کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۲

 
 

   

لیکوال:  دوکتور م ، عثمان تره کی

    

 
ملکي تلفات د جنګي جنایت وحشتناکه نښه

 

 

د بښنې نړیوال سازمان په راپور باندې تبصره

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا پسفیک څانګهد دوشنبې په ورځ (۱۱ـ ۰۸ ـ ۲۰۱۴) په کابل کې یو راپور خپور کړ او مسئوولینو یې وویل چه په تیرو پنځو کلونو کې یې یوازې د نړیوالو ځواکونه لس عملیاته څیړلي چې په هغو کې په تیرو پنځو کلونو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۰ بې ګناه افغانان د امریکایي او ناټو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا پسفیک برخې رئیسې “ریچارډ بنټ”وویل، چې د دوی د راپور تمرکز په دې کې دي چې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي کسان عدالت ته لاسرسي ولري . « د آزادي رادیو ویب سایت »

* * * *

افغانان د بښنې نړیوال سازمان راپور ته چه په کې نړیوال نظامي ائتلاف ته په خطاب ویلې چه د افغانستان نه د خپل لشکرو د وتلو نه مخکې باید د افغانانو سره حساب او کتاب وکړي د قدر په سترګه ګوري. خو راپور د افغانستان په دیارلس کلنه جګړه کې د جنګي جنایتونو په مختلفو اړخونو او پراختیآ باندې په کافي اندازه پام ندې اړولې او د حیای حضور د اخلاقي فورمول تر تآثیر لاندې د موضوع نه سطحی تیر شوې دي .

دلته د داعیي د تازه ساتلو په مقصد او په موضوع باندې د ذیعلاقه اړخونو د پام د راجلبولو په موخه په څو معدودو مواردو باندې تمرکز کوو.

ــ د « ویکي لیکس » سایت د ګاردین ، نویارک تایمز او شپیګل په ګډه د افغانستان د جګړې په اړه ۹۰ زره محرمانه سندونه چاپ ته سپارلې دي. راپور د ۲۰۰۴ ـ ۲۰۰۹ کلونو پیښو ( یعنې د اوباما د نوې ستراتژی د اعلان نه مخکې ) تر پوښښ لاندې نیسي. راپور د جګړې په ساحه کې د نوې چاودیدونکو توکو د آزموینې ، په ملکیانو باندې دزې او د امریکا او پاکستان ( د امریکا متحد ) د راپورونو تر منځ تناقضاتو ته اشاره کوي.

« ویکی لیکس » لیکي چه محرمانه راپورونه د ختیز آلمان د پولیس ( ستازي ) وحشیانه پتو عملیاتو سره ورته والې لري چه په کې انسانیت حاشيي ته لویدلې وو .

امریکا پدې پلمه چه راپور د ده د سرتیرو ژوند ګواښ سره مخ کوي د هغه د خپریدو سره کلک مخالفت وکړ .

شپیګل مجله د بندیانو او جنګې اسیرانو د شکنجې په اړوند د پنځه میاشتې د څارنې په نتیجه کې ۴ زره فوتو او ویدیو راتول کړې وو. د امریکایی چارواکو د مخالفت له کبله د هغې جملې نه یوازې معدود شمیر چاپ ته وسپارل شو. ( لوموند ۲۶ / ۰۷/ ۲۰۱۰ )

( www. Legrandsoir.info )
ــ امریکایی الوتکو په ۲۰۰۰ کال کې ۳۰ زره جنګې عملیات ترسره کړل چه په سلو کی اتیا مړې ملکیان وو. عملیات د کال په دوهمه نیمیايي کي په هره میاشت ۱۰۰۰ ته ورسید ، چه په ترڅ کې يې بې پیلوته الوتکو ، او په ځانګړې دول ( ام ـ کیو ژې راپر ) وکارول شول . ( ام ـ کیو ژې راپر ) لایزر سیستم کاروي او د راکت او بم سره سمبال دي . د ۱۲۰۰۰ کیلومتر د واتن نه د « نوادا » د ایالت نه د دوه کسانو ( یو پیلوت او یو تکنیسین ) له خوآ اداره کیږي. د دغه واتن نه د محارب او غیر محارب توپیر نه کیږي. ( د فرانس پرس راپور ۰۹ / ۰۳ /۲۰۱۳ )

ــ په ۲۰۰۱ م کال د امریکا د یرغل په درشل کې اتکل ۳ زره طالبان ځانونه جګړې بلې لورې ته پدې تمه تسلیم کړل چه هغوي نړیوال سره صلیب ته وسپاري . د جګړې د اړخونو تر منځ پدې برخه کې مخکې توافق شوې وو. د مخکني ضمانت په خلاف جنګي اسیران په کانتینرونو کې په وحشیانه توګه د ووژل کیدو نه وروسته په لیلي دښته کې په دله ایزه هدیره کې تر خاورو لاندې شول.

