کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ليکنه اوڅيړنه : م ۔ اکبر کرگر
 كال ۱۳۹۰هجري شمسي

    

 
رحماني ليدتوگه
 (دشرقي فرهنگ په رڼا کې)

 


رحمان بابا اوابراهيمي اديان :
حضرت خضر:
حضرت خضر عليه السلام د اسلامي عقايدو له مخې چې په تورات او انجيل کې يې هم يادونې شته يو له هغه پېغمبرانو څخه دی چی واېی تر اوسه ژوندی دی. وايی چې حضرت موسی عليه السلام ته وويل شو چې حضرت خضر پيدا کړي. يو وخت له حضرت خضر سره مخامخ شو. موسی (ع) خضر ته وويل :
راغلی يم چې ستا له علم نه گټه واخلم.
خضر وويل :
ايا د هغه څه چې کېدای شي ووينې تحمل لرې ؟ دا ځکه چې داسې کارونه به زما له خوا ترسره شي چې د هغه په اسرارو ته نه پوهېږې، صبر نه شې کولی ممکن اعتراض وکړې.
دا قصه په تورات کې راغلې ده. او د اسلامي فرهنگ له لارې په پښتني اسلامي ټولنه کې هم خپره شوېده.
د حالنامې د روايت له مخې٬ ستر عارف او لارښود بايزيد روښان په حالنامه کې هم د حضرت خضر سره مخامخ کيږي او له حضرت خضر لارښوونه اخلي:
((کله چې د پير دستگير قدس سره روح عالم مثال ته ولاړ. ويې ليدل چې يو لوی بزرگ د قبلې په لور ناست او هغه ترې تېرېدلو. هغه بزرگوار وويل :
چې ای بايزيده ! له مانه بې حاصله تېرېږې.
پير دستگير قدس سره وويل. تاسې څوک ياست؟
هغه بزرگوار وويل :
زه مهتر خضر يم.
پير دستگير وويل:
زما پر تا يقين دی. که پوهېدای چې ته حضرت خضر يې، زه راتللم ستا قدمونه مې مچول او له تامې دوعا اخېستله.
څرنگه چې پير دستگير وگرځېد او قدم بوسي يې وکړه. وې ويل :
ماته دعا وکړه. خضر عليه السلام وفرمايل: چې زه تا ته دعا نه کوم، خو غواړم چې له ما سره د دين ورور شي او خپل دين له ما سره شريک کړې. ماته دوعا وکړه چې ستا دعا ماته کافي ده.
بيا خضر عليه السلام وويل :
ولې له ماسره ديني ورور کيږي نه؟ او دين له ما سره نه شريکوي.
پير دستگير قدس سره وويل:
ته پاک يې او ستا دين پاک دی او زه گنهکار يم
له دې امله له تاسره خپل دين نه شريکوم اوستا ديني ورور کېږم نه. داسې نه چې زما د گناهونو له امله تا ته افت او زيان ورسي.
حضرت خضر وفرمايل چی ستا يې په دې کارونو غرض نشته. زما خوښه دا ده چې خپل دين ستا له دين سره شريک کړم او زما ورور شې)).[60]
د حضرت خضر دا داستان د پير روښان په خوب کې دوام پيدا کوي له هغه سره هغه کليمات چې خضر ترې غوښتنه کوي تکراروي. او بيا چې کله په لار ځي په لار کې د يو چاسره د مخامخ کېدو نه پس د پير دستگير له زړه دا شک ووځي او يقين يې پخېږي چې دا حضرت خضر دی. او بيا په لار کې په چينه کې مزدورانو ٬کنيزانو ته اوبه ورکوي او له هغه وروسته په پير دستگير کې يو بشپړ بدلون راځي.
له دې داستانونو دا جوتيږي چې د خضر اسطوره يا قصه په پښتنې فرهنگ کې هم په عاميانه ډول او هم د وتلويا ايليت (نخبه گانو) تر منځ يوه منل شوې ايديه او نړۍ ليد وو. رحمان بابا کيدای شي له بېلابېلو لارو له دې قصې سره اشنا شوي وي او د هغه د نړۍ ليد جزء گرځېدلی وي.

