کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
 

دلته او هلته



اسدالله زمری

 
 

 

دلته  چې وینم ټول وطن  دی  په ګلونو  کې  ډوب

یاد ته مې راشي خپل هیواد چې دی سرو وینو کې ډوب

دلته اسمان ته  د  ختلو  تکلونه کیږی

زما   ولس د شهیدانو  په  قبرونو کې ډوب

دلته د ژوند لپاره هڅې کیږی شپه او ورځ کې

هلته واړه  زاړه ، ځوانان دي ټول مرګونو کې ډوب

دلته مقام نه د انسان ستره  نمانځنه   کیږی

هلته هر څه دي د وحشت په تورتمونوکې ډوب

دلته ځاریږی ،یو د بل نه تش د «مینې» په نوم

هلته دوه ورونه په کینو او نفرتونوکې ډوب

 کله به ور  سیږی پای ته د افغان  غمیزه ؟

کله به هم زمونږ هیواد شي سرودونو کې ډوب 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۸۹،    سال  نهـــــــــم،   حمل   ۱۳۹۲ هجری خورشیدی     اول اپریل  ۲۰۱۳ عیسایی