کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

اسحاق ننگیال

 
 
داكښتونه دابادونه
 
 


داتر څو پر كلي سور باران داوښكو؟
داتر څو دتورو وريځو چپاوونه؟
داتر څو قتل دلمر ، قتل دسيرو؟
داتر څو زما كښتونه ،ستا اسونه ؟
***
دا تر څو زګيروي دباغ ، دسپوږمۍ چيغې ؟
داترڅو دشپو په مو ټو كې قمچينې؟
داتر څو دبې حيا پردي پر تورو
راته وژنې پښتنې پښتنې مينې ؟
* * *
داتر څو دمينې تور سفر ته لارې؟
داتر څو نيزې دباد، كمڅۍ دګلو؟
داتر څو په دې حجرو ير غل دواورو؟
داتر څو تبر په غاړه كې دولو؟
* * *
داتر څو دا خوارې ځمكې ، خوارې سپارې ؟
داتر څو دغه نهر نهر فصلونه ؟

داتر څو زخمي ورغوي دلوګرو؟
داتر څو يې له تڼا كو نه باجونه؟
* * *
داتر څو دريا سپين څادر پرولو؟
داتر څو په رڼا ورځو كې لمونځونه؟
داتر څو تسبې په بنګو كې بړلې؟
داتر څو په تورو شپو كې ګناهونه؟
* * *
داتر څو مې بې پتي دسرو غو ټيو ؟
دا تر څو دستا اغزي زما باغونه؟
دا تر څو په دې پردي پردي ټوپكو
قتلوي دازما خويندې ، زماورونه؟
* * *
داتر وطن زموږ واك دپرديو؟
داتر څو وطن زموږ حكم دنورو؟
داتر زموږ دباغ پيغلې بلبلې
ګډوي راته حجرو كې دسرو زرو؟
* * *
داتر څو به نه آذان نه جوماتونه؟
داتر څوبه نه ساقي نه يې جامونه

داتر څودابليس سره لمبه په لاس كې
راته سيزي كله كور كله ښارونه؟
* * *
داتر څو دورور په وينو كې منګولې؟
داتر څو دمو ر په سترګو كې كوكارې؟
داتر څو مې دوطن آبۍ شهيده؟
داتر څو مې دولس دالارې لارې؟
* * *
ما ويل چې كه ها سيو رې دلته وشي
زه به بيا لكه انګور بيرته زلمى شم
ما ويل چې كه ها لمر بيرته ژوندى شو
زه به ټول لكه ماڼو ورنه لوګى شم .
* * *
ماويل چې كه دا شپه چيرته سبا شوه
بيا به نه زيږي بګوې له تيارونه
ماويل چې دآسمان شمله به وچوي
ددې ښكلو ښكلو ستوروله غونچو نه.
* * *
ما ويل چې يوځلي كه سپرلې شو
بيا به جوړ شي پر كمڅودګلو غرونه

ماويلې كه يوه څپه شوه ويښه
بيا به زيږي له لښتيو نه سيندونه.
* * *
خومې كښت دې ليونو آسونو لوټ كړ
دلورونو غاړې يو وړلې زنګونو
دكوچيو دكاروان مخې ته تم دي
دا آسمان آسمان اغزي زما دغرونو .
۳۱/۰۴/۱۳۷۴لغمان
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    211       سال نهم           دلو/حوت             ۱۳۹۲  خورشیدی      اول مارچ ۲۰۱۴