کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ليکنه اوڅيړنه : م ۔ اکبر کرگر
 كال ۱۳۹۰هجري شمسي

    

 
رحماني ليدتوگه
 (دشرقي فرهنگ په رڼا کې)

 

(۳)

 

 

دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى

 

د جمله وو مخلوقاتو پلار دى د

 

رحماني عشق

 

د رحمان بابا دېوان د ځېنو كسانو له خوا د((عشق)) د دېوان په  نوم هم ياد شوى دى، نو كله چې د رحمان دېوان را اړوو، دې كې به مبالغه نه وي چې په هر شعر په هر نظم او هر غزل كې د عشق ٬ عاشق او معشوقې كلمه ياده شوېده. يا د رحمان بابا د انگرېزي دېوان د سريزې د ليكوال په باور سره د رحمان بابا د دېوان اصلي محتوا عشق دى. غواړو په دې مساله هم د تصوف له زاويې او هم د ارواپوهنې له نظره  څه ووايو.

افغان عالم او مشهور څېړوونكی حبيب الله رفيع  صيب چې د رحمان بابا دېوان يې هم په ټول دقت  چاپ كړی او هم يې پرې ډيره څېړنه كړې ده٬ په ډېره واقعبينانه توگه يوه مساله په وروستي اثر ((خم رحماني)) كې را سپړي او هغه دا چې د تصوف په خوا كې دا هم  جوتېږي چې :

((دى د مجازي مينې په پوړيو د حقيقي مينې د معراج لور ته ورختلى. ځېنې کسان د ده مينه يوازې حقيقي مينه بولي او له مجازي مينې نه يې منکر دي، خو د ده په دېوان کې داسې بيتونه مومو چې هېڅ منکر دا نه شي ويلاى چې ده دې مجازي مينه نه وي کړي))[39]

 

زه عار نه لرم په عشق کې له پېغوره

 

بې پروا يم دستۍ په څېر له اوره

 

زه رحمان په زړه نرى کړم هغه نجونو

 

چې يې ملا وي د ويښته په دود نرۍ

 

په رحمان د ښايسته وو قدر ډېر دى

 

د طبيب له قدره چا زده بې رنځوره

 

که مې پېرې که مې پلورې چاره نشته

 

زه رحمان د ښايسته وو خانه زاد يم

 

گوښې گوښې ښايسته مې زړه وکاږي

 

زه وکوم يوه ته وايم چې تا يووړ

 

زړه که يو وي ما خو تا لره درکړى

 

 

مگر نورو لره نور زړونه پيدا کړم

 

له بلې خوا د رحمان بابا دېوان د ځېنې داسې صوفيانه او عارفانه مفاهيمو ډك دى چې د هغه  له تصوفي لارې او عرفاني مسلك  څخه هم سترگې نه شي پټېداى. د مثال په توگه هغه وايی :

 

عاشقي چې تر كماله  ورسيږي

 

دخپل يار له لاسه زخم يې مرهم شي

 

 

يا دا چې :

 

دا دولت د خداى په داد دى

 

مونده نه شي له نسبه

 

عشق څه هسې علم نه دى

 

چې حاصل شي له مكتبه

 

مكتب حال د مذهب وايی

 

عشق سېوا دى له مذهبه

                

له پورته بيتونو څخه مالوميږي چې د رحمان د ((ژوند منحني)) له پړاوونو تېره ده. كه په يوه پړاو كې د ځوانۍ او زلميتوب په نېشه مست وو او د مجازي مينې شمال پرې لگېدلی، نو د تفكر او تأمل په سمندر كې داسې لامبوزن دى چې د عشق فطري او معنوي الهاماتو ته يې پام شوى دى. د هغه په باور عشق كسبي نه دى فطري دی او دا داسې دايره ده چې په لوی او ستر محيط كې يې يوازې انسانيت ځاېيداى شي (په تصوفي او عرفاني متن كې)، نه نور صفات. رحماني عشق د حقيقي عشق پړاو يو رواني او سايكالوجيك حالت بولي. په هغه كې چې انسان له معمول او عادي حالت نه ووځي او ځان د سترې او لايتناهي هستۍ د هستوونكي سره يو بولي. ((لوي ماسيونون د منصور حلاج په اړوند رساله باندې  په خپله سريزه كې ليكي :

((عارف چې په ضروري توگه له جلا والي ٬ يوازې والي اوله تکثير نه رنځ وړي ٬ د عشق په بركت او  شور سره ٬د خپل وجود د قواو د بېلا بېلو اغراضو څخه منع كوي او د يواځېنې معشوق په لټه كې كېږي))(. [40]

له روان پوهنيز پلوه :

ځېنې ذهنې حكمونه  شته دى چې د دې سبب كېږي چې كله نا كله مفاهيم په نه دقت وكاروو او يو مفهوم د خپلې اصلې مانا پر ځاى د بل څه له پاره استعمال كړو، نو د دې له پاره چې د عشق سايكو لوجيك مفهوم مو څېړلى وي اړه وينو چې د مسالې د رواني اړخ د څېړلو له پاره دلته يوه ډېره په زړه پورې يهودي افسانه  رانقلوو. سره له دې چې ډېره ښكلې، خو په عين حال كې لږ څه بربنډه ده. دا ځکه چې د شهوت د هيولا پورې ارتباط لري.

