کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ژباړه : احمدالله رحماني

    

 
په کاناډا کي د افغانستان لمړني هندو مذهبه سفیر سره مرکه
 

 

18.05.2014

 

په کاناډا کي د افغانستان لمړني هندو مذهبه سفیر په خپل هیواد افغانستان افتخار کوي . د می د میاشتي په سر کي شام لال بتیجه په کاناډا کي د افغانستان لمړنی هندو مذهبه سفیر وټاکل شو . ۶۶ کلن بتیجه په ملګرو ملتونو کي پخواني تخنو کرات او د افغانستان د ولسمشر پخوانی اقصادي سلا کار افتخار کوی ، چي د مسلمانانو ډېرکي هیواد افغانستان د سفیرپه توګه په کاناډا کي استاذیتوب وکړي . 

ښاغلی شام لال بتیجه چي په کندهار کي زیږېدلی دی ، د ازادۍ راډیود خبریالي ملالۍ بشیر سره په مرکه کي وویل ، چي په کاناډا کي د سفیر په توګه دده ټاکل د افغانستان د هندو او سیکانو لږکیو لپاره  افتخار دی .

پوښتنه :
ستا په هیواد کي د لږکیو(اقلیتونو) لپاره د افغانستان دغیر مسلمان د سفیر په توګه ستا نومول څومره  لاس ته راوړنه ده ؟

شام لال بتیجه :
د افغانستان داساسي قانون له مخي هر افغان حق لري د خپل هیواد په چو پړ کي ودریږي  . لوی احمد شاه بابا په ۱۸ پېړۍ کي د افغانستان بنسټ د اتحاد لپاره کیښود . هغه پر حق دا خبره کړې چي افغانستان د ټولو افغانانو کور دی . همداسي باید هم وي . په دې هیواد کي باید هیڅوک په مذهبي ، قومي او ژبني تو پیرونو باور  ونه لري . که په تیرو وختونو کي داسی توپیرونو شتون درلود ، اوس یې وخت رارسېد لی دی ، چي بدلون راوستل شي او
افغانستان په همدي موخه وړاندي ولاړ شي .

پوښتنه :
ولي په تیرو وختونو کي د افغانستان لږ کي (اقلیتونه) په داسي رهبري دندو نه دي ګمارل شوي . ایا حکومتونو دې ټکي ته پاملرنه نه وه کړي  اوکه نور سببونو شتون در لود ؟

شام لال بتیجه :
د سفیر چوکۍ یوه مهمه او غټه رتبه ده . هر هغه څوک چي دې دندې ته ګمارل کیږي باید د علم او پوهي له پلوه پوره مهارت ولري تر څو وکولای شي خپله دنده په ښه توګه مخ ته بوزي  . د افغانستان په تاریخ کي خامخا لږکیو په لوړو دولتي رتبو کي کار کړی دی . د شاه امان الله خان په وخت کي هندوانو د دیپلو ماتانو په توګه کار کړی دی . په تیرو څو جنګي لسیزو کي د افغانستان له هندوانو او سیکانو نه دا امکانات واخیستل شول او هغوي مهاجرت ته مجبور کړل شول .

پوښتنه :
د راتلونکي افغان حکومت څخه  دلږ کیو د حقوق په اړه تاسو څه انتظار لرې ؟

شام لال بتیجه :
افغاني هندوان له پیړیو راپدېخوا زموږ د ټولني یوه برخه ده . زما کورنۍ په کندهارکي د ۳۵۰ کلونو راپدېخوا ژوند کړی دی . راتلونکئ حکومت باید زیار وباسي چي د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته مساوي حقوق برابر شي .

پوښتنه :
تیر کال د افغانستان پارلمان یو وړاندیز رد کړ چي په هغه کي دمذهبي لږکیږ لپاره په پارلمان کي یوه چوکۍ غوښتل شوې وه . تاسو دي پریکړي ته څه نظر لرئ ؟

بتیجه :
دا ډیره د افسوس خبره ده . ما پخپله د پالمان له غړو سره وکتل تر څو پوښتنه تري وکړم چي هغوي ولي دومره تنګ نظري وکړه ؟ زه شخصاً په دې پریکړه ډیر خواشینئ یم  او ټول لږ کي هم په دې پریکړه خوشاله نه دي . اساساً ټول ولس په دې پریکړه غمګین دی چي ولي څو کسان په افغانستان کي د لږکیو شتون نه مني . لږکیو ته یو چوکۍ ورکول کومه لویه مسله نه ده ، د لږکیو لپاره به لویه مرسته وای او هغوی به له دې لاري خپلي ستونزي حل کړي وای . زه شخصاً دا عمل په کلکه غندم .

