کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

فرید بارانی

 
 
 زړه مې خفګان نیولی


 
 
 

   زړه مې خفګان نیولی
خدای خبر چیرته یې وړي
دا مړاوې روح به مې آخر ووژني
په دې تنها دنیا کې
د واټنونو په ساړه ذهن کې
ما د بې خوبه بې څښتنو سپیو مرګ لیدلی
ما ناهیلي روزلې
ما ددې سترو بیدیاګانو خاموشي څښلې
ما هدېرې
ما د تیارو او ویرو کندې په لاسو کینلي
له تنهایۍ وېرېږم
ماته زما د پردي شوو پلونو لار وښایاست
غواړم له خپلو بلاربو شوو اندیښنو وتښتم
 

 

 


ښایي موسی په کوه طور کې ګرځی
نن مې یو څوک په لاشعور کې ګرځي
زما سرګردانه حالت دې نړۍ کې
ګرمه لمبه ده په تنور کې ګرځي
له زړه مې نی د مولانا جوړ شوی
د چا لاسونه په سنتور کې ګرځي
تیارې به ځان سره څه فکر کوي
وړې بڅرې چې په نور کې ګرځي
ښه راته وګوره او ښه وژاړه
تللې یادونه په انځور کې ګرځي



باراني
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۹            سال نهــــــــــم                      سنبله    ۱۳۹۲                اول سپتمبر   ۲۰۱۳