د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي
لیکوال: هارولد کلمپ
 

 

 ۹
د خوب لیدلو لپاره معنوي تمرينونه
طلایي پیاله
هره شپه د خوب پرمهال، د خپل بستر او تخت له څنګه یوه طلایي پیاله تصور کړئ. د پیالې دننه څښاک ستاسو خوبونه دي. هغه مهال، چې را ویښیږئ، بیا په خپله سهارنۍ مراقبه کې، د تصور له لارې دغه پیاله وڅښئ. په دې کار سره تاسو د شپې مهال خپلو تجربو د څښلو په حال کې یاست. دا زما د جسم د ویدېدلو پر مهال، دروني طبقو کې خپلو شپې مهال فعالتونو په یاد راوړلو لپاره یو اګاهانه روش دی.
طلایي پیاله، روح او ستاسو خپل مجسم حالت دی.
څومره، چې تاسو ځانونه ددغې پیالې په څښلو باندې روږدي کړئ، دغه تمرین خپله خاصه بڼه پیدا کوي. څومره چې دغه پیاله ډکوئ، هومره ستاسو روح په خپل طلایي نور کې ځلېږي او تاسو د الهي روح لپاره په ځلانده او پړکېدونکو ابزارو باندې اوړئ.
د ورځې او د شپې پر مهال، ستاسو اګاهانه تجربې ددې لامل کېږي، چې په ژوندانه کې، د خپل معنوي موقعیت په اړه مو درک زیات شي.

د خوب د لغتونو ډېکشنري
د ژوند په زماني لوبو کې، د خوبونو یو ډېر تکرارېدونکی سېمبول، چې ما لیده، هغه د بېسبال د لوبې یوه منځنی حد ځمکه وه. د لوبې پر ځمکه به هرڅه، لکه د مېدان څلور واړه برابرې خواوې، ټوپ اچوونکی، مخالفه ډله...دا هر څه به ډېر ښه برابر وه، ورسره به هرڅوک به په خپلو ځایونو کې وه؛ نو د خوب معنا به دا وه، چې زما ژوند په تعادل کې دی. خو ځنې مهال به واټنونه په عجیبه توګه له یو بله لېرې وه، او محوطه به له بشپړ مربع حالته وتې وه. یا ځنې مهال به چې ټوپ ووهل شو، نو وبه چاوده، او د لوبې پر میدان به د بڼکو باران را تویې شو، یا کله به اړ شوم، چې د لومړي موقعیت د مشخصولو لپاره، په نښو پسې وګرځم او کله به هم دویم موقعیت له لومړي موقعیت څخه څو ګامه ها خوا وه؛ خو درېم موقعیت به د یوه لوی میدان په اندازه لېرې او هغه هم د مخالف جهت په لور به وه... په بله ژبه، د لوبې هر څه به په غلط حالت کې وه.
له دا ډول خوبونو په راوېښېدلو سره به ما زیاتره مهال کولای شول، چې پرته له ځنډه بېروني ژوندانه کې د خپل خوب معادل ومومم. څه شی له تعادل او انډوله وتي وه. خوښۍ او ورزش به زما له ژونده لېرې شوې وې. خوشحالي به لږه وه.
دا ډول خوبونه، د آرام کولو او د کارونو او چارو د له سره سازماندهۍ لپاره، د پلان جوړولو په معنا وه. یا په بل عبارت، د بېسبال د واقعي مېدان ته ور ستنېدلو لپاره، د موقعیتونو ترمینځ درستو واټنونو، په ډواړو لوبډلو کې د لوبغاړو برابر شمېر او پوره سامانونه او نور.
د خوبونو د لغتونو یوه ډېکشنري جوړه کړئ. دا کار له تاسو سره مرسته کوي، چې د خپلو خوبونو له سېمبولونو سره آشنا شئ. دا سېمبولونه کېدای شي، د بېسبال مېدان، خنځیر، ګوربت، موټر، پولیس، یو ځانګړی وګړی یا هر بل شی واوسي.
دا کار د یوې بېلګې او نمونې د رامینځته کېدلو لامل کېږي، او مرسته کوي، چې پوه شئ، هر سېمبول د تاسو لپاره څه معنا لري؟ آیا د خوبونو د لغتونو دېکشنرۍ جوړولو لپاره فکري مرسته غواړئ؟
د خوبونو د کتابچې په پای، یا جلا کتابچه کې د خپلو خوبونو د سېمبولونو لیست ولیکئ. د هر سېمبول د معنا ترڅنګ هماغې ورځې نېټه ولیکئ. دا کار ددې لامل ګرځي، د زمان په اوږدو کې، په معنا کې راغلي بدلونونه ومومئ. ددغه لیست د اوږدولو لپاره کافي ځای پرېږدئ.
څومره چې وړاندې ځئ، د خوبونو سېمبولونه مو په نویو ابعادو کې پراختیا مومي، او دا هغه څه دي، چې زیاتره مهال د خوبونو په اړه څېړونکو له نظره لېرې پاتې کېږي.