 وايی يو زوړ سړى چې ډېر متقي او په پرهېزگارۍ كې يې ساری نه وو او د خداى دوست وو ۔ د ژوندانه په مانا يې ډېر فكر او تأمل كاوه. بالاخره پوه شو چې د بشريت ټول مصايب د شهوت له ديو او بلا نه را زېږي، نو پر ځمكه پرېووت او له خدايه يې وغوښتل چې د شهوت شيطاني روح له نړۍ بهر كړي. څرنگه چې هغه ډېر پرهېزگاره پير وو، نو خداى د هغه توبه او زارۍ ومنله او دوعا يې ورته  قبوله كړه. زوړ سړى ډېر خوشاله شو. يوه ورځ مازديگر د تل په څېر باغ ته ووت چې د گلانو له عطرونو خوند واخلي. باغ د تل په څېر وو، خو يوه ستونزه دا وه چې د عطرو او خوشبويي هغه همېشنى او پخوانى بوى نه وو. يو څه ورك او نادركه مالومېدل. يو څه ورك او يوڅه بېخونده مالومېدل. د پخوا په څېر خوند او رنگ يې نه درلود. فكر يې وكړ چې ستړى دى. د زرو جام يې را پورته كړ او زاړه شراب يې پر سر واړول. دا وار د شرابو خوند هم د تېر په څېر نه وو. دې  پير په حرم كې يوه ښكلې ښځه  هم درلوده كله چې يې ښځه مچ كړه د هغې مچكه هم د شرابو په څېر او د گلونو په څېر بېخونده او بې خاصيته وه. د كور بام ته وخوت او خپله كيسه يې خداى ته تېره كړه. فكر يې وكړ چې كېداى شي غلطي ېې كړې وي چې د شهوت روح يې په دوعا سره له منځه وړی وي. له خدايه يې وغوښتل : ((د شهوتو شيطاني روح بيرته راوگرځوه)).

 څرنگه چې هغه پرهېزگاره او د خداى دوست وو، نو خداى يې بيا دوعا ومنله او وروسته چې پير د هر څه پسې گرځېده ليدل يې چې هر څه يو خوند او كيفيت لري. گلان عطر لري، شراب خوند لري او د ميرمنې مچه يې هم له خوند او كيفه ډكه ده.

د کارل گوستاويونگ په باور دا كيسه موږ ته په ډاگه كوي چې كه موږ د انسان او د طبعيت د ازلي قوانينو څخه سر غړاوى وكړو. څه كه معقول وي او كه نا معقول وي، نو په واقعيت كې به مو يو څه  له نړۍ بهر كړي وي. زموږ نړۍ او زموږ وجود په كامله توگه يو نامعقول څه لري او اصلاً نه شو كولاى ثابته كړو چې هر څه بايد معقول وي. البته ځېني معقول ملاحظات شته چې بايد پر هغو وپوهيږو او بايد ورسره سازش وكړو، او كه نه نو شيطاني روح له منځه ځي. دا چې موږ په ځېنو نامعقولو چارو باور لرو چې ان حياتي ارزښت لري، نو ارواپوهنيز  حقيقت دا دى چې هغه څه چې پرې پوهېږو او پرې فكر كوو هماغه زاړه او لرغوني انسان ته پرېږدو، خو كه لرغونى انسان يې ونه مني پوهيږو چې  موږ په ورانه لار تللي يو.[41]   له دې جوتېږي چې مينه يا عشق چې غير تصوفي او عرفاني هغه ده د تن او روان يوه غوښتنه ده او يو داسې كيفي حالت دى چې په محسوساتو كې شتون لري، خو د عشق دغه حالت د انسان په روان كې ډېر لوړ او عالي درجه پيدا كولي شي.

په ارواپوهنه كې د فرويد ځانگړنه او د هغه د كار اهميت په دې كې دى چې نوموړي وكړاى شول د علمي او مادي تجاربو په وسيله او د عقلي مېتودونو له لاري د انسان روان وڅېړي، خو د ځينو پوهانو او سايكالوجېستانو په عقيده فرويد د افراط لاره نيسي. دا ځكه  چې هغه په نفسانياتو باندې ډېر ټينگار كوي او هر څه د نفسي لارې څېړي.