چې خوله بېرته شي په گفتگو د ستا
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

لکه خضر هسې پاڅه اوبه وڅښه د بقا



له زمينه قدم کېږده په اسمان لکه عيسی
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

د هغه استاد شاگرد شه چې دروښيي کيميا


څو يې خپله مدعا حاصله نه شي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

مهرويان په خوله د خضر سودا نه کا

د اميد مزی يې هسی رنگ دراز وي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

چې تر حضره ورته خپل عمر بسيار شي

سرنوشت د سړي گوره
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

يو عيسی وي بل دجال شي

چې نېک بخت وي نيکويي کا
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

چې بد بخت وي بد سگال شي

خواست زما قبول کړې ای ملک الملکه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

ستا د اسم اعظم روی مې دروړی

که رهبر دی گمراهانو لره خضر
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

عاشقانو لره خضر ستا ريبار دی

څوک له ځمکې واسمان وته ختی شي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

ده عيسی لره ورکړی دا مکان دی

څوک له خدای سره خبرې شي کولی
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

ده موسی مشرف کړی په دا شان دی

څوک اېښودی په توسن د اسمان ذين شي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

اېښی ده په هوا تخت د سليمان دی

څوک په سپينه ږيره پای تر قيامته
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

ده په خضر باندې کړی دا احسان دی

هر څوک چې د عشق په اتش سوي دي رحمانه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

خدای دې ابراهيم غوندې نگاه کا په لمبو کې


له پورتنۍ شننی څخه دا جوتيږي چیې درحمان بابا ديوان يو ډير لوړ ارزښت داهم دی چې ديوه هنري فرهنگي اثر اوتخليق په توگه دوخت اوشرايطو انعکاسات لري ۔ لکه چې په هر هنري اثر کې نه شو کولای د قدرت له پديدې نه انکار نه شو کولی بلکې په يو ډول دډولونو پکې انعکاس کوي ۔ درحمان بابا په ديوان کې ځای ځای دمغلي حاکمانو اودوخت دحکمرانانو مثالونه راوړل شويدي ۔ دغه راز ديو لړ دينې ٬مذهبي ٬ اوعشقي اسطورو ياد اوتکرار ٬ که له يوې خو ا جوتوي چې رحمان بابا تر کومې اندازې دوخت دلاسبرې فرهنگ څخه په ليکلي توگه متاثر دی ٬ له بلې خوا دخلکو اودهغو دذهنيت سره دشاعر دنږدې والي څرگندونه هم کوي ۔ که شاعر له يوې خوا دحضرت خضر مذهبې داستان په کراتو تکراروي دعقيدو اوباورونو انعکاس دی ۔ خو ديوسف وزليخا ٬ ليلې اومجنون ٬ ادم درخانئ ٬ اونور عاشقانه داستانونه ديوې لاسبرې فرهنگې شتمنئ په توگه انعکاس مومي ۔






