هغه ځای ادارې او تنظیم ته توجه لرله او کله کله به یې د سړک په غاړه کټ واچاوه او په ډېره مزه به یې هرې لارۍ ته کتل دزیارت په جنډه او کوډۍ به هرومرو ودریده او موټروان به یې نوټ او سورلیو به یې میده پیسې د منجاور د (ملک صاحب پخواني) مزدور خواته ور ګوزارولی. په موټروانانو کښې او سورلیو کښې دا خبره منل شوې وه چې ددغه نا آواره سړک او ددغه بیحسابه پیچومو او مخصوصًا د هغه هیبتناک او خونړي کړنګ نه په سلامتۍ تیریدل بی ددغه شهید د برکت نه نا ممکن کار دي.

ملک صاحب په مځکو باندې نوي کلاګانې واچولی، آسونه یې واخیستل، شاړې یې په تقاویو آبادې کړې او دبدبه یې بی جسابه زیاته شوه. د حکومت سره یې هم قدر زیات او روابط یې ټینګ شول او نور نو د چا مجال نه و چه دده مخي له ورشي.

(۷)

ډېر کلونه پس د سړک مخه وګرځیده. دا سړک نور متروک شو او یو بل نوی سړک جوړ شو چې نه پوهیږم په څه شي کښې ددې زاړه سړک نه ښه وه مګر حقیقت دادی چې اوس لارۍ په هغه بل سړک ځې. ملک صاحب ډېری ورځې غمجن ؤ مګر آخر ورته دوستانو مشوره ورکړه چه د شهید برکت خو لري او نژدی یو رنګ وي، نو ولي ملک صاحب همدغه د زاړه سړک د سر نمایندګې په همدی کم او کیف د نوي سړک په سر نه جوړوي؟ د ملک صاحب دا خبره بیحده خوښه شوه او یوه ورځ یې په خپله نوي سړک ته تشریف یووړ هلته یې د غره په اوچتو کمرونو کښې د سرک په سر د ډېرو هیبتناکو کړنګونو په منځ کښې یوځای خوښ کړ چه د زیارت نمایندګې ورباندی جوړه کړي. لږي ورځې وروسته ملک صاحب ته معلومه شوه چې د نوي نمایندګۍ حاصلات نسبت پخوانۍ ته زیات دی، نوبیا ورباندی همدغه سړک چه یوه ورځ یې ورته د دښمن د حملي د خط په سترګه کتل د لنګې غوا غوندي پری ګرانه شو، زمانه هم عجب کارونه کوي، یوه ورځ ملک صاحب خپلو دهقانانو ته ویل: (( په دغه سړک کې چه هرسټک یوه تیږه ماتوي لکه زما په کوپړۍ چې ګوزار کوي)) د نمایندګۍ حاصل چې منظم شو نو یوه ورځ ملک صاحب ته چا پیشنهاد وکړ چه د هغې امتیاز په اجاره ورکړي. اوس د ملک صاحب خاطر د پخوا نه هم جمه شو او هر کال ډېرې روپۍ ددغې نمایندګۍ د اجارې نه دده په خزانه کښې زیاتیږي.

 

۸

شپه ده او د ملک صاحب په حجره کښې ډېر خلک ناست دی. د چلم دلوګو په ډډوزو کښې په یوه پالنګې کټ ملک صاحب پلتۍ وهلی ښکاره کیږي، په بوندۍ سپینه ږیره کې ګوټې وهی او ډېر په فکر کې ډوب معلومیږي د کټ بازو ته یو کوچي تکیه وهلی او ډېر چې همدا اوس یې خپله قصه خلاصه کړی ده.

معلومیږي چې یو نوی سړک جوړ شوی او هغه ددې ځای نه ډېر لرې دي ګړنګونه خو په هغه کښې هم شته مګر نه تری دغه کلۍ ښکاري او نه د زیارت غزونه. ملک صاحب د قصی د خلاصیدو نه وروسته اول خپلو کلیوالو ته وويل: (زما پدی خبرو باور نه راځي او بیا یې د نوو سرکونو د جوړولو «اضرار» بیان کړل او ورپسی یې د «اسراف او تبذیر» په ذم کښې ډېرې مقولي، احادیث او آیتونه را نقل کړی. او د نوي سړک د مصارفو اټکل یې هم کروړونو ته ورساوو، په حاضرینو کښې یو چا وویل: صاحبه اول خو به خدای پاک دا خبره دروغ کړي او که بیا خدای نا خواسته رښتیاوه نو په هماغه سړک به د یو کړنګ په سر د زیارت د پاره یوه کوډۍ جوړه کړو، شهید څه لری او څه نژدی، قربان یې شم برکت یې هرچا ته رسیږي، او که دا ځل ستا مهرباني وي نو زه به یې په اجاره واخلم. د شهید د قبر پوښتنه نو څوک کوي چه چیرته دی؟ د ملک صاحب تندی ورو ورو روښانه کیدو چې آخر یې یو تبسم هم په شنډو و ښکل شو.

دا تبسم د یوي ډېری زړي خاطرې نه پیدا شو. ملک صاحب کلونه کلونه پخوا خوب لیدلی و چې یو بختور سړۍ راشي، په سر یې لاس راکاږي او ورته وایې: «بچیه خدای دې په ځمکه کې برکت پیدا کړه».

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل     ۲۸۷     سال  سیـــــــــزدهم             ثور     ۱۳۹۶         هجری  خورشیدی              اول مَی   ۲۰۱۷