کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

 

۲

 

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

 

۶

 
 

              دستگیر روشنیالی

    

 
د مصالحی همیشنی ضرورت

 

 

دوهم: د پاکستان نه تماميدونکي او نه دريدونکي مداخلي:

پاکستان هغه څه چې وايي نه یې کوي او هغه څه چې کوي یې، نه یې وايي!

نور له واقعيتونو تيښته کول او ځان غلطول بس دی. د پاکستان په هکله د افغانستان سياست له هماغه اوله د واقعيتونو په ځاي په خيالي او غير عملي غوښتنو او د عقل په ځاي په احساساتو، بی معني شعارونو او سندرو ولاړ سياست دی چې د لاس ته راوړنو په ځای نه تلافي کيدونکي بايلني لري.  د افغانستان يو په بل پسي واکمنو د خپلو احساساتي او خيالي سیاستونو پوسيله د افغانستان له پاره د وژونکي او سوزونکو واقعيتونو په ايجاد کي ونډه درلوده . دي سياستونو د احساساتو تر څنګ پرويکاتوري او لمسونکي بڼه درلوده او اوس هم په دي هکله واقعبيني نشته دی. تر څو پاکستان و نه غواړي په افغانستان کي سوله نه راځي. واقعيت دادی چې دواړه جګړه او سوله د پاکستان په انحصار کي دي.   په جکړه کي د پاکستان عامل نه يوازي  بي بدلونه پاتي کيږي، بلکي د جګړي د ادامي  اصلي لامل هم دی. پاکستان له هماغه اوله افغانستان په دارالحرب بدل کړ او تر اوسه د پاکستان په سیاست کي افغانستان دارالحرب پاتي کيږي. دي سياست جکړه ايديولوژیکي کړه او افغانستان د نه تمامیدونکی جهاد په ډګر بدل شو.او دي حالت په پاکستان کي د جنرال او ملا پیاوړی اتحاد را منځ ته کړ. ملا په افغانستان کي جګړه توجيه کوي. جکړي ټه په زرګونو وګړي چمتو کوي ... او جنرال ددي جګړي لارښوونه کوي.

 په روانه جګړه کي هيڅ هيواد ، امریکا، روس، ايران...او هيڅ قوت د پاکستان په شان ټاکونکي او پياوړي رول نه لري او دي هيواد په افغانستان د خپل نفو‌ذ پراخ ذهني او اوپراتيفي امکانات تر لاسه کړي دي. په افغانستان کي هيڅ هيواد د پاکستان په  شان پياوړی ايديولوژيکي او اوپراتيفي نفوذ او امکانات نه لري. هیڅوک او هيڅ هیواد د پاکستان په شان له موږه د موږ په ضد لښکري  جوړولاي نشي. پاکستان کولاي شی په ډیره اسانه توګه دا جګړه د اوږدي مودي له پاره  روانه و ساتي. په  يوه ورځ  په زرګونو ميله وسله او په سلګونو جنګيالي افغانستان ته را ننباسي.

 

له افغانستان سره د پاکستان دوښمني بي ساري ده

له افغانستان سره د پاکستان دوښمني بي ساري ده. پاکستان په دي دوښمني کي د هيڅ ډول اخلاقو او بين المللي موازينو مراعات او درناوی نه کوي او نه يوازي انسانان وژني، نه يوازي د افغانستان اقتصادي بنسټونه ړنګوي، بلکي  د ښوونځيو په سوزولو  سره د موږ پوهه، عقل او استعدادونه هم وژني.   له افغانستان سره د پاکستان دوښمني د بربریت په منطق کي توجيه پيدا کولاي شي. بلي پاکستان دوښمن دی او پوښتنه دادی، څه ډول له دي دوښمنه ځان ژغورلی شو؟

اول،  اوسنی سياست ته به دوام ورکړو ترڅو دومره ًقوي شو چې د پاکستان غاښونه ور مات کړو.

دوهم،  نوی سياست به پيل کړو چې له پاکستان سره مصالحه کولو او يوه سياسی توافق ته ورسيږو.

