کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

 

 
 

د ګرداب ورځپانی سرلیکنه
 
 

   د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې د سيکانو او هندوانو لپاره په ولسي جرګه کې د يوې څوکۍ د ځانګړې کولو په اړه د ولسمشر صادر شوی تقنيني فرمان ردکړ.
ولسمشر په دې خاطر چې په هېواد کې شته مذهبي لږکي هم خپل بايلل شوي حقونه بېرته تر لاسه کړي، هغوی ته يې په ولسي جرګه کې د يوې څوکۍ د ځانګړي کولو فرمان صادر کړ، خو ولسي جرګې بيرته رد کړ.
دلته بله ستونزه نشته، يوازېنۍ ستونزه د عقېدې او مذهب ده چې سيکان او هندو لږکي يې په افغانستان کې د شپږمې ګوتې په څېر کړي دي.
د ولسي جرګې په دغه غونډه کې چې کله د ولسمشر د فرمان په اړه وپوښتل شول، له هيڅ وکيل سره داسې دليل نه و چې پر مټ يې د دغې څوکۍ له ورکړې سره مخالفت وکړي، خو بيا هم يوه غوڅ اکثريت د سرو کارټونو په پورته کولو سره د ولسمشر فرمان رد کړ. په وکيلانو کې خو ځينې وکيلان داسې هم وو چې په ښکاره يې چیغې وهلې چې په افغانستان کې مېشت هندو او سيکان افغانان نه دي او بايد له دې هېواده وشړل شي.
دا څه موده کېږي چې پر ځينو افغانانو دغه نوې وبا لګېدلې ده چې ځينې يې نور افغانان، افغانان نه بولي او ځانونه د دې خاورې اصلي بچيان معرفي کوي.
ځينې خو يې په دغه برخه کې دومره افراط هم کوي چې له ځانه پرته نور افغانان بېخي پردي بولي او حتی ښکنځل ورته کوي.
دغه ډلې افغانان يوازې څو تنه دي او د هېواد په بېلابېلو قومونو وېشل شوي دي.
دوی د هيڅ ډلې استازيتوب نه شي کولای او نه هم بايد د دوی له ډلې يو تن هم د هغه قوم او ژبې استازی وبلل شې چې دی ورباندې نورو قومونو ته سپکې سپورې وايي. په دې خاوره کې چې هر څوک ژوند کوي، چې دلته زېږېدلي وي، د دې وطن قانون مني، د دې وطن ملي ګټو ته ژمن وي، د دې وطن په بده ورځ يې زړه درد کوي او د دې وطن د ښې ورځې لپاره خواري کاږي هغه تر ټولو ښه افغان دی. دلته هيڅ افغان تر بل ښه نه دی يوازې توپیر په دې کې دی چې څوک د دې خاورې لپاره زيات خدمت کولای شي.
هغه خلک چې ځانونه تر نورو ښه افغانان بولي او ځانونه د دې وطن اصيل بچيان ورته ښکاري، مهرباني دې وکړي نورو ته دې ښکنځل نه کوي، بلکې را مخکې دې شي د دې وطن لپاره دې کار وکړي، د کار او هڅو په زور دې ثابته کړي چې د دې وطن اصيل بچيان دي او په رښتيا يې د افغانانو په بده ورځ زړه درد کوي.
خو که خبره د قوميت شي، ولسمشر ځکه ولسمشر دی چې پښتون دی، لومړی مرستيال يې ځکه لومړی مرستيال دی چې تاجک دی. دویم مرستيال يې ځکه دويم مرستيال دی چې هزاره دی او د ولسي جرګې مشر ځکه د ولسي جرګې مشردی چې ازبک دی. دغسې دا نور لوړ پوړي چارواکي پسې درواخله، نو هندو او سيکان افغانان ولې بايد په دې هېواد کې حتی افغانان هم و نه منل شي.
پېړۍ وشوې چې د افغانستان هندوان او سيکان دلته مېشت دي، دلته يې ځوانۍ خاورې شوې دي، د دې وطن لپاره يې وينې تويې شوې دي او د دې وطن د پرمختګ لپاره يې هڅې کړې دي. هغه مهال چې دغه اوسني د ولسي جرګې ځينې غړي لا په غرونو کې اوسېدل او د اوسېدو لپاره يې کوم ځانګړی ځای هم نه درلود، همدغه سيکان او هندوان افغانان وو چې دلته يې طبابت کاوه او په دې سربېره يې د افغانستان د اقتصاد د پر پښو درولو لپاره بې سارې هڅې کولې.
د افغانستان دغه مذهبي لږکي دومره ډېر نه دي چې که يې کوم کس ولسي جرګې ته کانديد شي، نو د رايو په ورکولو سره به يې بريالتوب ته ورسوي، خو دا هم بايد هېره نه شي چې دغه افغانان اوس په بشپړه توګه له خپلو خدای ورکړو حقونو څخه محروم کړل شوي دي. د دوی د حقونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره بايد دغه لږکي په ولسي جرګه يوه څوکۍ ولري او په دې سربېره بايد له ټولو هغو امتيازاتو څخه برخمن شي چې نور افغانان يې لري.
کنې نو دغو افغانانو وار له مخه لا پرېکړه کړې وه چې که يې حقونه همداسې تر پښو لاندې کېږي، نو دوی مجبور دي چې هېواد پرېږدي او په نورو هېوادونو کې فنا واخلي. د يوه اباد افغانستان لپاره که د دوی په ټولو هڅو سترګې پټې شي، په دې يې سترګې نه شي پټېدای چې دغو افغانانو تر ننه پورې نه څوک وژلي او نه يې د افغانانو په وينو لاسونه سره دي. ښايي په هېواد کې دا د افغانانو يوازېنۍ ډله وي چې نه يې د چا کور لوټ کړی، نه يې وطن وران کړی، نه يې خاوره پلورلې ده او نه يې هم د چا په وينو لاسونه سره دي. دا وطن د ټولو کور دی او ټول پکې بايد يو ډول امتياز ولري. اداره
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۶       سال نهــــــــــم                      قوس/جدی   ۱۳۹۲                ۱۶ دسمبر   ۲۰۱۳