کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

د ګرداب ورځپانی سرلیکنه

 
 
 
 

د باګرام د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي د کمېټې مشر وايي، په تېرو لسومياشتو کې يې د دغو زندانيانو اووه سوه شپږ څلوېښت دوسيې څېړلې دي او ورته مالومه شوې ده چې په دغه ډله بنديانو کې شپږ سوه او پنځوس يې ب ېګناه دي او دوی خوشې کړي دي. د دغې کمېټې مشر عبدالشکور دادرس وايي، دوی داسې کسان خوشې کړي دي چې يا ورباندې ثبتونه نه وو، ياوسلې نه وې ورسره نيول شوې او يا هم له خپل جرم څخه نه وو خبر.
باګرام يو له هغو زندانونو څخه دی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې نيول شويسرسخت ترهګر، وسل هوال قومندانان، لوړ پوړي طالب چارواکي او د ځانمرګو بريدونو طراحان پکې ساتل کېږي.
افغان دولت له تېرو څو کالو راهيسې په دې پسې ټال و چې بايد د دغه زندانواک له بهرنيو سرتېرو څخه واخلي، خو بهرنيو سرتېرو بيا ادعا کوله چې افغان دولت به يا په سمه توګه و نه کولای شي د دغه زندان ساتنه وکړي او يا به په لوی لاس پکې بند زندانيان خوشې کړي.
د ياد زندان چارې موده وړاندې افغان دولت ته وسپارل شوې. هغه وخت قرارداد داسې وشو چې افغان دولت به په دغه زندان کې بند خطرناک ترهګرنه خوشې کوي، خو اوس کيسه دغه پړاو ته رسېدلې ده، چې په څو مياشتو کې شپږ نيم سوه کسه خوشې کېږي او بيا دا هم ويل کېږي چې خوشې شوي کسان ټول ب ېګناه وو. هيڅ عقل دا نه شي منلای چې په يوه زندان کې د بندي اووه سوه شپږ څلوېښت تنو له ډلې دي شپږ نيم سوه تنه ب ېګناه وي. يو بې ګناه، دوه بې ګناه، لس يا شل ب ېګناه زندانيان، خو نه شپږ سوه او پنځوس تنه. تر دې څه موده وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه شپږ سوه دېرش تنه زندانيان د ولسمشر په فرمان را خوشې کړي وو. د دغو خوشې شويو زندانانو يوه لويه برخه يا ځانمرګیبريد کوونکي وو چې موخې ته تر رسېدو وړاندې نيول شوي وو او يا د خونړيوځانمرګو بريدونو طراحان وو. بده لا دا چې د دغو خوشې شويو کسانو يوه لويه برخه پاکستانيان وو او د خوشې کېدو وروسته په خوندي توګه تر پوله واړول شول. د سولې عالي شورا وايي، دغه کسان يې د مصحلت په اساس خوشې کړي دي.
له بلې خوا د دغې شورا په هڅو د پاکستان کې په زندانانو کې بندي طالبانو او د هغوی لوړ پوړي چارواکي يو په بل پسې خوشې کېږي، چې اوس يې دا دی شمېر سلګونو ته رسېږي. او بله خوا بيا د امريکا د ملي امنيت ادارې خبرداری ورکړی دی چې په را روانو دريو کلونو کې به افغانستان د تېرې لسيزې ټولې لاسته راوړنې وبايلي او يو ځل بيا به د اتيايمو او نوييمو کلونو پېر ته ستون شي.
د امريکا د ملي امنيت دغه اوازې به چا زړه ته نه اچولای، که دلته دغسې په جوپو جوپو سرسخت ترهګر نه خوشې کېدای، په داسې حال کې چې دا اوس په ثبوت رسېدلې خبره ده چې د خوشې کېدونکو وسله والو لويه برخه بېرته د جګړې ډګر ته روانه ده.
هېواد ته له هرې خوا د دښمن سترګې ور اوښتې دي او له هرې خوا هڅه کېږي چې هم افغانان وارخطا کړل شي او له پښو وغورځول شي.
د هېواد په اړه د پرديو دسيسې او پلانونه کومه نوې خبره نه ده او سړی ورڅخه ګيله هم نه شي کولای، ځکه هغوی خپلې ګټې په پام کې نيولې دي، خو بده خبره دا ده چې له خپلې لمنې اور واخلو. دا کومه نوې خبره نه ده چې پاکستان طالبان روزي، تمویل کوي يې او دلته يې د جګړې لپاره رالېږي، نوې او بده خبره دا ده چې دلته د سولې د شورا په فرمايش او د ولسمشر د فرمان په اساس، د هېواد نيول شوي دښمنان بېرته خوشې کړل شي، سهي سلامت خپلو کورونو ته ورسېږي او بېرته د جګړې ميدان ولاړ شي. د هېواد ملي ځواکونو اوړی ژمی، ګرمي او ساړه زغمي، په سر لوبې کوي، د هېواد ساتنه کوي، له دښمن سره ډغرې وهي او دښمن لاس تړلی راولي خو له دې خوا بېرته خوشې کېږي. داسې ښکاري چې د سولې عالي شورا او ورته نورې کمېټې يوازې د دې لپاره جوړې شوې چې د افغانانو نيول شوي دښمنان خوشې کړي او سهي سلامت يې خپلو کورونو ته ورسوي دولت بايد په کلکه د دغې چارې مخه ونيسي، دغه حالت په ملي ځواکونو کې د وسله والو سره د مقابلې مورال ټيټولاى شي، چې له امله به يې بيا يوه لويه غميزه پېښه وي.داسې چې بيا به د دولت او نظام د بقا د امکان ګراف، په بشپړه توګه راټيټ شوی وي. اداره
 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۷       سال نهــــــــــم                      جدی   ۱۳۹۲                اول جنوری   ۲۰۱۳