کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

م.اکبر کرگر

    

 
امير او برهمن

 

 

 

هغه په ډېر پرتم اودبدبې سره په ډېر غرور اوتکبر سره دبې شميره سپاهيانو اورسالو ،لښکرو اوسازوسامان سره دمنځنۍ اسېا له پراخوا دښتو را تېر شو . غرونه سيندونه ،جلگې اوکروندې يې له پوندو لاندې کړې . اسونه يې په کې وځغلول . په اوږدو لارو کې په تاو راتاو اوکږو وږو لارو دکليو ،کروندو اوښارونو خوراک  دهغه درسالو باج اوسورسات او فصلونه اودرمندونه يې داوښانو اواسونو خوراک شو .

له ډېرو مزلونو اواوږدو لارو دلنډولو نه وروسته  ستړی ستومانه دهند پراخو جلگو ته ورکوز شو . دلوې هند پراخې غيږې ته ورننوت . هلته يې هم ښارونه کلي ،اوفصلونه له پښو لاندې کړل .هغه دا مهال دهند فاتح شو . دهند زړه ته ورغی .وگړو اولسونو اوهيڅ چا دهغه دمخنيوي وس نه درلود . هيڅ ځواک هغه ته دمخامخ کتو وس هم نه درلود.

امير له شپو شپو اوورځو ورځو وروسته دډيلي ښکلی اوتاريخي ښار ته ورنږدې شو .دډېلي دښار په شاوخوا کې يې لښکرې پلې کړې . خپل حرم اودربار يې جوړ کړ .

خو يو هندې برهمن خپل سر په لا س کې ونيو . دډېلي ښار دورانۍ له وېرې امېر ته ورغې . له ډېرو کړاوونو وروسته اوله ډیرو کمربندونو له تيريدو نه پس امير ته ورنږدې شو .دچا خبره چې دامير دليدو وياړ يې تر لاسه کړ .

امير هم چې له مخه دهغه دليدلو منتظر وو ،په دې تمه وو چې دبرهمن غوښتني واوري څه به وايي . برهمن په ډېر درناوي سره له ليرې په گونډو شو .تعظيم يې وکړ اوله اجازې وروسته يې په خبرو خوله خلاصه کړه :

امير صيب!

دډېلي کلابندي پای ته ورسوه . اولاړ شه . اوکنه نو دبرهما له عاقبت سره به مخامخ شي .

خو امير وپوښتل :

برهما څه شی دی اوڅرنگه به ماته سزا راکړي . ؟

برهمن ځواب ورکړ :

برهما هغه څوک دی چی ځمکه اواسمان يې پيدا کړي  اوانسان يې منځ ته راوړی دی . ستا واک اواختيار هم له هغه سره دی . بيا تيمور وپوښتل :

نو څنگه به ماته سزا راکړي ؟

برهمن وويل : که دا ښار پرې نه ږدې نو عمر به دې لنډ شي . ته همدا نن درې شپيته کلن واکمن يې که دډېلي له نيولو څخه لاس پر سر شي نو عمر به دی څلور نوې کالو ته ورسيږي . خو که وغوارې دې ښار ته ننوځي . نو ستا طبيعي عمر به اويا کاله وي . تيمور دبرهمن خبرې واورېدلې . په ټول عظمت اوشوکت يې داسې ښودله چې گواکې دبرهمن خبرو پرې هيڅ اغيز نه ده کړې اويا يې نه دې اوريدلي . خودامير په باطن کې دا خبرې ورټولي شوې اوځاې يې نيولي وو . دبرهمن خبرو ديو تن اويو ې هستۍ په څير دهغه په تن اوروان راج چلولو . دامير دتن ذره ذره يې ژور فکر کولو ته را وبلله،امير يې دې ته راوباله چې ځوابونه پيدا کړي . په هماغه شپه امير دوه تنه شو . يو امير تيمور چې دهند اوفارس اوداسيا دهيوادونودسوبواووياړونو سره ،له بريو اوجنگونو سره دښارونو له نيولو اوفتح کولو سره   وو . پر کوم لور چې به يې ير غل کاوه نو ځمکه به ريږديدله غرونه به خوځيدل .لارې به لنډيدلې . اوپه کليو اوښارونو کې به دانسانانو دنشتوالي له امله دکورونو له روزانونو لوگې هم نه راختل .

خو بلې خواته دامير باطني وجود وو . دهغه دننی وجود اوهغه څه چې دبرهمن خبرو دهغه په ځان اوروان کې هست کړل . دهغه معنوي دونيا دامير دظاهري موجوديت په وړاندې لکه دغره په وړاندې يوه کوچنۍ ډبره شوه . دبرهمن څو لنډو خبرو هغه نور هم کوچنی کړی وو . دامير روان يې زبيښلی وو . اوبيا يې پر هغه کې يو ستر بدلون راوستی وو .درونې اورواني بدلون . لکه چې هغه ته يې په څو عادي خبرو کې دژوند انه ټوله بوده اوتنسته ،طول اوعرض ورياد کړی وي . هغه يې يو وار دخاپوړو اوماشومتوب دوران ته بيولي وي . اوبيا يې هم دخپل قبر په غاړ ه درولي وي . دخپل قبر کندې ته ځير ځير گوري .دقبر ډبرينو تختو ته گوري . داوږود زماني واټن په لالهانده اووروستي عاقبت اودامهال ددغه دنني بدلون ،دوه گونی شخصيت سره دظاهري  شجاعت ،دبدبې اوشوکت ، اوله بلې خوا دوېر ې ترهې اونامعلومه اظطراب اوانديښنې سره لکه چې دمرگ هيولا له ورايه په خپلو سترگو ويني،مخامخ شو .

امير ددملکونو فاتح دتاجونو مالک دتختونو صاحب يو وار بيا دخپل ويشل شوې تن اوشخصيت سره دسمرقند په لور راستون شو .  سمرقند ته راورسيد .

پريکړه يې وکړه چې دخپل قبر کلنگ پخپله پر ځمکه ووهي . اوڅنگ ته يې جامع جومات جوړ کړي . ماهر معماران اومهندسان يې راوغوښتل دقبر اوجومات دواړو نقشه يې پري وکښله . اوبيا يې دخپل قبر دکيندلو له پاره پخپله کلنگ واخيست . .وې کينده اوله هغه وروسته دژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې يې په خپله دخپل قبر څارنه کوله او دهندي برهمن اټکلونه په دې ډول تر سره شول .

کرگر . فبروري ۲۳ کال ۲۰۱۵

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۵                       سال  یــــــــــــازدهم                        حوت          ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی         اول مارچ     ۲۰۱۵