فرويد له دوه گونو اصلونو يعنې ((د ژوند شور او هيجان )) يا اروس arose او د مرگ ترهه او هيجان يا ناتانوس nutinous څخه پيل كوي، خو د انسان د شخصيت د څېړلو په برخه كې تثليث يا درې گونۍ ته رسېږي. دغه درې مفهومه له : ايد، ايگو او سوپرايگو (ID, EGO AND SUPEREGO) څخه عبارت دي. د هغه په باور سره ايد د رواني انرژۍ او غرايزو سرچينه ده. ايد بايد نسبت بهرنۍ نړۍ ته له بدن او د هغه له جريانونو سره زيات روابط ولري. ايد د ابتدايي اصل د ارضا يا د ژوند لومړنی اساسي رول يعنې لذت يا خوند په غاړه لري او د لذت د اصل هدف د رنځ څخه لېرېوالی او د خوند يا لذت لاس ته راوړل دي. ايد د ايگو  او د سوپرايگو برخلاف سازمان بندي كوي او د هغه انرژي د تحرك په حال كې ده او كيداى شي له يوې موضوع بلې هغې ته انتقال شي. د تجربو په لاسته راوړلو او د زمان په تېرېدو سره بدلون نه مومي د منطق او استدلال او قواعدو لاندي نه راځي. اخلاقي او معنوي ارزښتونه نه مراعات كوي. يواځې يوې مسالې ته پاملرنه كوي او هغه يوازې د غريزي احتياجاتو رفع او ارضا د لذت د اصل په مطابق  ترسره كوي. ايد د انسان د شخصيت تهداب دى. دا قوه د عقل ضد غير ټولنيزه ځان غوښتونكي او د لذت په لټه كې ده().[42]

ايگو د شخصيت اجرايي عامل دى او په  ايد او سوپر ايگو باندې د كنترول دنده لري. د ټول شخصيت په گټه د بهرنۍ نړۍ سره رابطه جوړوي. ايگو د ايد يا د لذت د اصل تر فرمان لاندې نه دى او د واقعيت له اصولو پيروي كوي. ايگو د خيال ٬فانتيزي او واقعيتونو ترمنځ توپير كولی شي، خو سوپر ايگو د شخصيت اخلاقي او قضايي برخه ده او زياتره د ارمان نماينده ده. دا قوه له  مخه تر دې چې د واقعيت د حصول له پاره هڅه وكړي سخت د كمال په لټه كې ده. همدارنگه سوپر ايگو د انسان د اخلاقي ناموس په حكم  كې  ده.

 رحماني عشق يعنې څه ؟

په انگليسې ژبه  د رحمان بابا د دېوان ژباړونكى او سريزه ليكونكى باور لري چې هغه څه چې د رحمان  په دېوان كې ډېر برجسته او څرگند دي هغه عشق دى. مو ږ د رحمان بابا په دېوان كې په دې خبره غور وكړ. د رحمان بابا په دېوان كې په كراتو ځله د عشق كليمه تكرار شوېده ۔ خو دا عشق يوازې تصوفي او عرفاني عشق نه دى دا يو ه اوږده قصيده ډوله  غزل دى چې مطلع يې ده :

په نامه د هغه خداى مې دا بيان دى

 

چې يو نوم يې په نومونو كې سبحان دى

 

په دې شعر كې رحمان بابا د خداى توصيف كوي. د خداى صفات بيانوي چې له يوې خوا شريعت ته نږدې او له بلې خوا د خالص تصوف او عرفان څخه واټن نيسي. په دې مانا چې په وحدت الوجود كې په عالي او ترانسيندينتال حالت كې صوفي له ځانه بهر كېږي او ځان يا مادي وجود نفي بولي محى الدين اكبر وايی : ((از ديدگاه وحدت وجود، خلق عين حق است ونه چنان است كه خالقی باشدو مخلوقى جدا از او خالق و مخلوق از هم جدا نيست، بلكه خود خدا است كه در صورت عالم جلوه گر ميشود))().[43] نوموړى په همدغه چاپ كې د خداى وحدانيت د دېوان په ۱۳۶ مخ د خداى ديدار او ښكلا بيانوي INDIVISIBILITY  په خاصه توگه په دى بيتونو كې. داسې برېښي چې نوموړې د رسمي مذهبي عبادت تعقيب ترك كوي. رحمان په معنوي لحاظ تږى دى. هغه وايی زما زړه په طاعت او عبادت نه قانع كېږي.