ماخذونه او منابع :
1 Julian Baldiek . Mystical Islam an introduction to Sufism .1.B.Tauris and Co ltd .publisher .London: 1989
2.The poet of Rahman BaBa (translated by .Rober Sampson and Momen Khan.Master). Printer .Mahallah Jangi .Peshawar .2005
۱۔ابن عربي ٬محمد بن علي ۔ فصوص الحکم (فارسي عربي ) ( ترجمه توضيح وتحليل محمد علي موحد ٬ صمد موحد ) ۔چاپ :تهران ۔ ۱۳۸۵
۲- سجادي سيد جعفر. فرهنگ اصطلاحات وتعبيرات عرفاني. چاپ ششم .تهران : ۱۳۸۱
۳- نفيسي، سعيد. سرچشمهء تصوف در ايران. (تاثير تعليمات بودايي در فرهنگ ايران ) و تصوف ايران از نظر فلسفي : تهران : ۱۳۴۳
۴- مجروح، سيد بهاؤالدين .بودا چنين ميگفت اريانا مجله، دويمه گڼه . كابل : د تاريخ ټولنه د اطلاعاتو او كلتور وزارت: ۱۳۵۲ كال
۵- طبيبي، عبدالحكيم - تصوف وعرفان در افغانستان - كابل :اطلاعات وكلتور
۶- ميخايل - ای.زند – نور وظلمت در تاريخ ادبيات ايران، تهران خ ايران، تهران خ ۲۵۳۶ (۱۹۷۵) ارشليم.
۷- تږی، دوكتور حبيبالله. پښتانه ۔د پښتني فرهنگ د ودې ټولنه (جرمني) : دانش كتابخانه ۱۳۷۷ كال (۱۹۹۹) مارچ
۸- دوست محمد كامل مومند (رحمان بابا) پيښور چاپ
۹- رشاد عبدالشكور – د واصل روښاني څو شعرونه سريزه) دكابل چاپ : ۱۳
۱۰- كرگر، محمداكبر. په حالنامه كې د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څېره -كابل : د افغانستان د علومو اكاډيمي ۱۳۹۱
۱۱- د رحمان بابا كليات - محكمه ثقافت سرحدپيښور : ١۹۹0 كال
۱۲- دېوان عبدالرحمان بابا (سره د ديباچې د ميان سيد رسول رسا) يونيورستي بك ايجنسي - پيښور : اپريل ١۹٧٦
۱۳- براهني، رضا۔ بحران ونقد ادبي ورساله حافظ، تهران : ۱۳۷۵
۱۴- پښتو مجله - پښتو اكيديمي، پېښور يونيورستي _ (رحمان بابا او د وحدت الوجود مساله، سيد تقويم الحق كاكاخېل) پېښور ۱۹۵۹
۱۵- هدايت ٬ صادق ترانه های خيام.چ : چهارم، تهران : ۱۳۴۲
۱۶- نصر، سيد حسين (ترجمه احمد ارام ) سه حكيم مسلمان .تهران : ۱۳۶۱
۱۷ --خليل٬هميش ۔ ميرزا خان انصارې۔ چاپ ځای ۔ پيښور جدون پرنتنگ پريس ۔ مارچ ۲۰۰۲
۱۸--رفيع حبيب الله ۔خم رحماني ۔ چاپ : دختيزې سيمي دليکوالو اوژورنالستانو خپلواکه ټولنه ۔ (دانش خپرندويه موسسه ) چاپ کال : ۱۳۸۸
-۱۹--ايليا پاولويچ پطروشوفسکي ۔ اسلام درايران ۔ ( از هجرت تا پايان قرن نهم هجري ) (ترجمه بفارسي کريم کشاورز )۔چاپ ځای: المان ۔کال ۱۹۹۸
۲۰ـ م۔م ۔شريف ۔تاريخ فلسفه دراسلام ۔ جلد اول ۔ ( گرداوري وترجمه فارسي زير نظر ٬نصرالله پور جوادي ۔ چاپ تهران ۔ کال ۱۳۶۲
۲۱ـ لوی ماسينيون ۔ منصور حلاج ۔ ( دروان فرهادي فارسي ترجمه ) ۔کتابخانه ملي ايران ۔ ۔کال ۱۳۸۱
۲۲ـ کارل گوستاويونگ( ۱۹۲۸—۱۹۲۹)۔ تحليل رويا وخواب ۔ ترجمه فارسي ٬رضا رضايي ۔ نشر افکار۔تهران ۔چاپ کال ۔۱۳۷۷
۲۳ـصاحب الزماني ٬ ناصرالدين ۔ خط سوم ۔ چاپ بنيان تهران ۔ کال ۱۳۷۴۔
۲۴ـ فطروس ٬ مير علي ۔ حلاج ۔ چاپ ځای ۔ انتشارات كار چاپ کال ۔ ۱۳۵۷
۲۵.دانته الگيرې ۔ کميدي الهی۔دوزخ ۔ ( ترجمه شجاع الدين شفا ) چاپ : تهران امير کبير ۔ديارلسم چاپ ۔ کال ۔۱۳۸۳
۲۶ـدتورات خلاصه ۔ ترجمه پښتو ۔ پادري عاشق مسيح ۔ (سمون اودقت ٬ پروفيسور نواز طاير ) چاپ ځای : پيښور ۔ ارباب روډ صدر ۔ کال فبروري ۱۹۷۳
۲۷ـ گويته ۔ ديوان شرقي ۔ ( ترجمه په فارسي شجاع الدين شفا ) چاپ ځای ۔ (چاپ دوم كتابخانه ابن سينا) کال : ۱۳۴۳
۲۸ـزرين کوب ٬ عبدالحسين ۔با کاروان حله (مجموعه نقد ادبي )۔ چاپ ځای ۔ مهارت ٬ تهران کال ۱۳۷۴
۲۹ـفرويديزم ونيو انارشيزم ۔ مقاله ۔ ن۔ف۔ انديشمند ۔ ( دليكوونكي يادښتونه )
















________________________________________
[1] 1 Julian Baldiek . Mystical Islam an introduction to Sufism .1.B.Tauris and Co ltd .publisher .London: 1989.p.31

۲. دفقيهانو اوزاهدانو ترمنځ اختلاف په دې کې وو چې فقيهانو زياتره په قراني نصوحو اوسنت باندې ټينگار کاوه اوزاهدانو کله ناکله له دې امره سرغړونه کوله ۔
۳- سجادي سيد جعفر. فرهنگ اصطلاحات وتعبيرات عرفاني. چاپ ششم .تهران : ۱۳۸۱ ص ۵۳۷.
۴. نفيسي، سعيد. سرچشمهء تصوف در ايران. (تاثير تعليمات بودايي در فرهنگ ايران ) از نظر فلسفي ۔ : تهران : ۱۳۴۳ ص ( ) .