 

مصالحه يا انقلاب

په افغانستان کي سوله د مصالحی کولو له لاري تيريږي او دا کار په اوله درجه کي د دولت او طالبانو ترمنځ د ديالوګ، تفاهم او مصاحي کولوپوسيله تر سره کيږي. د طالبانو له دريځه داسي ښکاري چې دوي له دي ډول مصالحي پرته سوله غواړي او په دي برسيره  افغانستان د موجود اساسی قانون نه مني او نفي کويی. دا  د مصالحي په ځای د انقلاب کړنلاره دی.  اساسي قانون د دولت د جوړښتونو، د جوړښتونو د ويشلو، د جوړښتونو د دندو او مسوليتونو او د جوړوښتونو د عمل کولو چوکاتونه جوړوي او دولت د اساسي قانون د حکمونو په اساس مشروعيت پیدا کوي او د همدي قانون د حکمونو په اساس عمل کوي.  قانون اساسی د ټولني او دولت تر منځ اړيکي تنظيم کوي او اساسي قانون د وګړو د ازاديو او حقونو تضمین کونکي دی... ااساسي قانون د تنظیم کونکو او لارښونکو ارزښتونو مجموعه دی. اساسي قانون  په يوه هيواد کي نظام جوړونکی او د نظام لارښونکی دی او له دي سره سره اساسي قانون  د ابدی او نه بدليدونکو حکمونو مجموعه نه دی او د اساسي قانون حکمونه بدليدای او اصلاح کيداي شي او دا کار د تفاهم، مصالحی او توافق له لاری کيداي شي. 

 د اساسي قانون د نه منلو، د اساسي قانون د لغوه کولو او له منځه وړلو معنی د نظام له منځه وړل دي. د نړي او د افغانستان د تجربو په اساس دا د جګړو او انقلابونو کار دی، نه  د تفاهم او نه د مصالحي. له بده مرغه د افغانستان ستونزه جګړه او سياسی بی ثباتی نه دی. دلته اوږدي جګړي تولنيز بندونه شلولي دي او يوه پراخه ټولنيزه بی باوري واکمنه شوي ده او د نظام ړنګول او د واک خلا کولاي شی  په دي ويشلي ټولنه او له وسلو ډک هيواد  کي  هرج و مرج او يوه پراخه انارشي را وپاروي چې هیڅوک او هيڅ شی به مصونيت و نه لري.  

په وروستيو څلويشتو کلنو کي د افغانستان د  انقلابي سياستونو د  اجندا اساسي لوري د نظام ړنګول، د اساسي قانون لغوه کول او د نوی نظام جوړول وو.

د بيلګو په توګه  په ۱۳۵۲ د اساسي قانون لغوه کول، ۱۳۵۷ کي د اساسي قانون لغوه کول، ۱۳۷۱ د اساسي قانون لغوه کول. په افغانستان اته ځله اساسي قانون جوړ شوی دی او دا موجود اساسي قانون اتم اساسي قانون دی. د دنيا په کوم هيواد کي له اساسي قانون سره دا ډول چلند شوی. د دنمارک اساسی قانون  ۱۷۰ کلن دی او په ۱۸۴۹ کي جوړ شوی په دي قانون کي څو ځله بدلونونه راغلی دي.  په افغانستان کي يو په بل پسي د اساسی قانون لغوه کولو او د نظام ړنګولو هر يوه په خپل  وار سره دا هيواد کلنو او کلنو په شا وغورځاوه.  اوس د تجربي او عقل حګم دادی چې د ړنګولو ځای جوړولو او د لغوه کولو ځای اصلاح کولو ته پريښودل شي.

يوه څواړخيزه او پيچلې مصالحه.

مصالحه ګدایی نه دی، د ګدایی پايله هم ګدایی ده.

ممکين په دي تحميلي جګړه کي صلح هم تحميل شي. 

”صلح په هر قيمت” دا د عقل په ځای د زور شعار دی.

د جګړی په يوه لوری سترګي پټول او ور سره خبرِ نه کول د صلح په ځای د جګړي منطق او په واک کي د ګډون په ځاي د ټول واک تر لاسه کولو هڅه دی. د طالبانو دا دريځ کولاي شي د صلح رواني هڅي ناکامي کړي.

مصالحه د اصولو ترک کول او د اصولو منل دی.

په افغانستان کي د صلح د راتلو له پاره څوګوني مذاکرات پيل شوي دي او هڅه کيږي د جګړي د خواو تر منځ د مصالحي کولو له لاري روانه جګړه ختم شي. خو صلح هم د جګړي په شان د امريکا، سعودی عربستان، امارات عربی، روسيی، ايران، پاکستان... د سیاليو موضوع ګرزیدلي.  زه  سره ددي چې تر اوسه ددي صلحي او د دولت او طالبانو تر منځ په مصالحه کولو او بيا د هغي په عملي کولو باوری نه يم، خو په دي ليکنه کي هڅه کوم  د ستونزي د کورني برخي او په ځانګړي توګه  د مصالحي د ضرورت،  د مصالحي، د مصالحي د څرنګوالي، د مصالحي د مضمون او شکلونو او په مصالحه کي د اصولو او ارزښتونو د رول په هکله خپلي نظريي له ويونکو سره شريکي کړم.