د سريزې  ليكوال په قول : د قناعت له پاره دا تنده نوموړى ته لارښوونه كوي  چې مولانا محمد شفيع ورته تكنيكل مذهب يا دين وايي : په دې اساس د رحمان بابا د دېوان ارزښت يا مشخصه د خداى سره د خالصو اړيكو قصد او د تصوف عرفاني دوكتورين بيانوي چې دا پخپله په رحمان پورې اړه لري. يعنې دا چې رحمان بابا د شريعت او تصوف تر منځ يو منځمهالى دريځ لري.

نوموړې وايی كه چيرې موږ د رحمان باباب له دېوان  دغه ډول تصوف پورې اړوند شعرونه ليرې كړو، نو څلورمه برخه به هم پاتې نه شي، خو دا سوال پرځاى دى چې رحمان بابا د تصوف د كومې لارې (طريقت) پيرو دى او په كومه پوړۍ كې حضور لري چې دا مالومه نه ده، خو ځېنې بيا وايی  چې د هغه عرفان زيات د قران سره هماهنگ دى لكه څنگه چې غزالي يا د هغه پانته يستي (وحدت الوجودي) لارې افراطي تصوف چې په زياترو كلاسيكو متونو كې ليدل كېږي  عبارت دى().[44]

نوموړى وايی په دې اړوند څو داسې منابع شته چې په ډاگه كوي چې د رحمان بابا د ژوند د وخت اسلامي تمايل په ډاگه كوي چې دا سمه او واقعبينانه خبره ده چې بيا هم دا ادعا تصديقوي چې نوموړى د تصوف او شريعت (چې زياتره صوفيان ادعا كوي چې يو د يو بل مكمل دي خو ...)) ترمنځ دريځ لري او زيات تمايل يې د شريعت لورې ته دى نه ژور او پوخ صوفيانه طريقت ته.

كه د روان پوهنې له نظره د انساني شخصيت ابعاد راوسپړو په هغه كې داسې سركشه ځواك شته چې دا وس لري چې انسان د معمولو ټولنيزو ضوابطو پروا ونه ساتي : 

خو بله خبره دا ده چې له عرفاني پلوه د عشق مفهوم څه شى دى؟

عشق :مفرط شوق او يو شي ته شديد تمايل دى. عشق داسې اور دى چې په زړه بلېږي او محبوب سيځي. عشق د بلا گانو سمندر الهى لېونتوب او  د معشوق سره بلا واسطه د زړه قيام دى.

خو عشق څه دى؟ هغه څه چې د انسان د شخصيت د ايدID د ياغي او سركشه ځواك څخه را برسېره كېږي دا كه موخه يې د مادي لذت ترلاسه كول  وي او كه د معنوي برترۍ تر لاسه کول خو دواړه  د عشق په حالت كې واقع كېږي. په فرهنگ اصطلاحات عرفاني و تصوف كه د عشق تعريفونو ته ځير كېږو.

عشق د طريقت ډېر مهم ركن دى او دا مقام يوازې كامل انسان چې د ترقۍ او تكامل پړاوونه يې وهلي وي در ك كولاى شي().[45]

عاشق د عشق د كمال په پړاو كې داسې حالت سره مخامخ كيږي چې له ځانه پردى او ناخبره كيږي او له زمان او مكان نه فارغ او د محبوب په فراق كې سوځيږي، نو د دې څخه جوتېږي چې غير له ايد id څخه به د عشق مكان د انسان د شخصيت په  بل  ټاپو كې نه وي.

مولانا وايی :   

عشق جوشد بحر را مانند ديگ

 

عشق سايد كوه ر ا مانند ريگ

عشق بشكافد فلك را صد شكاف

 

عشق لرزاند زمين را از گزاف

گر نبودی بحر عشق پاك را

 

كى وجودى داد مى افلاك را

رحمان :

دا دنيا ده خداى له عشقه پيدا كړې

 

د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا

د سېلاب په مخ كې لاړم لكه خلى

 

عاشقي به يې د باد په مخ بڼه كا

كه چا ځاى وي كوه قاف غوندې نيولى

 

چې د عشق له بحره روغ سلامت ووځي

حافظ گويد

 

((زعشق ناتمام ما جمال يار مستغنى است

­­­­­­­­­­­­­­

 

باب ورنگ وخط چه حاجت روى زيبا را

 

من از ان حسن روز افزون كه يوسف داشت دانستم

­­­­­­­­­­­­­­

 

كه عشق از پرده عصمت برون آرد زليخا را

رحمان بابا وايی

 

كه ليدلى زليخا يوسف په خوب دى

­­­­­­­­­­­­­­

 

ما په وېښه دى ليدلى په خواب نه دى

 

زليخا غوندې به بله شيدا نه وي

­­­­­­­­­­­­­­

 