۵.۔دپيغمبر حضرت محمد مصطفې دحديث له مخې چې رهباني ژوند په اړه وايي : (( لاَ رَهٌبَانِيَته فِی الٌاِسٌلاَم ٌ))يعنې اسلام درهبانيت دين نه دی ۔ اسلام نه غواړي چې خلک رهبانسي ژوند وکړي ۔
۶- مجروح، سيد بهاؤالدين .بودا چنين ميگفت اريانا مجله، دويمه گڼه . كابل : د تاريخ تولنه د اطلاعاتو او كلتور وزارت ۱۳۵۲ كال ص ۲۱

۷.اهيمسا: يا د عدم تشدد حكم چې په هند كې له لرغونو زمانو موجود وو. دجاينيزم مذهب هغه د لومړي وار له پاره دژوندانه د يو بنسټ په توگه جاري كړ او له پنځو فضيلتونو څخه وگڼل شو. دغه پنځه فضيلتونه عبارت دي له :
۱- عدم تشدد؛ ۲- رښتيا ويل؛ ۳- غلا نه كول؛۴- سپيڅلتيا او ۵- له دنيوي شيانو سره پرېكړه
.
۸- ابراهيم بن ادهم : يا د بلخ شهزاده چې په اسلامي فرهنگ كې يې داستان ډېر مشهور دی او زياتره څېړونكي عقيده لري چي د هغه كيسه د سيدهارتا بودا سره ورته ده. وايی چې ادهم تاج وتخت پرېښود. د چوپان كالي يې واغوستل او اواره شو

۹.حلول : له عرفاني پلوه په دې باور درلودل چې خدای تعالی په هر څه کې حلول کړی اوامتزاج لري ۔ لکه په خرما کې خوږوالی ۔ فرهنگ سجادي ص ۳۲۸)
۱۰ـ نيروانا : يعني خاموشي، د بودا په نظر د مطلقې نابودۍ مانا لري. د برهمنانو په عقيده له عالمي روح سره د فردي روح يوځاي كېدل دي.


۱۱- طبيبي، عبدالحكيم - تصوف وعرفان در افغانستان - كابل :اطلاعات وكلتور ص ۵ .
۱۲.همدا اثر ۶مخ

۱۳. ميخايل - ای.زند – نور وظلمت در تاريخ ادبيات ايران، تهران : ايران، تهران خ ۲۵۳۶ (۱۹۷۵) ارشليم.۱۴۱مخ .

۱۴. دوست محمد كامل مومند (رحمان بابا) پيښور چاپ ۱۲۶ .
۱۵- رشاد عبدالشكور – د واصل روښاني څو شعرونه سريزه) مخ ۲

۱۶.مبتدع پيران :
۱۷ ۰- كرگر، محمداكبر. په حالنامه كې د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څېره -كابل : د افغانستان د علومو اكاډيمي ۱۳۹۱ -۲۸ مخ
۱۸- د رحمان بابا كليات - محكمه ثقافت سرحدپيښور : ١۹۹0 كال هه مخ
۱۹- دېوان عبدالرحمان بابا (سره د ديباچې د ميان سيد رسول رسا) يونيورستي بك ايجنسي - پيښور : اپريل ١۹٧٦ ع مخ
۲۰.هماغه اثر ۵۲مخ
۲۱- براهني، رضا ۔ بحران ونقد ادبي ورساله حافظ، تهران : ۱۳۷۵ -۷۲مخ

۲۲- پښتو مجله - پښتو اكيديمي، پېښور يونيورستي _ (رحمان بابا او د وحدت الوجود مساله، سيد تقويم الحق كاكاخېل) پېښور ۱۹۵۹ ۲۳۰مخ

