کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
زه او کرګر

 

 


دوه لېرې زړونه څه سره وایي؟
دمخه مې د کرګر صاحب په دې برېښنا لیک سترګې وغوړېد:
«وفا صيب دا يوه ليکنه درليږم ستا د ليکنې ځواب
ته اختيار لرې که چيرې یې خپروې د خپلې ليکنې سره يې يو ځاى که
کرگر»

ياره سمندره!
ستا ټټر ډير پراخ دى. څو ورځي تر مخه مې ستا د څپو موزيک تر غوږو شو. هماغه د مينې سندره يې بلله. مينه چې ته يې ليوال يې. ته په خپل ټټر کېې د کوچنيو کبانو سره مينه کوي. د زمان درنې بيړۍ ستا پر ټټر تيريږي؛ خو ته يې زغم لرې. هغه د زمان بيړۍ دې له وسلو او باروتو ډکې دي ـ کينې او نفرتونه هم پرې بار دي ـ ستا د څپو غورځنگ يې اوښتو ته هم نه پريږدي.
د څپو زور يې کږوي؛ خو ډوبيدو ته يې نه پريږدي ـ وايي پريږده چې خپل منزل ته ورښيږي او ستړي شي. او خپل لنگر واچوي. دا ځکه چې ته يې زغم لرې؛ ستا ټټر ډير پلن دى.
د زمانو او وختونو افساني ستا پر ټنډه کښل شوي دي. يو ډير څه چې تا خپل شعار ورکولو ته رابولي. هغه د انسان په نوم ځناور دى. خو ته په دې هم پوهيږي چې ((انسان د انسان ليوه دى)). خو ته يې بيا هم مېنې ته را بولي..
ته هر وخت هغه ته مخاطب يې. ته ورته په تکرار وايي مينه وکړه. له مينې بله چاره نشته ـ خو هغه چې کله ستا خبري واوري، په خپلو غوږونو لاسونه ايږدي ـ او بيا دالله اکبر چيغه وهي. خو په خپلو چيغو سره ساطور را اخلي يا يو تيره تبر له خپل خورجينه را کاږي ـ
د تبر مخ په لمر کې پړکا کوي. ځليږي خو يوه شيبه وروسته په وينو سور وى. وينې ترې څاڅي. وينې لارې کوي.
له وينو اوازونه پورته کيږي. زگيروي را پورته کيږي ـ فريادونه او چيغې؛ وايي: موږ پوه شو؛ موږ اوس پوه شو ـ دالله اکبر په سپيڅلي مانا. کله چې موږ حلاليږو همدا اواز اورو ـ ماشوم ته له لومړۍ ژړا سره او بيا د نفس له جلا کيدو سره همدا اواز ـ کوم چې تاسو ته د خپل کړاو او اعمالو د تر سره کولو وس درکوي ـ
خو هغوۍ چې همدا چيغه وهي ـ ستا له تعبيره ناخبره دي! هغوۍ نه پوهيږي چې همدوى له ځانونو اربابان جوړ کړي ـ يوازې نيچه په دې رازونو پوه شو، چې په لوړ اواز يې وويل: (( هغه اوس مړ دى. )) همدوې د ((هغه)) د نيچه د مړې ځاې نيولي دى. دوى اوس اربابان دي. دوې دي، چې د نفس د مالکيت دعوه کوي. او هغه په وينو لمبولي شي. د وينو نه يو سور سمندر جوړولي شي..
خو ته اى زما ياره سمندره!
ته خپله سينه پراخه کړه. ځولئ دې وغوړوه ـ له ساحلونو مچه واخله ـ د مينې چيغه ژوندى او سندريزه ساته!
ابديت په همدې سندره کې دى. لکه څنگه چې نيچه د هغه فاتحه واخيسته. د ځنگل ددې څيروونکو ځناورو فاتحه به هم يو ورځ واخيستل شي..
ايا په د ي پوهيږي چې ځناور په مينه نه پوهيږي ـ هغوۍ اپيون خوړلي دي. اپيون نه بلکې پوډر ـ يې څښلي دي ـ دوى نشه پراته دي ـ او چې څومره پرې د نورو د وينو بوى ورځي؛ نو نور هم مستيږي ـ مينه د انسان ځانگړنه ده ـ دا اواز د ځناورو له پاره نه دى. نو ځکه وايم تلوار مه کړه.
همداسې ارام په ټتر ښوېږه ـ او د نسلونو او بشريت د تاريخ سندره زمزمه کوه. بشريت او په سر کې انسان، چې هر څه همدا دى. که ځمکه او که اسمان. که خالق او هستوونکي ټول دده په ټولنيز لاشعور کې راټول دي. له همدې ځايه د هغه د ځان غوښتني ـ او په يو ماوراء قدرت باندې د بدليدو ذهنيت او يا د هغه قدرت ليدل په ځان کې ويني ـ او د ده ذهنيت جوړوي ـ خو دا خبرتيا ـ‎(اگاهي) لا نه لري.
سمندره! تاته يې ليکم!
سمندر چې دوزخ ته يې سفر کړى دى.(( بياتريس)) يې ليدلي او موږ ته اوس د ويرژيل د استادئ داستان وايي. ځکه خو يې مخاطب کوم..
نن سهار په نمجنو سترگو له خوبه را پاڅيدم. تلويزيون ته کښيناستم. قطار جنازې مې وليدې. زلمي سرونه وو. روحونه ترې الوتي ووـا رواح يې د الله اکبر په غږ جلا شوى وې ـ همدا غږ اوس د روح د جلا کيدو مانا لري. نو بيا کښيناستم. او تا ته مې خپل زړه تش کړ ـ مور به مې ويل چې که خوب دې وليد؛ روانو اوبو او يا يې د لښتي په غاړه اوبو ته وايه. خو زما د لښتي اوبو باندې زړه اوبه نه څښي ـ زه يې سمندر ته وايم ـ ستر سمندر ته چې څپې يې په ټټر کې اوړي راوړي؛ نو دادى زما د نن ورځي دردونو کيسه..
نو گرانه سمندره.!
........
ته هر وخت هغه ته مخاطب يې. ورته وايي مينه وکړه ـ