د روح دوه پله یي دروازه
د روح کړکۍ دننه لور ته پرانیستل کېږي. او څومره چې دباندې زور ورکوئ، نه به پرانیستل کېږي. شل دقیقې یا نیم ساعت هغه محدود وخت دی، چې باید د معنوي تمرینونو سرته رسولو لپاره په نظر کې ونیول شي. ددې کار په کولو سره کولای شئ، تر پایه خپلو معنوي تمرینونو ته دوام ورکړئ.
د خدای تعالی له نور او صوت یا له دروني استاد سره د تجربې پېلولو لپاره، له دغه دوه قسمته تمرینه ګټه واخلئ:
۱. په خپلو ورځنیو مراقبو کې، په معکوس ډول؛ له لسو د یوه پر لور شمېر وکړئ او ورپسې هڅه وکړئ، چې ځان د خوب او استراحت په حال کې، د خپل جسم له څنګه ولاړ ووینئ. دغه برخه د نیم ساعت یا لږ وخت لپاره تر سره کړئ.
۲. ددغې مراقبې دویمه برخه شپه او هغه مهال، چې وېدېدلو ته چمتو کېږئ، ترسره کېږي. له دروني استاد، ماهانتا سره وغږېږئ. هغه ته ووایاست: تا ته اجازه درکوم، چې ما لېرې ځمکو ته؛ هر ځای او خلک چې را ته مناسب دي، هلته بوځئ. او ورپسې ویده شئ او نور ددې تمرین په اړه فکر مه کوئ. ماهانتا ته اجازې ورکولو، ستاسو ناخودآګاه ضمیر پرانیستل کېږي او انساني اګاهۍ ته مو دا موقع په لاس ورکوي، چې په سبا ورځ د خپل خوب د سفر جزیات در په یاد کړي.
دا ټول هغه څه چې په دې دوه برخې لرونکي تمرین کې یې باید تر سره کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ، چې د خوبونو کتابچه مو لاس ته نېږدې وي. یاددښت ونیسئ. په یاد وساتئ، چې په معنوي قلمرو کې هېڅ راز اضافي فشار ته اړتیا نشته. هغه مهال، چې اک مو په ژوند کې وي، د الهي روح، ډالۍ یعني عشق او خرد ستاسو ژوند ته په ننوتلو پېل کوي.
ټولې معنوي ډالۍ، د اک له معنوي تمرینونو سره تر لاسه کېږي.

د تسلیم په اړه یې زده کړئ
په خپله مراقبه کې ووایئ، چې تاسو د سوګماد (خدای تعالی)، اک (الهي روح) او ماهانتا لپاره د عشق ابزار او وسیله یاست او ورپسې هېو، د خدای تعالی لپاره د عشق آواز، د څو دقیقو لپاره زمزمه کړئ.
غوږ شئ، چې د خدای تعالی صوت واورئ. دا صوت کېدلای شي، د وزوز په شان یا د برېښنا د جریان د آواز په څېر غږ واوسي. دغه دوه برخې، د الهي روح د صوتونو زیاته برخه جوړوي. که غږ د مراقبې پر مهال رامینځته شو، او له مراقبې وروسته هم پاتې شو؛ له ماهانتا څخه وپوښتئ، چې څرنګه کولای شئ، دغه صوت ته تسلیم شئ.
اوس نو د خوب له استاد سره یو مخامخ ملاقات تجسم کړئ او د تسلیمئ په اړه د هغه نصیحتونو ته غوږ کښېږدئ. ښایي پېل کې هغه تاسو باندې امر وکړي، چې خپل افکار آرامه کړئ، او ورپسې به ووایي، چې دا عبارت تکرار کړئ: زه خپل ټول موجودیت اک، یا الهي روح ته تسلیموم.
په سبا ورځ د خپل خوب ټولې برخې ولیکئ او هماغه مهال، یا بل مناسب وخت کې مراقبه ورباندې وکړئ.
آیا دغه خوب د تسلیمېدلو په اړه څه تاسو ته در زده کړل؟ که څه مو فکر ته رانغلل، دا تمرین بیا تکرار کړئ.
په تمرین کولو او د زمان په تېرېدلو سره، په خوب کې پټ پیغامونه مو اسانه کېږي.

په پوره هوښیارۍ کې خوب لیدل
آیا غواړýئ د خوب پر مهال، په پوره هوښیارۍ کې، لوړو او نویو طبقو ته تلل زده کړئ؟ نو دا تمرین تر سره کړئ.
له خوب دمخه خپله توجه د اک د ژوندي استاد پر څېره متمرکزه کړئ او هڅه وکړئ، چې ویدېدلو پر مهال د هغه څېره په یاد وساتئ او وروسته د خوب د استاد په بڼه، د هغه د راتللو انتظار واوسئ.
د خوب په دنیا کې، خپله توجه د څوکۍ، ساعت او پر نورو جامدو څيزونو باندې متمرکزه کړئ. دغه تصویرونه په خپل ذهن کې وساتئ، او وروسته ځانته دغه ذهني دستور ورکړئ:
ووایاست: زه په دې خوب کې ویښ یم.
اجازه ورکړئ، چې ستاسو توجه همداسې پر هماغه څيز، چې د نښې په توګه مو انتخاب کړی، پاتې شي. احساس کړئ، چې مخ په پورته روانېږئ. د ورېځو ټوټې، د نرمو مالوچو په څېر ستاسو له څنګه تېرېږي. د اګاهۍ برتر حالت ته د لوړېدلو پر مهال، هر څیز د واقعي دنیا د څيزونو په څېر دی.
د اګاهۍ د نوي حالت په لور حرکت، په واقعیت کې د یوې نوې طبقې په لور حرکت دی.
که پر جامد جسم باندې د تمرکز ساتل درته ستونزمن وي، نو مه خپه کېږئ. تاسو به د خوب عادي حالت ته ننوځئ او ورپسې به په عادي ډول را ویښ شئ.
په بشپړه هوښیارۍ کې د خوب لیدلو بله طریقه داده، چې ځان د یوه چوپ شاهد په توګه تصور کړئ. د یوه فلم د نندارې په څېر، د نورو لوبېدونکو لوبغاړو ننداره وکړئ.
د خوب پېل او پای، یا د خوب رڼول او تیاره کول هم کېدلای شي، نور تخنیکونه واوسي. حتا کولای شئ، خپل خوبونه له تور او سپین حالته رنګه حالت ته واړوئ. هرڅه وازمویئ.
اګاهانه خوب لیدلو لپاره بله لار داده، چې د ځان د ویدېدلو شاهد واوسئ. هڅه وکړئ، خپله د ویدېدلو شېبه تشخیص کړئ.
ددغو تخنیکونو سرته رسول تمرین ته اړتیا لري؛ خو د هغو په تر سره کولو او د اګاهۍ لوړو پوړیو ته له حرکت کولو سره، بدن مو هم ډېره آرامتیا ترلاسه کوي. وېرې ته هېڅ اړتیا نشته. تاسو کولای شئ، په پوره اګاهۍ سره، د خوب له یوه حالته، برترو حالتونو ته لوړ شئ.
اوس دا پوښتنه را مینځته کېږي: د اګاهانه خوب لیدلو له حالته، بېرته خپل جسم ته د را ګرځېدلو لپاره باید څه وکړئ؟
یوازې دا احساس کړئ، چې خپل جسم ته را ګرځېدلي یاست. د کولو لپاره ټول کار همدا دی، او له دې سره به په یوه شېبه کې، بېرته په خپل جسم کې واوسئ.
د خوب لیدلو په حالت کې څرنګه د خپلو پوښتنو ځواب تر لاسه کړو.
روح په هرڅه پوهېږي. که اړتیا لرئ، چې څه شی، خپل ورځني ژوند او د ویښې حالت ته کوز راوړئ، نو کولای شئ، دغه لاره وآزمویئ.
تر ویدېدلو دمخه آرام واوسئ، او پرېکړه وکړئ، چې په خپل ذهن کې موجودې پوښتنې ځواب به له را ويښېدلو سره سم تر لاسه کړئ. دا چاره باید له معنوي طبیعته برخمنه وي. د سبا ورځې پر سهار انتظار واوسئ، چې ځواب ستاسو په ذهن کې وي.
ددغه چارې بهیر په دې ډول دی. د خوب له حالته، د ویښې حالت ته د اوړېدلو پر مهال ستاسو د زړه ویښتیا لا هم، ستاسو د شپې د خوبونو د درسونو پر مخ پرانیستې ده. هرڅه رښتیني او حقیقي دي او تاسو مستقیم تماس ور سره لرئ. د پوښتنې ځواب مو د ويښېدلو په دغه شېبه کې، ستاسو په لاس کې دی.
تر لاسه کړې حل لاره په چټکۍ سره د خپلو خوبونو په کتابچه کې ولیکئ. دغه کار هماغه شېبه سرته ورسوئ، کنه ځواب به مو له یاده ووځي.
زموږ ذهن کې هرې شته ستونزې ته حل لاره شته. همېشه لاره شته. هغه څه چې له موږ څخه خوشحالي لېرې کوي؛ پر دې خبرې بې ایماني او بې باوري ده، چې د الهي روح ځواکمن قوت ددې وس لري، چې زموږ ټولې وړې او لویې اړتیاوې پوره کړي.
د معنوي تمرینونو سرته رسول له خوب دمخه، یا له خوبه د راویښېدلو پر مهال ډېر ارزښت لري. هر هغه مهال، چې په خپلو خوبونو کې د خپلې اګاهانه هوښیارۍ د پراخولو په چاره بوخت یاست، دغه زمانونه تل ستاسو په ګټه کار کوي.