 

د جګړي د ختم کولو دوه لاري دي:

 جګړه او مصالحه:

·        د جکړي لاره د يو بل د نفي کولو لاره، د يوي خوا د بری او د بلي خوا د ماتولو لاره دی.

·        د مصالحي لاره د تفاهم، د مات شوی باور رغول، يو بل ته تيريدل او يو بل ته امتیازونه ورکول دي.

کله کله چګړه په جګړه ختم کيږي. په دا ډول حالت کي د بري او ماتي حالت موجود وي. په دي معني چې زوروه خوا بری تر لاسه کوي او کمزوري خوا ماتيږي او يا هم تسلیم کيږي. دوهمه نړيواله جګړه د جګړي بوسيله ختم شوه او پايله یې د هيتلر ماتي وه. د بنګله دیش جکړه هم په جګړه ختمه شوه  چې پايله یې د پاکستان تاريخي ماتي او تسليمي وه. په هغو جګړو چې د ”نه بری” او د ”نه ماتي” حالت موجود وي جګړه د جکړي د ختم وسيله نه دی او د جګړو يوه خوا هم نه ماتيږي او نه بری تر لاسه کولاي شي. په دي ډول جګړو کي يو ډول تعادل او د بن بست حالت را منځ کيږي او  دجګړو خواوي يوازي تلفات ورکوي او  په همدي ډول حالت کي دي چې د جګړي د خواو تر منځ مصالحه په ضرورت بدليږي . د کمبوديا جکړه د مصالحي له لاري ختمه شوه، په شمالی ایرلند کي د پروتيستانو او کاتوليکانو د اوږدي جکړي ختم د خواو تر منځ د مصالحي پايله وه او په جنوبی افريقا کي هم د خواو تر منځ مصالحه وه چې اپاتايد يی دړي وړي کړ.

د افغانستان کي روانه جګړه هم د ”نه بری” او د ”نه ماتي”حالت لري او  موږ ټول ددي شاهد يو  چې د جګړي خواوي يوازي تلفات ورکوي او د جګړي تر ټولو سخت واقعيت همدا د جګړي قربانيان دي. همدا شان يوه خوا هم داسي ثابت بري او لاس ته راوړني نه لري چې د بلي خوا ماتي يقيني کړي.  دلته جګړه په جګړه نه، جکړه په مصالحه ختم کيږي. سره ددي چې د افغانستان جګړه د دو خواو په ځاي خواوي لري او دي حالت مصالحه سخته او پيچېلي کړي ده او دلته ډيري غوښتني، ډیري ګټی، ډیري پوښتني ... له يو بل سره په جګړه او رقابت کي دي، خو د دولت او طالبانو تر منځ توافق کول ددي مصالحي د ملا تير جوړولاي شي او بي له دي ډول توافق د رواني جګړي ختم کول به يو مشکل کار وي.

 

منځګړی

منځکړی د جګړو او شخړو د حل وسيله ده. د منځګړی ځانګړتيا په بي طرفی کي دي. منځګړی د جګړي برخه نه دی. منځګړي له ځان سره د جګړي د خواو باور ولري او د هغوي ترمنځ متقابل باور او تفاهم ايجاد کړي. منځګړی قاضي، حل کونکی او پريکړه کونکی هم نه دی. منځګړي د جکړي له خواو سره مرسته کو ي چې حل پيدا او په خپله پريکړه وکړي. که منځګړي خوا نيسي او بي طرفي له لاسه ورکوي نور منځګړي نه دي يا بايد خپله دنده خوشي کړي او يا د جکړي په يوه مرسته کونکي برخه بدليږي.

د قطر له خوا د افغانستان په ځای د استاذو د لست جوړولو يو ځل بيا و ښودله چې قطر د افغانستان په جکړه کي بي طرفه نه دی او د منځګړتوب ځانګړتيا نه لری. ښه به وي د سولی راتلونکي مذاکرات په يوه بي طرف هيواد کي تر سره شي. 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۳۲        سال نــــــــــــــــــوزدهم          ثور/ جــــــوزا        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی    شانزدهم مَی 2023