کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              پروین ملال

    

 
د دنګهت وزرونه

 

 


څوک به یې څنګه لیکې ؟
داور پر پاڼو باندي ،
زموږ د دور دونو ، ددرد او سوي سندرې
دوږمو نرم ښځینه لا سونه
دونو درد خوږ کړی
اوس په سارا کې د شپیلۍ په ژبه
ټپي نغمې ږغوي
دځنځیرونو د هرشرنګ سره،
وریښمینې پښې دیوې ساه خوږیږي
وایې ، میین ادم یو وخت ګناه کړي وه
اوس مو تاریخ کې د هردور حوا
دځنځیرونو شرنګ ته ،
دناچارۍ نڅیږې
اوس د هردور دتورو ،اودلفظونو انځورګر،
دبنګړو شرنګ ته ، په جادو اومنتر ،
یوه نغمه ږغوي
خوږه ترګوړې نرمه ، نرمه دوریښمو په څیر
څوک به یې څنګه لیکي ؟
داور پر پاڼو باندي زموږ د، دور دونو،
د درد اوسوي سندرې
په بڼ کې ونې د مڼو، ناروغې
سهار ، ماښام سړې څپې تودي څپې
دتورو تبو * پرخپل ځان تیروي
د مڼو ښکلو حافظو کې دنګهت وزرې
دالوتولو د بام ،دلطافت او کیف ،
افسانې نه یادوي
کاشکي یو ځلې دمڼو په حافظو کې بیا
یو نوی ،خوږ. خوږ پسرلی راشین شي
مراندې يې مځکه کې ،
دسره نوي غزونې پیل کړي
تنې یې بلا ربې شي دڅانګو ،
ښکلې ، ښکلې ماشومانې راوړي
کاشکي ، یو ځلې بیا،
د ونو ښکلي شرنګیدلي ګلابې شګوفي
دڅانګو غیږ کې خپل سرونه کښیږدي
خوب دمڼو وویني
شونډې غوټې ، غوټې کړي
بیاد حجاب را ووزې،
دبڼ دهسکو چنارونو سره ،
په سترګو، سترګو کې خبرې وکړي
کاشکي یو وارې بیا
درد منې ونې د بڼ ، دمڼو خوب وویني
کاشکي یووارې د مڼو په حافظو کې بیا
یو نوی خوږ. خوږ پسرلی ،
راشین شي
یادونه :
توره تبه * په عامه اصطلاح زما په ګومان (محرقي ) Tyfhoid ته وایي، د کندهارۍ میرمنو یوه ښرا داسي ده ، (په توره تبه دی مرګ سه)
۲۰۲۳ / ۳ / ۲۵
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۳۲        سال نــــــــــــــــــوزدهم          ثور/ جــــــوزا        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی    شانزدهم مَی 2023