نویارک تایمز پدې پیښه کي د امریکا فوج ، سی، آې ، اې ، رشید دوستم او عطا محمد نور ښکیل ګني. اوباما د « سي ، ان ، ان » سره په مرکه کې وعده وکړ چه پیښه تعقیبوي. خو تر اوسه پورې نه دفاع وزارت او نه هم اف ، بي ، آي موضوع ته پام اړولې دي.

درې زره جنګې اسیران د نړیوالو قوانینو خلاف پدغسې شرایطو کې ووژل شول چه د نړي په کچه د امریکا په وړاندې مقابله وزنه له منځه تلې وو . امریکا یکه تاز او نړیوال حقوقي نظام د بوش د ادارې د خپلسريو اصلي قرباني وو . ګومان نکیږي چه پدغه برخه کې امریکا د پیښې په اړه چه د نړي په ګوت ګوت کې د امریکا په وړاندې حساسیتونه راپاروي خپل مسئولیت ته غاړه کیږدي.

په افغانستان کې د تاکنو تر نامه لاندې اوسني درامه د امریکا اوناتو د پوځونو د جنایتونو سره تړاو لري : امریکا د خپل تولو امکاناتو نه په ګته اخیستنې سره د انتخاباتو تر پلمې لاندې د یوې مزدورې واکمني د جوړیدو په لته کې ده . لاسپوسې حکومت باید د جنګي دلو تپلو نه جوړ شي تر څو چه امریکا سره د یو واحد دریز له مخې د جنګي جنایت کارانو نه د بازخواست مخه ونیسي . دوستم او نور جګړه ماران د همدغه مقصد د پاره فرمایشي تاکنو پروسې ته تړل شویدي.

ــ په ۲۰۰۸ م کال د اګست ۲۲ مه په عزیز آباد ( هرات ) کې د امریکایي الوتکو د بمباریو له کبله چه په کې د طالبانو يو قوماندان په نښه شوې وو ۹۰ ملکیان په شهادت ورسیدل.

Wikipedia.org )(

ــ په ۲۰۰۹ کال د مې په ۴ مه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ایساف د ځواکونو له خوآ د بالا بلوک په بمباریو کې ۹۰ ملکیان ، د ۶۰ ماشومانو په شمول ووژل شول. په پیښه کي ۱۰ تنه وسله وال مخالفین هم په شهادت ورسیدل.

ــ د مخکني پیښې ریکارد په ۲۰۰۹ کال د سپتامبر په ۴ مه مات شو : د آلمان فوځ د تیل په دوه تانکرونو باندې امریکایی الوتکو ته د هوايي برید قومانده ورکړ. تانکرونه د کندز په حومه کې د وسله والو مخالفینو له خوآ په غنیمت نیول شوې وو. ۱۴۲ تنه ملکیان په شهادت ورسیدل.

ــ په ۲۰۰۹ کال د نوامبر په میاشت کې بریدمن « کبلن ژیبلس » په کندهار کې د خپل څلورو ملګرو سره د « مرګ باند » جوړ کړ. باند د تفریح او ساعت تیري په مقصد ملکیان د دزو او لاسي بمونو په وسیله په نښه کول. د قربانیانو سره په خندا یادګاري فوتوګانې اخیستې . د مړو د بدن غړې پرې کولې او ځانته یې د جګړې د یادګار په توګه ساتلې. باند ته منسوب د دوه کسانو د کوتې نه د نظامي هیآت د تلاشي په ترڅ کې ګوتي ، غاښونه ، ککري او لنګي تر لاسه شو.

( پاري ماچ ۰۹ / ۰۹ / ۲۰۱۰ )

ــ په ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۴ مه امریکایی الوتکو د واشنګتن نه د ۱۲ زره کیلومتر نه لرې ، ۹ تنه ماشومان په شهادت ورسول. ماشومان د خپل کلي په نږدیوالی کی د بوتو په راتولولو بوخت وو. په همدغه سیمه کې لس ورځې مخکې ۶۵ ملکیان د بمباریو په ترڅ کې شهیدان شول.

غچ اخیستنه :

د سزا نړیوال دیوان اساسنامه ( ۱۷ اګست ۱۹۹۸ ) په ۷ مه او ۸ مه ماده کې ، د جنګي جنایت او بشریت ضد جنایت په بحث کې ، جنګي جنایت داسې تعریفوي : « په ارادي او شعوري دول د یو وژونکې او ورانونکې برید استقامت هغې خواته تاکل چه په کې د ملکیانو مرګ ژوبله حتمي وي. ملکي شته منیو او طبعي چاپیریال ته نه جبران کیدونکې تاوان ورسیږي او د دغو تولو په بدل نظامي لاسته راوړنه د پام وړ نه وي ».

په ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۷ مه په کنر کې د ناتو او وسله وال مقاومت تر منځ په جګړه کې ۱۰ ماشومان او ۶ ښځې ووژل شول.

عبدالقهار بلخې د وسله وال مقاومت سمپتایزر د خپل تویتر په پانه کې د پیښې د تلفاتو شمیر ۲۲ کسان ښئي . د ده په قول ۱۵ تنه يوه کورني ته منسوب وو.

جګړه هغه وخت پیل شو چه لږ وخت مخکې یو امریکايي ملکي د طالبانو له خواه ووژل شو. امریکايي نظامیان د همدغه ملکي د وژلو په ځواب ، د غیر متحاربینو نه په « غچ اځیستنې » لاس پورې کړل چه په ترڅ کې يې هغه کور په نښه کړل چه په کې ماشومان د جګړې د ویرې نه راتول شوې وو .
د یادونې وړ ده چه په جګړه کې غچ اخیستنې د ژنو د څلورم کانوانسیون ( ۳۳ ماده ۳ مه فقره ) له خوآ په کلک الفاظ منع شویدي.

که فرضآ مخالفین نوموړې کور د دال په حیټ کارولې وي ، بیا هم بمباري یې د توجیه وړ نه ګنل کیږي. د ژنو ۱۹۴۹ کال کانوانسیون ۴۸ مه ماده څرګندوي چه : « د جګړې خواوې باید د پوځي او ملکي عملیاتو په بهیر کې د پوځي او ملکې موسسو او وګړو توپیر وکړي. د جګړې موخې باید پوځي بنستونه او وګړې وي » . ( په افغانستان کې د جګړې د جنایت کارانو محاکمه ـ دوکتور عثمان تره کي ـ ص. ۵۶ ) .

په هر حال ! د کونر پیښې ورته قضیه چه د ملکیانو نه غچ اخیستنې د جنګی جنایت د رامنځته کیدو لامل شوې په کرات او مرات په نورو سیمو کې هم لیدل شوې چه به په مساعد وخت ورباندې بحث وشي .

* * *

بانکیمون د ملګرو ملتونو سرمنشی په خپل کلني راپور کې عمومي اسامبلې ته وویل : د افغانستان په جګړه په ۲۰۰۷ کال کې۸۰۰۰ ملکیان وژل شویدې. (مارچ ۲۰۰۸ )

یوناما د ۲۰۰۹ کال نه وروسته د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو شمیر ۱۴ زره ښئي .

د ملګرو ملتونو د احصائیي له مخې په ۲۰۱۲ کال کې ۸۶۸ ملکیان تلف او ۱۶۶۳ کسان ژوبل شوې وو.

ملګرو ملتونه د ۲۰۱۰ کال تلفات ۲۷۷۷ تنه ښئي.

د افغانستان په جګړه کي د جنګي جنایتونو مرتکبین پیږندل شوې کسان او دولتونه دي. بې وزلې افغانان د کورني او بهرني دشمنانو سره مخ دي. د دواړو ګتې پدې کې نغښتې ده چه د جنګي جنایت کارانو د محاکمې مفکوره زموږ د حافظې نه پاک شي . د دې مقصد د تآمین د پاره د دیموکراسي او انتخاباتو لوبه د ذهنیتونو د انحراف په موخه افزاري رول لوبوي. پدغه خونړي لوبه کې جګړه ماران د اشغال او جګړې د دوام د ستنې په حیٍث تر هغه وخته پورې برلاس پاتې کیږي چه بهرني اجنتان سیاسی قدرت په قبضه ولري.

د تاکنو د توطئې په کامپاین کې هیڅ یو نوماند جرئت ونکړ چه د انسانیت په خاطر د اشغالګرو ځواکونو په واسطه د بیګناه افغانانو په وژنو باندې اعتراض خو پریږده لږ تر لږه يوه اشاره ورسوې.

واقعیت دا دي چه نوماندان بهرنیانو سره د جنایتونو د دوام ګد دریز غوره کړې دي. دواړه کاندیدان د ستراتژیک تړون د لاسلیک په سیالي یو بل وهي او تکوي . خو د ملکیانو د وژلو په اړه پدې خاطر باندې چپه خوړه ناست دي چه د امریکا په لاس ارګ ننوتو چانس له لاسه ورنکړي. بیننګ مزدورانو خجالت وباسې.

بحٍث ته ادامه ورکوو:

راتلونکې موضوع د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمسیون په دریځ او د جنګي جنایت کارانو د محاکمې په عملي امکاناتو ځانګړي شویدي.
فرانسه

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۲                            سال دهم                             اسد/ سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ اگست  ۲۰۱۴