کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

لطیف بهاند

 
 
  د شونډو غلا
یو هېر شوی غزل چې د ملا نوې فتوا رایاد کړ

 
 

 مودو نه وروسته زاهد جان،نوې ريا کړې ده
په ښکلا خوښو يې،د کفر بيا فتوا کړې ده
څه له پوښتې چې ما له ښکلو،خولگۍ غوښتې کنه؟
په جاريې واورۍ،دا خبره ما رښتيا کړې ده
ما له کروړه،تر ټکوره،پښتو شعر لوستلى
ياره کاروانه! تا رښتيا په کې ښکلا کړې ده
نن خو بيا ښکلو،زما غزل،لکه نبات زبېښلو
ليکلو وخت کې يې،ستاشونډو نه ما غلا کړې ده
څوک ترې جنت،څوک ترې کعبه،څوک اخرت غواړى
ما ملامت په کې،د غېږو تمنا کړې ده
لکه ويشتلي الوتکو وي،د کلي برجان
زما په گوگل خو دغه چاره،ستا ادآ کړې ده
سبا مې وژنى ،گيدړان دې تماشې ته راشي
په رڼا ورځ مې ،د ملا په ضد غوغا کړې ده

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۵         سال نهــــــــــم                      قوس   ۱۳۹۲                اول دسمبر   ۲۰۱۳