كه د مصر مستورې شي واړه تورې

 

((اى درويش! عشق براق سالكان ومركب روندگان است. هرچه عقل به پنجاه سال اندوخته باشد. عشق در يك دم آن جمله را بسوزاند وعاشق را پاك وصافی گرداند. سالك به صد حيله آن مقدار سير نتواند كرد كه عاشق در يك طرفت العين - عاقل در دنياست وعاشق در آخرت )).( )[46]

عشق را به حقيقي ومجازي تقسيم كرده اند. عشق مجازى ابتدا محبت وهوى وبعد علاقه وبعد وجد وعشق است كه منشأ آن هوى وحب مجازى است وپس از مرتبه عشق شغف است كه سوزاننده قلب است. (خواجه عبدالله انصاري رسايل ۱۲۵ ابوسعيد ميهني اسرارالتوحيد ۲۲۴)().[47]

خو كله چې د پورتنېو مسايلو په رڼا كې درحمان بابا په باب غور كوو. د استاد حبيب ا لله رفيع دا نظر هېڅكله له پامه لېرې نه شي پاتې كېداى  چې  رحمان بابا  له مجازي مينې څخه د حقيقي مينې په لور گام اخيستى دى. د هغه له شعرونو جوتېږي چې د هغه په كركتر كې پټ او نا ملموس ياغيتوب موجود دی۔ هغه د عقل او هوش څه پرواگير نه وو. په هغه كى دا ظرفيت وو چې د عشق په لار پل كيږدي، نو كېداى شي په مجازي مينه كې د محروميت له لارې هغه عالي حقيقى عشق ته داخل شوی وي. د روبرت سامپسون او مؤمن خان (په انگليسي ترجمه باندي سريزه ليكونكي) دا نظر : چې وايی كه د رحمان بابا له دېوان څخه د حقيقي عشق شاعري لېري كړي، نو نږدې هېڅ به پاتې نه شي. استاد رفيع  دا خبره يو بنياد لري چې وايی

موږ د ده له پاړکو نه دا راايستلې شو چې رحمان بابا په ښکلا او ښکلو مين وو. د ژوند ډېره برخه يې د مينې په يادونو او د بېلتون په بادونو کې تېره کړې ده. کله هجران ځورولى کله وصال، کله يوه پىمخی ښکار کړي او کله بل. کله مينې ورته اور کړى او کله يې په بيديا کې بې تابه کړى دى. د ده د ژوند دا ټولې پېښې د ده په شعرونو کې نغښتلې شوې او تر موږ پورې رارسېدلي دي. د رحمان بابا د ژوند ډېره برخه په مجازي مينه کې تېره شوې او د عشق په مدرسه کې يې بې له زلفو بې له خطه بې له خاله بل څه نه وو لوستي))( ). [48]

 

 

 

زه عاشق يم سرو کار مې دى له عشقه

­­­­­­­­­­­

 

 

نه خليل نه داوود زى او نه مومند يم

 

خط دې تور حرفونه مخ دې پاڼې د کتاب دي

­­­­­­­­­­­­­­

 

شغل د کتاب دې بل کتاب راڅخه يووړ

 

رحمان او د عشق تعريف : اوس چې كله د عشق تعريف او تعبير پخپله د رحمان بابا په كلام كې پلټو، نوموږ ته د حالاتو په بېلابېلو مقطعو او زماني واټنونو كې د شعر تعريف راكوي. او بيا هم هاغه مخكېنى نظر راجوتوي چې په يوه برخه كې عشق يعنې د ښكلا په سمندر كې پنا كېدل، په لويه هستۍ كې غرقېدل، يوه باريكه لمحه او شېبه را څرگندېدل او داسې نورې خواوې او جهتونه ويني : لاندې شعرونه گورو

په رُخسار چې دې د خط غبار څرگند شو

­­­­­­­­­­­­­­

 

سربلنده شوه فرقه د خاکسارانو

 

سياهي د نوي خط دې هسې زيب کا

­­­­­­­­­­­­­­

 

لکه کښلي واړه توري د قران

 

وهغو ته عاشق نه ويلي بويه

­­­­­­­­­­­­­­

 

چې يې فکر يا د سر يا د دستار وي

 

پسران دې عار زما له عشقه نه کا

­­­­­­­­­­­­­­

 

پاک عاشق، پير او پدر درېواړه يو دي

 

پاک او منزه دى عشق د نفس له خاصيته

­­­­­­­­­­­­­­

 

چېرته چاه د گېډې چيرته چاه د زنخدان

 

 

دلبرانو وته خاک تر تلې لاندې

­­­­­­­­­­­­­­

 

