کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

بهارت

 
 
پښتو ده که فارسی ده


 
 
 

   
دوه سترګې مې لیمې مې دي پښتو ده که فارسي ده
فارسی نه زه ځاریږم او پښتو نه قربانیږم

پلرونه مې راغلي څوک له چین څوک له ماچین نه
خو زه شومه افغانه دې رغو نه قربانیږم

غلیم راته ویلي (حرامي يي نه دی غواړم )
خو زه یمه (پاړسنه ) چې پښتو نه قربانیږم

غلیمه راته مه وایه (ماجر يي نه دې غواړم)
په خټّه یمه ترکه خو پښتو نه قربانیږم

(فارسي) مې دي دوه سترګې او( پښتو ) مې تن او سا ده
دی سترګو نه ځاریږم له دې تن نه قربانیږم

پښتو ده که فارسي ده دا خو ژبه ستا زما ده
ترکمن که هزاره دي هم هغو نه قربانیږم

(خوشحال بابا) مې سترګې دي ( حافظ) می تن او سا دی
پګړۍ نه یی ځاریږم تر (قبا ) یی قربانیږم


(کړور) که دې شمله دی( فردوسی ) زما باور دی
(له پټې خزانې ) او ( شاهنامي) نه قربانیږم

باور زموږ د دواړو یو افغان او یو ایمان دی
باور نه مې ځاریږه ستا ایمان نه قربانیږم

انسانه یم په زړه کې د انسان مینه زه پالم
او تل یمه افغانه دې رغو نه قربانیږم

په خاوره چې مین وی د هغه باتور یاري کړم
چې نه وي تعصب پکې هغو نه قربانیږم

بهارت ۱۶/۹/۱۳۹۲
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۵         سال نهــــــــــم                      قوس   ۱۳۹۲                اول دسمبر   ۲۰۱۳