کابل ناتهـ، Kabulnath



















 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 
 
 

اسحاق ننګیال

 
 
 بنګړيواله


 
 
 

  
بنګړيواله توړۍ بيا پر كلي راغله
بنګړيواله شرنګ پرولو،
دښايسته رنګونو څانګه
بنګړيواله زموږ دكلي
دنازكې غوټې وږم « طالعو » دزلميو د
بنګړيواله زموږ دكلي
دپيغلو ټو داختر دشيبو زيرى.
* * *
بنګړيواله توړۍ راغله
ړنګه بنګه سانيولې
په پستو پستو زګيروويې
دهر كاڼي تپوس وكړ
خوزموږ دكلي لارو
دپرديسې بنګړيوالې
تش دخولې سلام وانه خيست
وې يې : هو ! رښتيا زړه شوم
دغو سترګو رب وهلو
خدايزده چيرته
بيا پر كومو نابلدو كوڅو سركړم؟
* * *
بنګړيواله توړۍ تم شه
حك حيرانه پښيمانه
بنګړيوالې په لستوڼي
دبڼو دوړې جارو كړې
هرديوال يې ددې كلي
له خواږه نظره تيركړ
وې يې: نه ، كلى همدادى
داكوڅې هغه كوڅې دي
خو حيرانه يم چې څنګه
نن مې پل پكې پردى شو؟
* * *
بنګړيواله ړنګيدله، بوګنيدله
چې له لرې زموږ دكلي
پخوانۍ ښار وښكاره شوه
يو اشنا سلام يې وكړ
اودانه يې دانګورو
دبوډۍ په خوله كې وكړه
وې يې : ځه نو بنګړيوالې
ځه ورځه پر مخ دې ښه شه
اوس نو هغه كلې نه دى
اوس هغه بيبيانې نشته
اودښكلو مړوندونه
ډير كلونه شول چې پرې دي.

١٣٧٢ / ١ / ١١
لغمان
 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۹۱              سال نهــــــــــم                      ثـــــــور    ۱۳۹۲                اول می   ۲۰۱۳