کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

دیا سنگهـ انجان

    

 
وژنی څراغ

 

 
دا خلک څوک دی چی لمبی زمونږ وطن ته راوړی
په غم لړلی غم قیصی زمونږ وطن ته راوړی

له مونږه ئی یوړله خپلوی،دوستی،وروری له یو مخ
اوس خو دا وائی چی بس نوی ولولی زمونږ وطن ته راوړی

وژنی څراغ مونږه تیارو ته کینوی طالمان
دا خلک څه ډول ډیوی زمونږ وطن ته راوړی

تور پکی سپین،سپین پکی تور ښکاره کوی په والله
عجیبه نوی رنګ آینی زمونږ وطن ته راوړی

تاته به پته وی(انجانه)او که نه به وی څه
دی خو پردي پردې قیصی زمونږ وطن ته راوړی

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۳۰                           سال دهم                          قوس/جدی          ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی          ۱۶ دسمبر ۲۰۱۴