د نور د سمندر له پاسه سفر
نن شپه چې وېدېدلو ته چمتو کېدئ، خپلې سترګې وتړئ او پر معنوي سترګه تمرکز وکړئ. دغه سترګه پورته، ستاسو د دوو وروځو ترمینځ موقعیت لري. ورپسې، پرته له دې، چې څه فشار راوړئ، په هماغه نقطه کې د الهي نور په لټه واوسئ. دغه نور کولای شي، په بېلابېلو بڼو را څرګند شي.
پېل کې ښایي د نور یوه وړانګه ووینئ، او داسې تصور کړئ، چې دا ستاسو تخیل جوړه کړې. یا ښایي الهي نور د یوه واړه آبي ټکي یا د ځلانده نوراني ټکو په بڼه را څرګند شي. یا ښایي د لمر د نور د هغې وړانګې په بڼه واوسي، چې له پرانیستې کړکۍ دننه را ننوتې وي. دا نور په هره بڼه را څرګندېدلای شي.
په نور پسې د لټې پر مهال، خپله سري کلمه یا هیو زمزمه کړئ. هیو د خدای تعالی لپاره یو داسې نوم دی، چې ډېر لوړ معنوي ځواک له ځانه سره لري.
مقدساتو ته د توهین او یا هم سستو او بې بنسټه قسمونو کې، د خدای د کلمې ناوړه کارونې، د هغې معنوي ځواک تر ډېرې کچې له مینځه وړي.
د نور په ستر سمندر بدلیدونکي نور نندارچي واوسئ. کټ مټ لکه آرام سمندر له سطحې را ولاړ شوي نور په څېر، چې له ستر سمندر څخه زموږ په سترګو کې منعکسېږي. پر همدې مهال، چې دغه نور د سمندر په بڼه خپلوي، د سمندر غاړو ته د هغې وړې را نېږدې کېدونکې بېړۍ، چې ماهانتا یا د اک یو بل استاد یې په عرشه کې ولاړ دی، ننداره هم کوئ.
بېړیوان تاسو ته بېړۍ ته د ننوتلو بلنه درکوي، نو ننوځئ. او اجازه ورکړئ، چې هره تجربه چې وي، رامینځته دې شي. هېڅ راز محدودیت ته غاړه مه ږدئ. تاسو ښایي د ویډیویي لوبو یوه کلوپ یا د طلایي خرد په یوه معبد کې ځان ومومئ، او دا کولای شي، د خدای تعالی د نور او صوت یوه داسې تجربه واوسي، چې مخامخ ستاسو زړه کې جاري کېږي. آرام واوسئ. تاسو د خدای تعالی په غېږ کې یاست.