د دې نور جهان په سر لکه اسمان يم

 

نوکري د معشوقو کوم په عشق کې

­­­­­­­­­­­­­­

 

مهيني نه د بهلول نه د اورنگ يم

 

که مين يې په خپل يار باندې رښتيا

­­­­­­­­­­­­­­

 

اواره کړه اول دين پسې دنيا

 

 

په پورته شعرونو كې موږ د عشق دواړه خواوې وينو هم د مجازې مينې او هم په اصطلاح د حقيقي مينې ځانگړنې وينو. په ځېنو مواردو كې د جنت د حورو يادونه دا نقد او هغه نسيا، داسې خبرې دي چې هم د تصوف سره اړخ لگوي، خو د جنت د حورو ياد او د جنت په باب فكر او باور عارف او صوفي ته په وروستي عارفانه پړاو كې دومره مطرح نه ده.

 

د جنت له حورو تېر شه که يار غواړې

­­­­­­­­­­­­­­

 

خداى دې نقد د چا  نه کا نسيا

 

سپين رُخسار او تورې زلفې كېداى شي د سمبولونو په توگه يادې شوې وي. ځكه په شرقي نړۍ كې د تصوفي افكارو دبيان له پاره شعر يو ښه منبر  وو. غزل په خاصه توگه د دې افكارو د وړاندې كولو له پاره منلى فورم په توگه كارول شوى دى او په دې فورم كې د تغزلي او رمانتيك او تخيل د ساتلو  له پاره ټول سمبولونه  په اصطلاح له مجازي مينې او محسوساتو له دونيا اخېستل شوي دي. په راوروسته شعر كې د سپين رُخسار او تورو زلفو عاشق صوفي او عارف توجيه  كېداى شي.

عاشقان د سپين رخسار د تورو زلفو

­­­­­­­­­­­­­­

 

څه پروا لري د کفر د اسلام

 

رحمان حسن ديار وينم په پرده کې

­­­­­­­­­­­­­­

 

نه پټېږي نور د شمعې په فانوس

 

دا حجاب چې نور عالم يې حجاب بولي

­­­­­­­­­­­­­­

 

دا زما د يار تر مينځه حجاب نه دى

 

که څوک وای هنر کوم دى ؟ وايه دا دى

­­­­­­­­­­­­­­

 

چې بې خدايه نوره مينه په چا نه کا

 

په شرقي عرفان او تصوف كې د عشق مكتب د مولانا او شمس الدين محمد تبرېزي د سوزنده مينې او عشق څخه مالامال دى. دې ښوونځي تر ډېره په پښتو ادب هم سيورى غورځولى دى. منصور حلاج هم څو وارې د رحمان په دېوان كې ياد شوى دى، خو ډاكتر ناصرالدين صاحب الزماني د مولانا او شمس د صوفيانه عشق په باب يو ډول اروا پوهنيزه شننه وړاندې كوي.

عشق په تصوف كې په يو وار كمال ته نه رسيږي. د عشق تصوف د تشو  خبرو مذهب نه  دى، بلكې په عمل كې د اقرار مذهب دى. د سهوى او خطا لاره ده. د نوسانونو،  پرمختگونو او د خطا او ازمايښت لاره ده. يو تدريجي كمال دى. د عشق  مذهب  په عمل كې دى نه په خبرو كې. نوموړى د شمس په دې خبره ټينگار كوي چې :

((پيش ما يكبار مسلمان نتوان شدن! (بلكه ره پيماى طريق عشق، مسلمان مى شود وكافر مى شود وباز مسلمان مى شود. وهر بارى از هوى (خودخواهي) چيزی بيرون مى آيد تا آنوقت كه كامل شود)). [49]

د صاحب الزماني په  قول تصوف  له ټولنيزه پلوه درې پړاوونه لري :

۱. د پرهيز تصوف  يا قهر

۲. د عشق تصوف يا سوله

۳. د جنگ او عصيان تصوف يا جگړه

 

د نوموړي په نظر د عشق سره په پيوند كې تړاو   او په دوست اتكاء ، په پير، په مراد، په مطلوب او قطب  تکيه ده. ارواپوهنه د دغه كار بنسټ او د دې مداوا په دې تړنه او روابطو كې پلټي. د مرسته غوښتونكي يا لاس نيونكي  يا مريد يا عاشق پورې ده، خو دغه اتكاء په خپل ذات كې سالمه هغه نه ده. كه د ناروغ درملنه په همدې پړا وكې متوقفه شي، نو د هغه د شخصيت وده او سلامتي بيا موندل به په ټپه ودرېږي.

