پر قبر مې
 

 

مامې داخپل قبر په سترګو وليد
قبر ،
زمادسفر نوې بيړۍ
دوچې ځمكې سمندركې غږوي دمساپرو دمساپرې شپيلۍ
او قبر كښونكي
ستړي ستړي رانه پښو ځنې څپلۍوباسي.
* * *
بربنډې پښې، سپينې جامې پرغاړه
زهمې دخپلې جنازې پر سر ولاړ يم
دملا غږ ته مې غوږنيولى
چې بلوي مې پر ګناه دثوابونو څراغ
زه ورته سرې سترګې ژړيږم
وايم درواغدي
ملا مه يې وايه!
* * *
له كور او كلي نه مې ساندې خيږي
ادې دزوى چيغې وهي
بچيان دادا بيرته له خدايه غواړي
دچا په خوله كې چيرته نشته چې شاعر مړ شوى
اودلته زما په جنازه كې
يو شاعر
خپلې مير منې سره ناڅي اوسندرې بولي


١٣٧١ / ١١ / ۵
كابل

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 


اسحاق ننگیال