۲۳-اشراق : له عرفاني پلوه ٬ دوجودې جهان دحقايقو پوهيدنه درياضت اودنفس دتزکيي له لاري ٬ يا په زړه باندې دحقيقت دځليدو په مانا نه دمنطقي استدلال له مخې ۔
۲۴- هدايت ٬ صادق ترانه های خيام.چ خ چهارم، تهران : ۱۳۴۲ مخ ۱۵
۲۵--خلسه : يا تښتونه يا منااسب فرصت ۔ وايي : (( اَلٌخَلٌسَه سَرِيعَهَ الٌفَوٌتَ وَبِطيتَه الٌعُودٌ))
۲۶- نصر، سيد حسين (ترجمه احمد ارام ) سه حكيم مسلمان تهران : ۱۳۶۱ -۱۹۲مخ

۲۷- نصر، سيد حسين (ترجمه احمد ارام ) سه حكيم مسلمان تهران : ۱۳۶۱ مخ۱۳۳

[28].تږی ۔ دوکتور حبيبالله ۔پښتانه .((دپښتنې فرهنگ دودې ټولنه ٬ جرمني)۔دانش کتابخانه ۔۱۳۷۷(۱۹۹۹مارچ ) ۱۹۰مخ ۔دزيات تفصيل لهپاره پورتنې اثر اوم فصل وگورۍ ۔

۲۹ـ هميش خليل ۔ ميرزا خان انصاري۔ پيښور چاپ خ ۲۰۰۲ کال ۔ لسم مخ
۳۰۔ رفيع ٬ حبيبالله ۔خم رحماني ۔ دننگرهار چاپ ۲۰۱۰ کال ۔مخ۱۲
۳۱- پطروشوفسکې۔ اسلام درايران ۔( ترجمه کريم کشاورز) چاپ ځای ۔ المان ۔مخ ۳۳۲ ۔
۳۲ـهمدا اثرمخ۳۳۳
۳۳ـ-ـمخ ۳۳۳
-۳۴ـــ هماغه اثر ۔۳۳۳ مخ
۳۵ تاريخ فلسفه دراسلام ۔جلد اول ۔تاليف۔٬شريف ۔گرداوري وترجمه فارسي زير نظر نصرالله پور جوادي ۔۵۶۲مخ

۳۶.هماغه اثر۔مخ۵۶۲
۳۷ـ همدا اثر۵۶۷
۳۸ـ همدا اثر۵۶۸
۳۹۔ رفيع، حبيب الله.خم رحماني ۔ پيښور ۔ ۲۲ مخ
۴۰۔لوى ماسينيون ۔ منصور حلاج ۱۷ مخ
۱۱۷مخ ۴۱. كارل گوستاويونگ . تحليل رويا وخواب
.۴.فرويديزم ونيو انارشيزم ۔ مقاله۔ م۔ ف۔ انديشمند ( يادښتونه)
۴۳.ابن عربي ٬ شيخ محى الدين ۔ فصوص الحكم درامد ى بر فص اول ص ۱۴۲

۴۴.ديوان عبدالرحمان مومند ٬سامپسون اومومن خان ۔ داثر سريزه په انگليسي ژبه
۴۵.سجادي فرهنگ اصطلاحات عرفاني وتصوفي ص ٬٬۵۸۰-۵۸۱
۴۶. هماغه اثر ۵۸۲
۴۷۔۔سجادي ٬ فرهنگ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ مخ۵۸۲
۴۸. رفيع۔ حبيب الله ۔ خم رحماني ۔ ۲۲مخ

۴۹. صاحب الزماني ٬٬ ناصرالدين خط سوم ص ۳۳۰.
۵۰ــ حلاج، ميرعلي فطروس، ص )۱۳۷
۵۱ــ لوى ماسينيون ۱۷ مخ
۵۲ــ منصور حلاج ۳۱

[53] ۵۳ــ هماغه اثرمخ
۵۴ــ سجادي فرهنگ اصطلاحات عرفاني ۴۹۱ مخ
۵۵ـدانته الگيري ۔کميدی الهی ۔(دوزخ) ۳۹۴ مخ
۵۶ـ تورات پښتو ترجمه، پېښور چاپ ۶۳ مخ
۵۷ـ ياد اثر (يوسف ۹۳مخ )
۵۸ـــ ولفگانگ گوته ۔دېوان شرقي مخ ۷۹

۵۹ــ م - زرين کوب (با کاروان حله حکيم گنجه ) مخ۱۹۶)
ـ مخلص ٬ علي محمد ۔ حالنامه ۔ ( نوی چاپ ) ۔ ددفرهنگ اواطلاعاتو وزارت ۔ کابل : کال ۔ مخ
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۳۰                           سال دهم                          قوس/جدی          ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی          ۱۶ دسمبر ۲۰۱۴