د نوموړي په باور د ((عشق په تصوف)) كې سرښندنه يو اړخيزه نه ده، خو په اتكايي تړنه او رابطه كې هر وخت يو د يوې خوا مينه او عشق او بلې خوا ته مهر او مينه اخېستونكى پاتې كېږي.

 صاحب الزماني زيات د مولانا او شمس په عشق تمركز كوي او د تصوف له پاره دا مثال راوړي، خو د رحمان بابا په باب دا يو څه صدق كوي. د مثال په توگه په مولويه طريقت كې سماع او موسيقي يو اصل دى. شعر او موسيقي رقص او سماع د عشق په تصوف كې يوه وسيله ده، نه هدف. دا د عواطفو د تلطيف وسيله ده. د قهر او خشونت د كمښت وسيله ده. د يو شانته والي برابرۍ د ملگرتيا او دوستۍ د جلا والي له پاره د چارې پلټل او د يوازې والي درمان دى، خو رحمان بابا سره له دى چې په سماع او موسيقي او رقص په باره كې يو غزل او ځينې شعرونه لري، خو داسې منظم او د طريقت په بنياد نه دي. كېداى شي د پښتنو محافظه كارې ټولنې او د عنعنوي شريعت د سپوتېزم  په دې بهير اغېز كړى وي.

د رحمان بابا په دېوان كې يوازې يو شعر د سماع او رقص په باب موجود دى. سره له دې چې رحمان بابا په مشخص او څرگند ډول د كومې خاصې فرقې او تصوفي طريقت ياد نه كوي، خو د سماع او رقص يادونه د هغه د هيجان او بېخودۍ د حالت نماينده گي كوي.

سماع په زياترو په ځانگړې توگه په مولويه طريقه كې يو اساسي ركن دى. صوفيان سماع او موسيقي  د داسى حالت د ايجاد له پاره لازمه بولي چې په هغه كې عارف او سالك له خپله تنه او حالته بهر كېږي او په لويه هستۍ كې د ځاى كېدو او وركېدو لاره جوړوي.

سماع ٬ عرفاني شور او هيجان :

 

ساقي راكړه ته و ما ته جام د رقص

­­­­­­­­­­­­­­

 

زه ارزو  په زړه لرم مدام د رقص

 

ده وې اوس به د خوښۍ ساعت په تا شي

­­­­­­­­­­­­­­

 

مغني را كړ و ما پيغام د رقص

 

مسيقي علم خپل استاد راته تعليم كړ

­­­­­­­­­­­­­­

 

رانمای كړ هر تار مقام د رقص

 

سر يې پاس تر نه فلكه څرگندېږي

­­­­­­­­­­­­­­

 

چې په چا وشي ارشاد اعلام د رقص

 

چې جلوه پرې د محبوب له لورې كېږي

­­­­­­­­­­­­­­

 

هرگز نشته په  هغه اشام د رقص

 

لياقت يې هر وگړي څخه نشته

­­­­­­­­­­­­­­

 

په لايقو باندې وي انعام د رقص

 

څو يې سا په وجود شته عبدالرحمانه

­­­­­­­­­­­­­­

 

حقيقت به هومرې نه كا تام د رقص

 

 

انسانيت :

د رحمان بابا په محدود يعنې يوازې يو دېوان كې د ژورو او فلسفي افكارو ډېر څركونه شته. هغه انسان حيوان بولي، خو د انسان خويونه د ادم او د خلقت د سترې اسطورې په اساس  توجيه كوي.

 

په ادم كې د حيوان خويونه شته دى

­­­­­­­­­­­­­­

 

بيا هاله يې ادم بوله چې ادم شي

 

د عشق كمال :

شاعر عشق يوه خدايي وركړه بولي. په دې شعر كې عشق الهامي متاع ده، نه د سود او زيان متاع.

 

عشق يو داد دى په عاشق باندې له خدايه

­­­­­­­­­­­­­­

 

هسى نه دى چې يې پيرې يا يې پلوري

وجودي :

شاعر د مجنون اسطوره د يو سمبول په توگه د عشق او يووالي له پاره استعاره گرزوي.

د مجنون د حال پوښتنه به څوك څه كا

­­­­­­­­­­­­­­

جهان واړه كوراكور مجنون ليلا دى

يا دا :

په جزبه د عاشقۍ كه برهم نه شي

­­­­­­­­­­­­­­

 

بېدادي د مطلوبانو واړه داد دى

 

چې د آه و د فرياد طاقت يې نه وي

­­­­­­­­­­­­­­

 

هر سكوت د بې طاقتو آه فرياد دى

 

سمبول عشق :

د رحمان بابا په نظر عشق يوازې يو نوم نه دى، بلكې د هغه په نظر سلگونه نور نومونه لري. دا نومونه سره له دې چې د مجازې عشق له افسانو اخېستل شوي دي، خو د حقيقي مينې د توجيه او تفسير له پاره كارول كېږي.