۱۰
د روح سفر، لوړو دنیاګانو ته سفر دی
د ويښې خوبونه، د شپې مهال خوبونه، مراقبه او د روح سفر، ټول د جنت پر لور اخیستل کېدونکي ګامونه دي. په اکنکار کې چلا (پلټونکی یا معنوي شاګرد) د هغه معنوي لارښوود تر ملاتړ لاندې دی، چې ماهانتا نومېږي. هغه یو معنوي مسافر دی. د ماهانتا په توګه هغه زموږ دروني استاد دی؛ یعني هغه څوک چې له موږ سره د پوهې، حقیقت او خرد شریکولو په موخه نورو طبقو ته راځي. خو هغه یو بیرونی جنبه یا اړخ هم لري، چې هغه د اک ژوندی استاد دی.
په دې توګه، د اکنکار معنوي لارښود او رهبر یعني ماهانتا، د ټولو هغو وګړو لپاره، چې هیله لري، د خدای تعالی او ژوند په اړه په زیات څه پوه شي، هم د اک ژوندی استاد، او هم دروني او بیروني استاد دی. د هغه رول د دا ډول مسایلو زده کړه ورکول دي. استاد د یوه معنوي لارښود په رول کې له یوه افریقایي سړي سره مرسته وکړه، چې د روح د سفر د لرغونې پوهې له لارې، خپل پخوانی مړ شوي ژوند له سره وګوري.
دغه سړي یو نوی زلموټی زوی درلود. دغه هلک، هغه مهال، چې د پنځلسو کلونو وه، د یوه تېره څیز په وسیله ټپي شو او دې سره د (کزاز) په ناروغۍ اخته او بیا ژر مړ شو. د هلک اکیست پلار هیله وکړه، چې له خپل زوی سره په دروني دنیاګانو کې وګوري. ځکه نو په مراقبه کښېناست، او هدف ته د رسېدلو په خاطر یې د هیو سپېڅلې کلمه زمزمه کړه. ددغې مراقبې په ترڅ کې، ماهانتا هغه ته اجازه ورکړه، چې د روح کالبوت ته ننوځي او د روح سفر له لارې خپل زوی ومومي.
ډېر ژر زوی او پلار، له یو بل سره په جنت کې، په پوره خوشحالۍ یو بل ولیدل. وروسته سړي هغه پوښتنه، چې ډېر مهال یې فکري مشغولا جوړه شوې وه، مطرح کړه: تا څرنګه ځانته زیان ورساوه؟ په څه ډول تېره څیز دې پښه کښېښوده، چې د کزاز په ناروغۍ یې اخته کړې؟ زوی ځواب ورکړ: «د اشپزخانې د لارې یوې ګوښې ته یو مېخ وجود لري. دا هماغه څيز دی، چې زما پښه یې ټپي کړه.»
پلار چې له دې مراقبې را ویښ شو، له خپله تخته راولاړ شو او د اشپزخانې لاره یې وکتله. دغه میخ یوې ګوښې ته موقعیت درلود؛ خو د هلک طالع بدې وې، پښه یې پر دغه مرګوني څيز ایښې وه. سړي مرګونی مېخ را ووېست، چې د بل چا ژوند ته خطر پېښ نه کړي. سړی د زوی له مړینې وروسته ډېر غمجن شوی وه؛ خو د روح سفر تجربې هغه ته اجازه ورکړه، چې خپل زوی په سوله او ښادۍ کې وویني. د روح سفر یوه جنتي ډالۍ ده.

همفکره ارواوې
ډېری هغه وګړي، چې اوسمهال د اک درسونه لولي او تعقیبوي، داسې معنوي تجربې لري، چې نور وګړي ورڅخه بې برخې دي. له دغو تجربو څخه کولای شو، مړینې ته نېږدې تجربې، له کالبوت څخه وتلو زړورکارونه، د روح سفر، اثیري سفرونه او الهامات را یاد کړو.
ډېر مهال غوره ده، چې وګړي دا ډول تجربې ونه لري. هغه وګړي، چې دا ډول څیزونه تجربه کوي، معمولاً نشي کولای هغه کنترول کړي. هغوی له کنتروله د باندې حرکت کوي او په معنوي لارو کې سرګردانه دي او د ځان او نورو لپاره مشکل رامینځته کوي.
معنوي او رواني تجربې د ډېری وګړو لپاره په ناڅاپي ډول رامینځته کېږي او ډېری مهال مخکې تر دې چې حتا د اکنکار نوم یې اورېدلی وي، رامینځته کېږي او ورسره تجربه ګر په یوه پلټونکي بدلیږي. دا ډول وګړي ښایي په حیرانۍ او زړه نازړه توب له ځانه وپوښتي، چې څه پېښ شوي دي؟ آیا زه خپل عقل له لاسه ورکوم؟ ځکه نو هغه د یوې داسې سرچینې لټه کوي، چې د غیر عادي تجربو دغو ځورونکو پوښتنو ته یې ځواب ووایي. هغه پوښتي: څه پېښ شوي دي؟ کلیسا یې ځواب نه لري او په فلسفې روانشناسۍ او نورو مسلکونو کې د علمي دوکتوراو خاوندان هم ددې لپاره هېڅ توجیه نه لري. اوس نو باید چا ته ورشي؟
تر هغو، چې یوه ورځ بیا، په یوه تلویزیوني پروګرام کې، داسې وګړي ګوري، چې د هغه په شان غیرعادي تجربې یې لرلې. او بیا ځان سره وایي: اوو، دا خو ټولې تجربې حقیقي په نظر راځي. اوس نو زموږ پلټونکی په دې فکر کې ډوبېږي، چې څرنګه ځانته ورته وګړو سره لیده کاته وکړي...
ډېری مهال اړیکه نیول سخت دي. د تلویزیون خپرونه کې ګډونوال وګړي، د هېواد له بېلابېلو سیمو را ټول شوي او دغه پروګرام هم ښايي د وګړو د خصوصي حریم د خونديتوب په موخه، د هغوی نومونه او آدرسونه د چا په واک کې ور نه کړي. خو د دا ډول تجربو لرونکو وګړو سره، د لیدنو امکان شته.
اکنکار وجود لري او د نورو ښېګڼو ترڅنګ همفکره وګړو ته دا فرصت هم په لاس ورکوي، چې په عمومي سیمنارونو کې یو بل وویني. ټول کولای شي په دغو آزادو غونډو او راز راز دروني تجربو کې، د پټو الهي پروګرامونو په اړه زیات معلومات تر لاسه کړي. د اک لرغونې زده کړې او درسونه اوس د ټولو په واک کې دي. د اکنکار او د اک د سیمنارونه دا ګټه هم لري، چې د هغو وګړو لپاره، چې تجربو یې ژوند ته بدلون ورکړی، لیدنو کتنو لپاره لاره اواره کړي.
له هرو درېو امریکایانو څخه یو یې دا ادعا لري، چې له فزیکي کالبوته دباندې وتلو او نورو پېښو په شان بې سارې تجربې یې سرته رسولي دي. د هغوی لږ شمېر ښایي ددغو پېښو ماهیت ته پام اړولی وي؛ خو له دې سره سره هېڅوک نشي کولای، هغوی د خپلو تجربو د حقانیت له قبلولو را وګرځوي. موږ په اکنکار کې ددې لپاره دلته یاستو، چې له دغو وګړو سره د خپلو تجربو په درکولو کې مرسته وکړو.
د اکنکار ویناوې او لیکنې له اسرارو ډکو دنیاګانو په لور دریڅه پرانیزي او له وګړو سره مرسته کوي، چې د خپلو تجربو معناوې درک کړي.

