کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

فرید بارانی

 
 
  دریم جهان

 
 

 
د بهرنیو ښامارانو کور دی
د یوې ډلې سرې چړې په لاس کې
خپلې وسلې زمونږ په وینو باندې وآزمایي
بیا مو د ټولو رسنیو مخ ته
له بمبار شوو جسدونو نه بښنه غواړي
له حوصلې مو د ایمان نري تارونه سپخي
او احساساتو ته مو سر ټیټوي .

او بله ډله د دوستۍ او خواخوږۍ په بانه
وړو نجونو ته ښوونځي جوړوي
خپاره ناورین ته د قحطۍ د کال سندره وایي
له بغل جیب نه ږیرور پټکي لرونکې طالبان را باسي
او عایشې ته د وړو له جنسه پوزه د عزت نښلوي .
دریم جهان
د بهرنیو ښامارانو کور دی
او مونږ
د خپلې خاموشۍ او د خپل قهر په نیمۍ لاره کې
د دیرش کلن ښه راغلاست وچي او خنثی زڼي یو


 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۳            سال نهــــــــــم                      جوزا    ۱۳۹۲                اول جون   ۲۰۱۳