کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

پوهنمل رحمت ځواکمن

    

 
مساپره مرغۍ

 

 

 

 زما د وطن پر خړو دښتو الوتلې مرغۍ

په شنو درو مې د زړګي تللې راغلې مرغۍ

ستا د چغار هر سندریز سحر سحر مې په زړه

په هر ماخام د خوږو سترګو خوږ نظر مې په زړه

ستا د وزرونو د ښایست زرین وختونه څه شول

ستا د سرو سترګو ا خمار خمار جامونه څه شول

ستا د مستۍ ستا د ځوانۍ او ستا د ناز وختونه

ستا د نغمو ستا د سندرو او اواز وختونه

چرته د زړه ګوښه کې پټ مې سوز او ساز جوړوي

په زخمي زړه راته د هجر مات اواز جوړوي

..................

نو زما ښایستوکې ،سندربولی، نازولی مرغۍ

زما د کاله له بامه تللی ترېدلې مرغۍ

درته زموږ د باغ د ګلو رنګیني یاده ده

درته په غرو مې د شپنو هغه مستي یاده ده

درته په یاد دی هر سحر او تور ماخام مرغۍ

هر پسرلی دی  خپل چغار زموږ پر بام مرغۍ

په زړه مې ګرځي او په زړه کې مې تل ساز جوړوي

ستا خوږ اواز، ستا خوږ اواز، ستاخوږ اواز جوړوي

................

نو ای پیمخې ای حسینې راته ګرانې مرغۍ

زما د دوران، زما همزولې، سرګردانې مرغۍ

زه دې چغار پر خپل پامير او خپل سپین غر لټوم

د زړه په کور مې ستا یادونه هر سحر لټوم

ستا په اواز کې د زخمي وطن زګیروي چرته دي

ستا د چغار د مهال شنه شنه پسرلي چرته دي

رانه اواز کې دی د مات زړه فریادونه ورک دي

په سره خولګۍ  دی زما تنکي تنکي شعرونه ورک دي

..................

نو زما مساپری زما بلبلې زما ښکلی مرغۍ

په شنو درو مې د زړګي تللې راغلې مرغۍ

راته دی سترګو کې وختونه پروني راوړي

پر پستو شونډو دی سندری د سپرلي راوړی

ستا په اواز کې مې د مات زړګي سازونه پراته

ستا په کتو کې مې د خوږ ځیګر دردون پراته

راځه د زړه په کور مې بیا ښایسته سپرلې جوړ کړه

پر نړېدلي بام مې بیا راته کورګی جوړ کړه

...........................

/۲۱-۲-۲۰۱۴هالنډ

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۲                            سال دهم                             اسد/ سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ اگست  ۲۰۱۴