د روح سفر څه شی دی؟
په ساده ژبه، د روح سفر د خدای زړه ته د وګړي نېږدې کېدل دي. دغه حرکت راز راز شکلونه لري. په عامه معنا، د روح سفر، د واقعي معنوي دنیاګانو له لومړنۍ طبقې، یعني د روح له طبقې په را کوزو طبقو کې د ګټې اخیستلو وسیله ده. دغه وسیله وګړی د اثیري، علي او ذهني طبقو له مینځه تېروي. دغه دنیاګانې، د زمان او مکان دنیاګانې دي. د روح سفر په دوو عمومي بڼو تر سره کېږي. یوه بڼه یې د زمان او مکان د طبقو له مینځه، د روح د کالبوت د ګړندي تېرېدلو حس دی. خو آیا په رښتیا هم داسې حرکت شونی دی؟
وګورئ. روح په ټولو طبقو کې شته دی، ځکه نو هغه څه چې د حرکت یا سفر په څېر احساسېږي، په اصل کې، یوازې او یوازې د زمان او مکان پر ځنو دنیاګانو له واکمنو حالاتو او شرایطو سره، د روح توافق او هماهنګي ده.
د یوې صحنې په مجسمولو سره کولای شئ، هماغه شېبه د روح په کالبوت کې، په هماغه مکان کې واوسئ. دا تجسمي تکنیک دی. ښایي داسې حس کړئ، چې په یوه ساه تنګوونکي سرعت، د فضا مینځ ته غورځول کېږئ. او د یوه توغندي په شان د اتمسفیر دباندې فضا په لور توغول شوي یاست؛ خو په حقیقت کې ستاسو روح بې حرکته دی او روح خپله پاملرنه پر لوړو حالتونو را متمرکزوي. په تمرکز کې دغه بدلون، د مادي حواسو په محدوده کې، د ګړندي حرکت احساس رامینځته کويي.
په فزیکي دنیا کې د روح سفر، د اک په معنوي تمرینونو سره پېلېږي.
مراقبه کوونکی، ښایي په تونل کې، د تاوېدونکي باد د غږ په څېر، ګړندی غږ واوري او له دې سره ورته د ډېر بېړني حرکت احساس پېدا شي؛ خو هماغسې چې ووېل شول، روح حرکت نه کوي. روح شته. یا روح اوسي. زمان او مکان د روح د اګاهۍ له وضعیت سره سم تنظیمېږي او همدغه تنظیم د حرکت توهم رامینځته کوي. په مکان کې د ګړندیو بدلونونو د احساس په څېر، د روح سفر په ظاهره، د ځنو وګړو د وېرې او وحشت عامل دی. دا ډول وګړي له ځانه لېرې حرکت څخه وحشت لري.
ځکه نو د روح سفر د زړه ورو او نه وېرېدونکو ارواوو لپاره مناسب دی. خو په یاد ولرئ: په واقعیت کې، هېڅ ځای ته سفر نه کېږي؛ ځکه نو د روح په سفر کې ورکېدل ناشوني دي. د معنوي تمرینونو د تر سره کولو پر مهال بایدد تل دا ټکی په پام کې ولرئ. دا ټکی تاسو ته پر ځان ددې پوره باور در بخښي، چې خپل زړه د عشق پر مخ پرانیزئ او له ترلاسه کېدونکي بصیرته خوند واخلئ.
د روح د سفر بل شکل د اګاهۍ انبساط یا غوړېدل دي. دا د شخصي الهام یا روشنګرۍ هغه ښه شکل دی، چې موږ یې په اک کې په لټه کې یو. دا طریقه هم د زړه ورو وګړو او هم ډارنو لخوا کارول کېدلای شي او په حقیقت کې، په اګاهۍ کې د حرکت ساده او کمزورې بڼه ده. ډېری وګړي په اګاهۍ کې داسې تدریجي بدلونونه تجربه کوي.

عشق او حیرانګر تعحب، تر ټولو ښې کلمې دي، چې د روح سفر تعریفوي.
د خدای طلایي مچه
د روح سفر زیات بعدونه لري. ځینې وګړي یې په اګاهۍ کې د داسې بدلون په توګه توصیفوي، چې د یو لړ پېښې په ترڅ کې، کومه موضوع چې هغه یې ګنس او سربداله کړي وي؛ له تیارو لړو راوځي او روښانېږي. د نویو طبقو په لور د اګاهۍ بدلون، د خدای د لطیفې او طلایي مچې په څېر دی، او پر داسې مهال نیکمرغه ارواوې پوهېږي، چې ډېر ښه چانس یې لرلو او ویې کړلای شول، چې د الهي مینې ګوښې لمس کړي او دغه مینه هغوی وینځي او تطهیروي یې.
هماغه شان، چې توضیح شوه، د روح سفر کولای شي له هیجانه ډک ډولونه ولري. پر داسې مهال وګړی یا فرد فزیکي کالبوت خوشې کوي او خپل همېشنی حق یعني عشق او آزادي تجربه کوي. هغه د بیروني دنیاګانو په لور اوج نیسي. دا چې هره تجربه، د هغه د معنوي وضعیت انعکاس دی، ځکه نو ورته مناسبه هم ده.
خلک پوښتي: ولې د روح د سفر زده کول په اکنکار کې دومره مهم دي؟
په پراخه معنا کې، د روح سفر زیات ارزښت لري؛ ځکه چې د اګاهۍ د انبساط یا غوړېدلو لامل ګرځي. د هغه په زده کړې سره، د برخلیک قوانین، چې د زمانې په اوږدو کې یې هغه را چاپېره کړی دی، وګړو ته را بربنډېږي. د تېرو ژوندونونو پوهه هم شونې ده، چې د خوبونو یا دژاوو له لارې، دغو وګړو ته را بربنډ او را ښکاره شي. ځینې ددې وس مومي، چې را روانې پېښې وویني.
په یاد ولرئ، چې د روح سفر، د خدای د قلمرو په لور د حرکت په معنا دی، هغه مکانونه، چې وګړي حتا د خوب له لارې هم هغه نشي تصور کولای. د روح سفر هغه شوکت او امنیت را ښکاره کوي، چې یوازې د خدای په لاسونو کې د تجربې وړ دی.
په دې ډول د روح سفر، له اثیري یا ذهني سفره جلا او پر هغو برتري لري او کولای شي، وګړی د معنوي دنیاګانو تر ژرو -اعماقو- پورې پورته بوځي. هغه مهال، چې روح د روح سفر له لارې، د دروني طبقاتو وروستیو مدارونو ته رسېږي، د انسان زړه د خدای تعالی له بې شانه مینې ډکېږي او په څپو راځي. زموږ اساسي هدف د همدغې مینې کشف دی.