زما لیک:
کرگر صاحب یو څه ما هم واوره!
دغه دمخه (نن سهار) مې ستا پر دې ګیله (لکه چې کیسو خوند در نه کړ!) نظر ولګید او خاموش او چرتي شوم!
له دې چرت سره، دندې په لور، له کوره مخ په ایستګاه راووتم،
دې وخت کې دغه کلمې راپه کې راویښې شوې:
« نوې ورځ، نوی پیل
ژوند ډېر تنګ او لنډ دی!
داچې هغه په قدرت او شهرت پسې،
په يوه له اضطرابه ډکه ځغاسته بدلو،
که د مینې په ترنم او نڅاه!
دا زموږ انتخاب دی!...»
زړه مې و دې موندنو لاندې ولیکم (دا لیکنه مې لندن مېشتي یوه دردېدلي دوست د ګیلې په تاثر کې وکښله)
کرګر صاحب! ستاسو دواړه کیسې، زما د ایمیل ادرس د حافظې له مخې، دا یې څلورمه ورځ ده، چې را سره دي.
له یوه پلوه: بداخلاقي ده که ووایم، تاسو درک کولای شم!
شاید ستا درد او نااشنا حالت هومره ژور وي، چې خپله به هم پوره نه وې ترې خبر!؟
خو یو څه به ځان در وښیم:
زه دغسې یم! زه د کار سړی یم، خو هر کار هغه وخت په خوند کولای شم، چې زړه او حواس مې یو ځای ور باندې راټول شي.
که دلته را سره واوسې، او زما کارونه وویني، نو ښایي حیران به شې، چې ځنې کارونه-چې ښايي ډېر زما په ګټه وي، ما مشهورولای شي، هغه به مې پرې ایښي وي، ترې تېر شوی به وم ...خو له ما نه مېاشتې مېاشتې او حتا کلونه کلونه، څټ ته پاتې کېږي.
څرنګه یې درته ووایم: زه د ساز د یوې الې حیثیت لرم، بس معینه فضا کې سر کېدلای شم! هر وخت او هر ځای غږ نشم اوچتولای او که یې اوچت هم کړم، خپل غږ به مې نه وي!
ستا کیسې داسې دي. زه باید له دننه ور باندې راویښ شم او په پوره ویښه یې وګورم، پرته له هغې به زما نظر، درک او هرڅه ذهني، مښلي، زاړه او تکراري وي.
بل، ځان ته ددی حق ورکړه، چې د چا د چکو له مخې ځانته جایزه ورنه کړې! نور -مثلن زه- څوک دي، چې ستا کار وارزوي؟
اوس یو څه حوصله وکړه زما ګیلو ته:
زه ښایي ددې ذهن او ذهني باورونو او اخلاقو دوزخ کړې خاورې یو تر ټولو تنها وګړی واوسم.
زه له داسې محیط سره هېڅ راز تړاو نلرم. ... خو زه دغه برزخ کې اوسم، ژوند کوم او د مینې سرنده غږوم.
د دندې او کاري محیط پوښتنه خو مه کړه،
د ادب او فکر د ملکانو د ناکردو خو څه مه وایه!
د جسمي او دروني روغتیا خړ حالت خو پرېږده،
خیر بالا پسې کړه! را به شو کیسو ته:
ګوره څومره خوارۍ دې وکړې، چې رحمان او انصاری او غني معرفي کړې او ټنبلانو ته تشریح او اسانه یې کړې!
زه خپله، د ادبي، هنري، علمي، عرفاني، معنوي اثر تشریح او تفسیر، یوازې د ذهني ټنبلانو ته غذا برابرول ګڼم- که نظر مې درست نه وي، هیله ده خفه نشې!
باور وکړه، حتا نیمه ځوان چې وم، او د سره بدلون د فلسفې نومونه مې زده شوي ؤ، نو که به چا د کپیټال خبره کوله؛ نو زه به مخامخ کتابخانو ته تلم او کپیټان مې اخسته او هغه مې لوست. (دا چې ورباندې پوهېدم یا نه پوهېدم، دا بله خبره ده)
