کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

اسحاق ننگیال

    

 
غچ

 

 

...خو تريخ دزهرو جام دى
نه څه سره لري نه سپينه
نه يې رنګ شته
نه يې خوند شته
نه يې پاتې شته نه مړينه.
* * *
عجيبه ډالۍ يې راوړه
پرښتو، دجنت حورو
شپيلولي راته هډوكي
قتلوي سرتوره مينه
سين دزوو دى ترېڅاڅي
وريتوي دزړونو وينه.
* * *
اوس پو هيږئ؟ څه يې وكړل؟
ها لو بګرو دباغونو؟
يوه وښوده په ګوته
بل يې دل كړه پر غاښونو.
* * *
اوس يې غچ له موږه اخلي
ږدي موژرندې پرسرونو
ورشه غوڅه دې كړه ونه
راشه وادې خله غنمينه
نه يې رنګ شته
نه يې خوند شته
نه يې پاتې شته نه مړينه
قتلوي سرتوره مينه
وريتوي دزړونو مينه
...خو يو تريخ دزهرو جام دى
نه څه سره لري نه سپينه ( ! )
١٣٧٢ / ٢ / ١٢
لغمان
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۱۲       سال دهم           حوت/حمل             ۱۳۹۲/۱۳۹۳  خورشیدی      شانزدهم مارچ ۲۰۱۴