کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

اسحاق ننګیال

    

 
كرونده

 

 


ځمكه هېڅكله د سينې د سر شين شوى نازولى زُړى نه هېروي
زُړ ى هم مور غواړي.
***
باد ددې غره له تالا شوي كلي راغى
زموږ د ښكلې كروندې په په سپينو تيو كې يې پۍ وچې كړې
زُړي له لوږې مړه شول
او زه تنها پاتې شوم
دكروندې پر وچو تيو د ماشومو شهيدانو سرې جنډې شنې شوې
كرونده بوره شوله
كرونده زړه پر شاپرته ده
د آسمان د مور پر سپينو نازولو بچو ناړې شيندي
كرونده بادونه دادڅيرې لمن پور غواړي.
***
كرونده ژاړي راته چيغې وهي
زويه! فيره او ناكامه شومه
سبا به سره اورونه مړه وي
او دكلي دغه سوړ تنور به ژاړي
او له لوږې به مري

لاړشه! دبلې كروندې دسينې زُړى شه او وغوړيږه
زه به دې هيله مور شم
چې هابزګره او نهره پېغله راشي راته وخاندي
او ووايې چې اى موري!
دادى نن بيا مړه شوم
وچه ډوډۍ مې بيا له لاړو سره تېږه كړله.
***
تنور لګيادى رانه اور غواړي.
١٣٧٣ ٢/ ١۵
كابل
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۴                            سال دهم                            سنبله/میزان           ۱۳۹۳  خورشیدی            ۱۶ سپتمبر  ۲۰۱۴