له خوب مخکې یوه ساده تمرین:
دروني دنیاګانو ته د سفر په موخه، له دغه تمرینه کار واخلئ. او هره شپه یې تر خوب دمخه تر سره کړئ: خپلې سترګې وتړئ، هیو یا خپله پټه او سري کلمه د پنځو یا لسو دقیقو لپاره زمزمه کړئ، ( سري یا پټه کلمه د دویم وصل لپاره ورکول کېږي. وګړی کولای شي، د اک د زده کړو له دوو کلنو لوستلو او مطالعې وروسته ددغې کلمې غوښتنه وکړي.)
له وېدېدلو دمخه ماهانتا ته ووایئ: مهرباني وکړئ، ما هغه ځای ته، چې خپل پرمختګ ته ګټور څېزونه په کې زده کولای شم، بوځئ. ما د طلایي خرد یوه معبد ته بوځئ. یا ووایئ: اجازه راکړئ، ددې شاهد واوسم، چې د روح سفر څه راز دی. زه تاسو ته اجازه درکوم، چې را سره مرسته وکړئ. اجازه ورکړئ، چې تود او له خدایي اوصافو او مینې ډک احساس ستاسو زړه در ډک کړي. ماهانتا یو دوست او باور وړ ملګری دی، هماغسې چې پر تاسو ګران دی، تاسو هم په هغه ګران یاست. ځکه نو د هغه له مینې، ملاتړ او لارښوونې ډاډمن واوسئ. تاسو به پر هر حال په امنیت کې واوسئ.
جوینده وو یا پلټونکو په تېرو عصرونو کې هم، د جسم او ذهن له پولو پورته تللو په مقصد، د استادانو لټه کړې او موندلي یې دي. بې شمېره وګړي، چې ډېری قدیسان هم په کې راځي؛ د روح سفر په هنر او علم کې استادۍ ته رسیدلي دي. اوس نو ستاسو په واک کې ده، چې په دې فن کې ماهر او ازموېل شوي شئ.
لورتا، د اک د ۱۹۸۱ کال نړیوال سمینار له لاسه ورکړ، خو زده یې کړل، چې په څه ډول له نوي استاد سره وویني. دواړه کیسې «له ځمکې تر آسمانه؛ مهرباني وکړئ ننوځئ!» لومړي او دویم ټوکه را اخیستل شوي دي.