پوښتنه :
را ګرځم ستاسو نوي دندې ته . کاناډا او افغانستان په کوموسکتورونو کي یوه له بله سره همکاري لري او تاسو به په کومو برخو کي دې همکاریو ته وده ورکړئ ؟

بتیجه :
کاناډا د افغانستان لپاره یو مهم پارنتر او مرستندویه هیواد دي . که څه هم کاناډایي ځواکونه له افغانستان څخه وزي او شمېر به یې  ډیر کم شي ، بیا به هم د همکاریو لپاره زیاتي سکتورونه شتون ولري . زه به ټولنیزي او اقتصادي برخو ته وده ورکړم . دا لوی سکتورونه دي . کېدای شي په کرنیزو ، درمنلو(صحي) او ټولنیزو برخو کي زیاتي مرستي وشي . که څه هم اوس موږ له کاناډا سره ډیري نږدې اړیکي لرو ، خو دا اړیکي باید نور هم پسي ټینګي شي او وده وکړي .

پوښتنه :
تر کال ۲۰۱۴ وروسته چي نور ټول ځواکونه له افغانستان نه ووزي ،د کاډا رول به په افغانستان کي څنګه وي ؟

بتیجه :
د یوې میاشتي را پدېخوا چي زه  نومول شوی یم ،ما له هغوی سره ددوی د راتلونکي رول په هکله خبري کړي دي . له نظامي اړخه به کاناډا د افغان دځواکونو روزني ته پاملرنه وکړي . هغوی به موږ یوازي پرېنږدي . هغوی ماته اطمینان راکړ چي د اوږدې مودې لپاره به زموږ سره پاتي شي .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

First Afghan Hindu Envoy Takes Pride In Serving His Country

 

In early May, Sham Lal Bathija became Afghanistan's first Hindu ambassador. The 66-year-old former United Nations technocrat and senior aide to Afghan President Hamid Karzai is proud to represent his Muslim-majority nation as Kabul's new envoy to Canada.

In an interview with Radio Free Afghanistan correspondent Malali Bashir, Kandahar-born Bathija said his appointment was a matter of pride for Afghanistan's tiny Hindu and Sikh minorities.

RFE/RL: For the minorities in your country, how big of an achievement is your appointment as Afghanistan's first non-Muslim ambassador?

Sham Lal Bathija: According to the Afghan constitution, every Afghan is eligible to serve the country. Secondly, Ahmad Shah Baba [the 18th-century founder of Afghanistan] based the concept of Afghanistan on inclusion. He rightly said that Afghanistan is the home to all Afghans and so there should not be any room for religious and caste-based differences. If such differences existed in the past, now times have changed. Afghanistan should continue this way.

RFE/RL: Why were members of Afghan religious minorities not appointed to such senior posts before? Was the government ignoring them or were there other reasons?

Bathija: The post of ambassador is considered a senior position. People aspiring to such posts need to be highly qualified in order to carry out their responsibilities. Throughout the history of Afghanistan members of minority communities have, undoubtedly, served in very senior government positions without being discriminated against. There were Hindu diplomats even during the reign of King Amanullah Khan in the early 1920's. During the wars and unrest of the past few decades Afghan Sikhs and Hindus were forced into exile like many Afghans, which prevented them from availing themselves of such opportunities.

RFE/RL: What are your expectations from the incoming Afghan government regarding the rights of minorities?

Bathija: Afghan Hindus have been part of our social fabric for centuries. My own family has lived in [the southern city] of Kandahar for more than 350 years. The new government should strive to provide equal opportunities and rights to all citizens of Afghanistan.

RFE/RL: Last year the Afghan parliament rejected a proposal calling for allocating one parliamentary seat to religious minorities. How do you view that decision?

Bathija: It was extremely unfortunate. I personally went to meet with the parliamentarians and asked them why they were being so conservative. I am not happy about this, and no one among the minority communities is happy. In fact, the whole nation is not happy about only a handful of people deciding to deny representation to the Afghan minorities. One seat is not a big deal. It would have just helped in representing the minorities and would have helped in knowing and addressing their grievances. I condemn this act.

RFE/RL: Turning to your new assignment, in which sectors are Canada and Afghanistan currently cooperating, and in which sectors would you like to expand this cooperation?

Bathija: Canada is a major donor and partner for Afghanistan. Although its military role will shrink with the withdrawal of their forces from Afghanistan, there are many avenues for cooperation. I would like to focus more on social and economic sectors to benefit from Canadian expertise. They are great at exploring natural resources and can help in agriculture, health care, and in the social sector as well. Even though we already have close relations, they need to be further strengthened.

RFE/RL: What will be Canada’s role in Afghanistan after 2014, when most of its forces will leave the country?

Bathija: Since my appointment last month, I have talked with them over their future role. On the military side, Canada will be focused on training Afghan forces. They will not turn their backs on us. They have assured me that they are with us for the long haul.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۱۶    سال دهم           ثور /جواز            ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ می  ۲۰۱۴