کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

دیا سنگهـ انجان

    

 
ښکلی سندری

 

 

راځه کنه کوو به اوس خوږی خوږی خبری
پریږده غورځوو به له لاسو نوری ډبری

دا کلی خو زمونږ دی مونږه یو د دغه کلی
اوس ته شی ولی لری او یا زه شم ولی لری

غوړیږی به له خیره په وطن څادر د سولی
ځوانانو مټی نغشتی راولی سپینی کوتری

سپرلی کړی وعده ده چی به کلی ته درځمه
جانانه که ژوندون وو خورو به بیا توری ګورګوری

چی ډکه وی حجره له ښایسته ښکلو. یارانو
(انجانه) بیا به وایو زه او ته ښکلی سندری

 

 

چی څوک خفه کړم په والله خو دا می زړه نه منی
کنه کوی ډیر ناروا خو دا می زړه نه منی

سم دي بازار د دوکو جو ړ مینه وفا ورکه شوه
زه په والله نکړم جف ا خو دا می زړه نه منی

د کوڅی لر د کوڅی بر پریږده ، ګاونډ می قسم
نکوی ما سره وفا خو دا می زړه نه منی

زه ئی په رنځ باندی رنځور په خوښی خوښ یم ورته
څنګه به نکوم دوعا خو دا می زړه نه منی

زه خو په هر وجود کی نور د ښکلی رب وینمه
( انجانه )څنګ وکړم ښیرا خو دا می زړه نه منی

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۵                       سال  یــــــــــــازدهم                        حوت          ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی         اول مارچ     ۲۰۱۵