د طلایي زړه موندل: جولي اولسن
په دولس کلنۍ کې مې یو خوب ولید. کور ته نېږدې هدیره کې ولاړه وم، او یو په بل پسې مې د ماشومانو کبرونو له نظره تېرول. کبرونه د بوټونو په اندازه؛ ټول په یوه کتار کې جوړ شوي وه.
ناڅاپه مې سترګې د سرو زرو په یوه ځلانده سکه ولګېدې. سکه د قهوه یي رنګو وچو وښو په مینځ کې ځلېده. په سکې پسې، چې کړوپه شوم؛ د چمن مینځ کې تېرې شوې لاره باندې مې زیاتو تیتو پرتو سکو ته ور پام شو. ډېرې سکې مې کور ته وړلو لپاره له ځان سره را ټولې کړې. احساس مې کاوه، د ډېرې خوښۍ او شمتنۍ لرلو احساس مې درلود. د سکو را ټولولو لپاره په هغې لارې حرکت؛ زه له هدیرې بهر وخوځولم او دې سره خوب پای ته ورسېد.
په سبا ورځ یې، زه له دې هېلې سره، چې ښایي هلته د سرو زرو رښتینې سکې ومومم؛ له ښوونځي مخامخ د هدیرې په ولاړم. خوب مې په خاطره کې پاتې شو؛ خو نېږدې شل کاله له هغې وروسته مې د هغه خوب لپاره حقیقي معنا ونه موندله.
د ۱۹۸۶ کال په سپتامبر کې، ناڅاپه ما ته د بډوډو او د وینې د رګونو شدیده ناروغي راپېښه شوه. ما او مېړه مې، د یوه لوی ښار په یوه نوې برخه کې ژوند کاوه، او زما ډاکتر له ښاره بهر وه. ۴۱ درجې ته زما د بدن د تودوخې درجې په رسېدلو سره مې مېړه زه بېړنۍ درملنې څانګې لرونکي روغتون ته ورسولم.
څلور ورځې وروسته یو واقعي کابوس (ویرونکي خوب) را پېښ شو. روغتون کې بيروبار وه د راوروسته مراقبتونو لپاره یې پوره طبي پرسونل نه درلود. ډاکټر زما د درملنې له سابقې ناخبره وه؛ ځکه یې نشول کولای زما ستونزه او ناروغي تشخیص کړي. زه د بډوډو په یوه پخوا نه پیژندل شوي مرګوني التهاب اخته وم. زه په روغتون کې، د ورځې له شرایطو سره سم طبي علم او تکنالوجۍ تر پوښښ لاندې د مړینې په لور روانه وم.
هره ورځ له ځان سره په دې فکر اخته وم، چې آیا تر دې بدتره هم شونې ده؛ خو حالت ورځ تر بلې لا خبرابېده. ناکافي مراقبتونه، بې اغېزې داروګان، خونه کې بیروبار...دا ټول د هغه پروګرام یوه برخه ول، چې په دقت سره طرحه شوي وه. په پېل کې سمه نه وه رښانه؛ خو دقیقاً په هغه ځای کې وم، چې تعلق مې ور پورې درلود.
هېڅکله په پوره هوښیارۍ کې نه وم، او احساس مې کاوه، چې په څېرمه شاوخوا یا د خپل فزیکي کالبوت دپاسه لمبا کوم. نه مې غوښتل چې دغه دایمي درد او ناراحتي احساس کړم. د تېرو څوارلسو کلونو په ترڅ کې د اکنکار د تعلیماتو تر لاسه کولو له لامله یوه شېبه هم زما اړیکه له دروني استاد سره پرې نه کړه. ناروغۍ او درد هڅه کړه، چې زما ټوله پاملرنه ځان ته ور واړوي؛ خو زما د معنوي لارښود، ماهانتا همیشنی عاشقانه حضور، د وږمې په شان زما په اګاهۍ کې دوام درلود او ما ته یې د امنیت او هوسایۍ احساس راکاوه. له دې سره سره ما له الهي روحه وپوښتل، چې ولې ښې طبي څارنې او مراقبتونه نه ترلاسه کوم؟ څه شی ددې لامل شوي، چې دغه وحشتناکه روغتون ته راوړل شم؟ د لاسونو د خوځولو د ځواک د له لاسه ورکولو پر مهال مې مېړه او نوره کورنۍ لا زیات اندیښمن شول. ساه راښکل راته په سختۍ شول او نور مې ځان په ښکاره توګه مړینې ته نېږدې لیده.
دومره ناروغه او کمزورې وم، چې نه مې شول کولای له چا څه شی وغواړم، حتا نه مې شول کولای، د د خدای د لرغوني نوم هیو، پر زمزمه خپله پاملرنه را ټوله کړم. دم پر دم د H او یو U توري، د نئون څراغ د څرکونو په شان زما په دروني بینایي کې را ځلیدل.
د څلورمې ورځې پر سهار، زه پر نړېدلو شوم. ښه مې احساسوله، چې د فزیکي حقیقت ادارک له لاسه ورکوم، ځکه مې کوښښ بند کړ او تسلیم شوم. «ماهانتا، داسې هرڅه ښه کېږي. که تللو -فزیکي مړینې- ته چمتو وم؛ نو ولاړه به شم.»
په لومړي ځل مې ذهن تش شو او دروني آرامتیا ورته راننوته. پوره روښانه وه، چې زه د انتقال (مړینې) په حال کې یم. احساسوله مې، چې کالبوت مې د ناروغ پوټکي په څېر مات شوی دی، او نور په هېڅ درد نه خوري؛ خو ورسره یو ځای ځواکمن جریان له ما تېرېده، دغه جریان فزیکي نه وه. روح آرام، سوله ییز او خوشې وه.
د درد له تېرېدلو سره، لامبووهلو ته ورته اشنا حس را پېښ شو. د اک په معنوي تمرینونو کې مې په ځلونو دغه حس تجربه کړی وه، او پوهېدم، چې اوس نو له کالبوته بهر یم، او ښایي نور نو هېڅکله بېرته کالبوت ته ستنه نه شم. دروني استاد ته مې ددغې جملې په تکرارولو پېل وکړ: «زه چمتو یم، زه چمتو یم...»
د کورنۍ او نورو راته ګرانو اشنا وګړو په اړه هېڅ احساس او کشش نه تر سترګو کېده، بس نګه او خالصه آرامتیا واکمنه وه.
ځان سره په چرت کې شوم، دا مړینه ده!
پر همدې مهال ناڅاپه، لکه چا چې د فلم پروجکتور روښانه کړی وي؛ ما د «اوز د ښار کوډګر» کلاسیک فلم، د صحنې په لیدلو شوم. فلم په پوره روښانتیا زما په بینایي کې را څرګند شوی وه. د سندرې هر نوټ پوره واضح او روښانه وه، او ټول جزیات په مشخصو رنګونو کې له یو بله پېژندل کېدل.
د دوروتي په فلم کې، تېن من، په داسې حال کې، چې د ځنګله په یوه ګوښه کې بند پاتې دی او زنګ وهي، مومي او مفصلونه یې ور غوړوي. له حرکتونو رامینځته شوې ښادي ددې لامل ګرځي، چې تېن من په نڅاه پېل وکړي. ما د تېن من د حرکتونو ټول جزیات لیدل او احساسوله مې، چې له ښورېدلو سره، د هغه د درانه بدن هره عضله، په خاصله خوښۍ کې ډوبېږي.