 

بادشاهان په عاشقۍ كې ملنگان شي

­­­­­­­­­­­­­­

 

ما او تا غوندې وگړي د چا ياد دي

 

 

سل په دارنگه نومونه د عشق نور دي

­­­­­­­­­­­­­­

 

لكه نوم چې د مجنون او د فرهاد دى

 

چې يې زړه شي هلته كښېني هلته پاڅي

­­­­­­­­­­­­­­

 

عشق د عقل و د هنر كره داماد دى

 

چې د څنگه مې دلبر په لاس كې جام دى

­­­­­­­­­­­­­­

 

نن اورنگ د زمانې زما غلام دى

ځ

دوه متضاد حقيقتونه :

رحمان سره له دې چې په ډېر احتياط د شريعت  له پولې نه تېرېږي، خو كله ناكله چې د عشق  هيجاني حالت ترسيموي، نو د عشق وجوب يا واجبيت له هر ډول فرضو او واجبو پورته بولي.

هېڅ يې مه پوښته له فرضو له واجبو

­­­­­­­­­­­­­­

 

په  هغو چې عاشقي كړه خداى واجبه

 

عاشقان تر سر و ماله يار ته تېر دي

­­­­­­­­­­­­­­

 

خداى دې دا طايفه نه كاندي كاذبه

يا:

انسا ن مركزيت او وحدت :

د وجد او شور په حالت كې رحمان بابا ځان او جانان سره يو بولي او دا د وحدت الوجود د عقيدې يو بنياد هم دى

خپل جانان مې هسې نقش دى په زړه كې

­­­­­­­­­­­­­­

 

نه پوهېږم چې رحمان يم كه جانان

 

ماوی زړه د مؤمن عرش دى خبر نه وم

­­­­­­­­­­­­­­

 

چې به عشق زما دا عرش كاندي وېران

 

 

عاشقۍ يې تر هغه حده بېهوش كړم

­­­­­­­­­­­­­­

 

چې نه هوش لرم نه سر او نه سامان

منصوري تومت :

داسې جوتېږي چې رحمان بابا په خپل ژوند كې د تومتونو قرباني هم وو. اتهامات پرې هم لگېدلي دي. دا يوازې ذهني او خيالي هغه نه دي، بلكې د هغه د ژوند د واقعيتونو نماينده گي كوي.

لور د لوره د تهمت په غونډو ويشت شم

­­­­­­­­­­­­­­

 

ملامت را باندې وايی درست جهان

 

يا دا چې

 

دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى

­­­­­­­­­­­­­­

 

د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا

 

اوس له دې څه پوهېداى شو؟

د رحمان بابا د دېوان د بېلابېلو فكري بهيرونو او په ځېنو مواردو كې د متضادو او يو له بله سره ناورته باورونو جوتېږي چې د رحمان د هستونو ډېر څه ورك او يا له منځ تللي دي. يو دليل دا دي چې رحمان بابا په خپل دېوان كې داسې عقايد مطرح كوي چې ښيي  نوموړى د وخت په پوهنو پوره لاسبري درلوده، خو داسې يو شخص چې هم د تصوف او هم د ټولنيز ژوند او هم د حكومتدارۍ او استبداد او هم د موسيقي او سماع په باب مشخص نظريات لري څنگه كېداى شې يوازې يو دېوان د هغه د ژوند پانگه وي. له دې جوتېږي چې دوه فكتورونه يو د پښتنو محافظه كاره ټولنه او بل د وخت استبداد چې د علم او فرهنگ قدر يې  په نشت شمېرلې د دې سبب شوی وي چې دده اودده په  څېر د نورو لسگونو شاعرانو او ليكوالو او د نظر خاوندانو اثار له منځ تللي وي.

د رحمان مينه او رحماني عشق په يو جهت كې نه شو ثابتولي.هغه شاعر وو. شاعر ښكلا ويني. دا ښكلا د محسوساتو ښكلا ده، خو په ژور محروميت او مفرطې مينې او د وخت حالات انسان دېته اړ كوي چې د مينې له پاره بله مجراء او لور پيدا كړي او رحمان هم چې د هند او د فارس له فرهنگي پوهنو اغېزمن وو. د مولوي، حافظ، جامي، سعدي او نورو څخه اغېزمن وو. او د پښتونخوا د ستر فرهنگي او سياسي غورځنگ روښاني غورځنگ څخه اغېزمن وو. نه شو ويلاى د هغه په باب يو ارتودكسي حكم وكړو.

 

  

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۵                           سال دهم                          میزان           ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی            اول اکتوبر ۲۰۱۴