کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

اسحاق ننګیال

 
 
   زما ليلا


 
 
 

زما ليلا دشنو نارنجو دباغچو ونه ده
چې دسپرلي باديې دګلو دوږمو سپينو چينو كې
دخپل ټول ټول عمر مزلونه مينځي .
* * *
زماليلا دشنه آسمان دلويو كليو
دسپوږمۍ پيغله ده
چې تورو شپو كې څانګه څانګه شي
ددښتو او ځنګلونو تورو څڼو ته
غونچې دمرغلرو اوبي .
* * *
زماليلا دچنارونو او سپيدارو
ښايسته مرغۍ ده
چې چيرته ښاخ له ونې وزيږي
نغمې ورته دعشق او د پاكۍ غږوي .
* * *

زماليلا دهسكو غرونو دسرونو
دكيږدۍ كوچۍ ده
لكه ګوربت يې پر ژورو او پرتړو
كږيدل نه دي زده .
* * *
زما ليلا دشنو بادونو دچينو
هغه رڼه سترګه ده
چې چيرته ګرد پر رڼا پريوځي
پرې وږمې دآزادۍ ووروي .
* * *
زما ليلا دخداى دكلي دشنه باغ
دهسكې ونې سره مڼه ده آ شنا !
چې دجنت وږي يوازې دخپل حسن
او رنګونو په كاسو مړوي
او تو يولو ته يې لاس دقدرت هم نه رسي .
١٣۶٨ / ١١ / 1
كابل
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۲            سال نهــــــــــم                      ثـــــــور/جوزا    ۱۳۹۲                ۱۶ می   ۲۰۱۳