د درانه پوټکي له اغوستلو سره سره یې خوښي او ښادي پوره آزاده او له بندیزونو خوشې وه. تېن من په خپل آواز سره داسې وېل: «که ما زړه لرلای...» هغې له دوروتي غوښتنه وکړه، چې له جادوګره د زړه غوښتلو لپاره یې د اوز دنیا ته یې بوځي؛ ځکه چې جوړونکي یې هغه ته د زړه ورکول هېر کړي وه. د سندرې هرې کلمې ژور احساس او اغېز پرېښود او پای کې د سندرې له ختمېدلو سره صحنه هم له سترګو ورکه شوه.
فزیکي کالبوت ته د راستنېدلو پر مهال اوښکو زما مخ لوند کړی وه. زه تېن من وم، چې د فزیکي، حسي او ذهني زنګونو په کپس کې را ایساره شوې وم. دغه زنګ هماغه کارما وه. له غمو او ناهیلیو ډکو ژوندونونو په اوږدو کې رامینځ ته شوي د رنځ پوټکي، اوس زه د یوه روح په توګه، له خپل واقعي زړه څخه لېرې کولم.
له دروني استاده مې وغوښتل، چې د الهي روح پر مخ، د خپل زړه په پرانیستلو کې مرسته را سره وکړي. یوازې د اک حیاتي ځواک کولای شي، د پېړیو پېړیو کارمیکي زنګ پاک او له مینځه یوسي. دغه زنګ، د اتلانتیس له زمانې را پېل او تر دې مهاله، د بېشمېره تناسخونو په ترڅ کې، دغه شکل غوره کړی وه. زما زړه په ځلونو کرته، په الهي ازمېښتونو کې د ماتې خوړلو له لامله، داسې مات او ناهیلی شوی وه.
صحنه بدله شوه او ځان ولید، چې د لړو په مینځ کې ولاړه یم. ماته مخامخ څه شی را څرګندیدل او زه د لوی ګرد مېز له موجودیته خبره شوم. د مېز څټ ته، د وایراګي حلقې له څو تنو استادانو سره ناسته وم.
په لومړي ګام کې مې سري هارولد کلمپ، ربازار تارز او فوبي کوانتز تشخیص کړل. بحث پېل شو. نه مې شول کولای واقعي کلمې واورم؛ خو یو ارتعاش او همهمه مې حس کوله، او دا د هغوی د خبرو کولو نښه وه. پوهېدم چې د هغوی بحث زما په اړه دی. بحث ودرېد او زما په اګاهۍ کې یوه پوښتنه را پېدا شوه: «جولي»، غواړي څه کار وکړئ؟
ددې پوښتنې په تر لاسه کولو سره مې د ځان دننه د ستر عشق، آرامش او شفقت احساس وغوړېد. آیا غوښتل مې دا فزیکي کالبوت خوشې کړم؟ د یوه روح په توګه؛ پرېکړه کول زما په غاړه وه.
دوه فکرونه، په دومره تېزۍ، زما په وجود کې را څرګند شول، چې ذهن مې نشول سانسورولای. روح د وینا کولو په حال کې وه. یو فکر، د مېړه غم او ما پسې د هغه زړه تنګي وه. زموږ له واده یوازې څلور مېاشتې تېرې شوې وې. بل فکر، زموږ له کورنۍ سره د تازه یو ځای شوي روح په اړه وه؛ خو ما لا تر اوسه نه وه لیدلای، او ما ته یې ډېر اهمیت درلود (خور مې همدې نېږدې وختونو کې ماشوم دنیا ته راوړی وه).
په هماغه شېبه کې زما سرنوشت جوړ شو. د انتخاب لپاره فکر کولو ته هېڅ فرصت نه وه. دغه انتخاب له ذهنه بهر تر سره شوی وه، او روح؛ طلایي زړه پرېکړه کړې وه. د عزم او قوت له یوه ناڅاپي موج سره خپل کالبوت ته را وګرځېدم.
له هغې وروسته، هرڅه په تېزۍ تر سره شول. زما همېشني ډاکتر را ته تیلفون وکړ او زه د هغه تر نظر لاندې، بل روغتون ته ولېږدول شوم.
د امبولانس شېبې ډېرې را باندې زړه تنګې او اوږدې شوې. خپله پرېکړه د را چاپېره فزیکي دنیا په څېر را باندې درنه پرېوته. د سړک بېروبار، د امبولانس الارم، هغه نرۍ تذکره، چې ور باندې پرته وم...دا ټول زما له ننني معنوي بصیرت سره په ښکاره مخالفت او تضاد کې وه. په ډېر درد سره مې د یوازېتوب احساس زغمه. زړه مې په طعنه آمېزه طریقه، ژورې وېرې نیولی وه.
پر همدې شېبه کې، د امبولانس پرستار په آواز وېلو پېل وکړ. پېل کې غږ آرام وه؛ خو ورو ورو لوړ او لا پسې لوړ شو. څه یې چې وېل، نیم یې اللو او نیم یې مناجات په څېر وه. ما په تېزۍ سره د ماهانتا حضور حس کړ او آرامه شوم. نه مې شول کولای پرستار ووینم او په زیات احتمال سره هغه هم فکر کاوه، چې زه بېهوښه یم؛ خو د هغه آرام بخښوونکي غږ، د آمبولانس د آلارم غږ په ځان کې محو کاوه. د هغه نااګاهانه غږ، د الهي صوت د جریان درملګر ځواک له ځان سره راوړ.
ځان سره مې فکر کاوه، چې ډېره کمزورې یم، او که هغه چوپ شو، نه شم کولای ترې وغواړم، خپل آوازم ته دوام ورکړي؛ خو هغه آواز وېلو ته دوام ورکړ.
نوي روغتون ته په رسېدلو سره، د فعالیتونو په ګراو کې را ایساره شوم. زما کالبوت یې له راز راز ماشینونو او پیپونو سره ونښلاوه. درې اونۍ د ځانګړو څارنو او مراقبتونو په برخه کې بستر وم، او دولس مېاشتې یې ونیولې، چې پوره روغتیا تر لاسه کړم.
پر هماغه کال، د اک ژوندي استاد، د اکنکار ټولو چلاوو او نورو پلټونکو ارواوو ته د معنوي درملنې کال اعلام کړ. د کوچینوالي د مهال د طلایي سکو خوب مې بېرته راوګرځېد او د تل لپاره را سره پاتې شو.
دا هغه تړون وه، چې وختونه پخوا له الهي روح سره شوی وه. روح د ماهانتا په مرسته، پر همدې ژوندانه، د جهالت له وژونکو تلکونو آزادېږي. د زیاتو ژوندونونو کارماوې تصفیه او له مینځه تللي. دا هغه ژوندونونه وه، چې ځان د یوه روح په توګه را څخه هېرېده. د خوب هره طلایي سکه، د اک یوه تحفه وه. د ژوندانه یو کلیدي بینش، او دې بینش زه د زېږون، مړینې او بیا زېږون له څرخې؛ او په عمومي توګه له فزیکي طبقې (هدېرې) بهر کولم.
اکنکار هغه لاره ده، چې ما د معرفت د طلایي سکو د ټولولو لپاره، د خپل ژوندانه په لاره کې انتخاب کړې، او له وایراګي استادانو، د اک له ژوندي استاد او اوسني ماهانتا سري هارولد کلمپ څخه په ژوره توګه منندویه یم، چې د روح په توګه د ځان پېژندلو په موخه یې له دغو سکو ګټه اخیستل را وښوول.
تصور کوم، اوس کولای شئ ووایئ، چې تېن من خپل طلایي زړه موندلی.
 

بخش های گذشته

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 


ژباړه: اوس