لنډه دا چې هېڅ مشرح، د اثر تر خالقه زیات، د اثر په محتوا لاس بری نه دی، نو بیا ولې شرحې لیکل کېږي؟؟؟
اوس ستاسو کیسې؟ ایا ممکنه ده، چې تر هغه خیال، تر هغه احساس، تر هغه درک دې زه ژور ولاړ شم، چې تاسو د کیسې لیکلو په شېبه کې لرل؟؟؟
و به وایې، چې تا هم په ما او په نورو مقدمې لیکلي!
باور وکړه، دا کار هم ښایي -زما په اصطلاح- د ټنبلانو د پوهولو لپاره شوی وي!؟
د هنرمند او ماشوم یو خصلت مشترک دی. ماشوم چې نوې جامې واغوستې د کلي مخې ته منډې وهي، او غواړي نور یې جامې وستایي. هنرمند هم د خپل مخلوق د نندارې هرکلی غواړي او دا درسره منم؛ خو زه وایم، ایا هغه څوک یم، چې خلک یې باید زما پوره تماشا او پوره حالت وپېژني؟
اوس راځم (زه مې له سیوري سره) ته:
بیا هم تاسو یاست. ځکه تاسو د یوازني هغه وګړي په اړه، چې کره غږېدلای شئ، هغه مو (ځان) دی.
ډبره، سیوری، پرښته...حتا سیزوف، حتا د بودایي فلسفې اغیز، او (امید) ټول ستا خپل دي.
ستا خپلې خورې ورې برخې، چې باید بیرته درباندې راټولې شي! خو دا کار د اور د سیندونو لوستل او لیکل نه بلکې له دې سیندونو تېرېدل دي. پخپله به له دې اورونو لامبو وهې او ځان به پر ځان ورګډوې!
په هر حال ښایي دا زما لپاره ښه وي، نو تاسو خپله لاره ولرئ:
نو دلته د ناخوداګاه او اګاه دواړو لاس دی. ځنې داسې څه در په خوله کېږي، چې لا یې په عقل نه منې، خو هغه ستا خپلې (ناقصې) برخې- یا د تناسخ د فلسفې له مخې- ستا خپل تېر ژوندونونه دي، چې دلته، په ډېر تت ډول در په زړه کېږي.
تاسو خپلو ناپېژاندو افکارو، احساساتو، درکونو ته د څه شي نوم ورکوئ؟
دا ټول ستا خپل دي.
(هیله ده دا ډول سوزنده ژبه تاسو خفه نه کړي!)
ضمنا یو څه چې دمخه هم ما درته یادونه کړې، لږ خپل تخلیق ته قدر ورکړه. هدف مې دادی، چې یو څه نور هم ځان ورسره په عذاب کړه، بیا بیا یې وګوره او متن یې له سره ورغوئ.
هغه زنځیرونه او د اورسیندونه چې تاسو نه پرېږدي، له «ځان» سره پوره اشنا شئ . هغه ښایي دغه فلسفي لوست او د حافظې ذهني- رواني ذخایر نه وي!
نه رضایت ستاسو په سلول سلول کې ځغلي، نو دا ولې؟ نه له تېرې خوښ، نه اوس په زړه پورې او اینده خو تپه تیاره!
او وروستی هم دا چې (امید) د زنځیر په څیر لاسونو او اګاهۍ ته در لوېږي.
عذر غواړم. باور وکړئ، د ورورولۍ او انډیوالۍ او انساني مینې له مخې مې داسې ستوغه ژبه خپله کړه او ومې انګیرله، چې ښایي دغه ترخې، تاسو سره مرسته وکړي، چې پر «ځان» راټول او د ژوندي او تجزیه نه منونکي اتوم په شان، ژوند ته مخه کړئ.
مینه، ارامي او خوښي مو نصیب اوسه.
وفا سمندر

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل     ۲۸۷     سال  سیـــــــــزدهم             ثور     ۱۳۹۶         هجری  خورشیدی              اول مَی   ۲۰۱۷