کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 


۱

 

 

۲

 

 

 

۳

 

 

۴

 

 

 
 

             لیکوال: انور وفا سمندر 

    

 
خدای شته

 

 

روغتیا

څومره چې راویښېږې، چې خدای شته؛

هومره تازه کېږې، رغږېږې، غټېږې، الوزې...

په دې کې ورک کېږې، چې خدای شته.

 

۴:۴۳

خدای شته

او دې جنون، ته به مخه کوې!

دې کار او هڅو کې به ټول زړه پاتې کېږې.

همدغه ده، چې خدای شته.

 

خدای شته؛ پرته له بله

سپېده داغ: ۵:۵۳

خدای شته.

چې څومره ورته له ځانه تشېږې، زیاتېږي، کامېلېږي

او ځي چې کامل، کامل، کامل...شې

خو پای نه‌لرې. کامل خدای دی.

او خدای بیا هم پخوا، هم اوس او هم بله اوس: کامل شته.

خدای کامل دی، بشپړ دی. پوره دی. خو

(زه، ته، هغه)، د روح یو یو اتوم، یو یو ابدي بڅرکی...

دنیا او ذهن یې چې پایتخت اعلان شوی،

بتان دي:

ذهن کې شته، خو خپله نه‌شته!

ځکه نو خدای چې شته، بل یو هم نه‌شته.

 

د فراق طلسم

د مرغومي ۱۶مه: سهار ۶:۲۳

انسان څومره دروغ خوړلي؛ چې دومره دروغ وایي!

څومره دروغ دي راټول شوي په دې شخصیت کې، چې

تر نوم او لقب لاندې پټ، پټ ګرځې، راګرځې.

دروغ دي، چې فکرونه، درمندونه راټولېږي.

بیا بیا دغه درمندونه دي، چې د ژوند د شېبو

سا خوري.

خدای شته؛ خو چې بل څه مو ترمنځ ځای ونه‌لري.

بل څه نه‌شته.

ټول انساني عقل جوړ کړی، د فراق طلسم دی.

 

خلاق تصور

د مرغومي ۱۶مه: مازدیګر: ۵:۱۴

همزمانه هرڅه شته. خو چې ته یې تصورکړلای شې!

«هغه» شته. که دې د تصور کړکۍ (د هستۍ په لور پرانستې‌دروازه یا درېیمه سترګه)، پرانستې وي!

خدای لرم- خدای لرو! خو څه باید ووینم!

واورم، وپوهېږم، او واوسم!

نننۍ دنیا، د انسان «تېرخوب» دی.

نو څه باید زموږ خوب کې واوسي؟

دا کار د (زما، ستا، هغه) دی.

موږ شېبه شېبه، هغه څه پنځوو،

چې د زماني- مکاني پدیدو په بڼه،

څېره راوړي.

 

جګړه، له خدایه تش ډګر

زمکه هېڅ فاتح نه‌لري.

خدای چې وي، فاتح به څوک شي.

خدای چې شته، جګړه به څوک وکوي!

د چا سر، یا زړه ته به څوک ګوتې وروړي!!

د ماشوم په ذهن کې به څوک،

د مرګ کالتوس وکري.

او څوک به د چا خوا ته وګوري!

وینئ، چې خدای شته؛ خو موږ،

د هغه په تشه کې،

د جګړې بازار ګرم کړی!

 

د روح تیاره شپه

انسان مې، د بل په خوراک ور برګ شو،

چې د بل ژوند یې ځان‌ته خطر تصور کړ،

او چې وپړسېد، د مخالف جنس غوښه یې، د خپلو هوسونو د اشباع کرونده ولیده،

او چې طمعه یې زیاته شوه!

او دې سره یې روح‌وروان، په دې «نفس‌جنت» وتړل شو،

او چې خپل قد، نوم او شهرت باندې یې ایمان ودرېد!

نو بیا یې «روح‌سترګه»، ړنده شوه.

پوچه شوه او

اوس یې عمرونه په پوچو سترګو تېر کړي او

تر دې نیمه‌تېارې ورهاخوا، هرڅه ورته «نیستي» دي.

 

د مرغومي۱۷مه، شپه ۴:۲۲: (هدیه لمسۍ ژاړي! برق نه‌شته. هوا دباندې په مرګ سړه ده. او زه په دې راویښېږم:

مشکلات:

هغه روښان څراغونه دي، چې د انسان تل کې،

پټ- له زمانو ویده- مرضونه راښیي.

خو د غرور- شهوت، طمعې، تړلتیا او ځان‌پالنې

غرونه یې، د لیدلو مخه نیسي.

دا غرونه غرونه دیوالونه،

دننه عقل- شعور کې راشنه دي. او چې څومره وایو:

«ملامت» نه یم...

هغه «زنګي» لالیونی کېږي او چاړه په لاس د بل پولې- پټي ته، ورګډېږي.

=زمکه د انسان د هوسونو «بازي درقفس»

خو خدای شته.

څه کوې سړیه: خدای شته!

 

مشکلات ۲

له دیوالو راڼه راڼه راګوري!

خدای کرار پرې‌ایښي یو، چې له خپل ژونده،

نورو ته چاړه جوړو، که د عشق تازه ټپه.

یا لنډۍ او که د ماشوم سپینه خندا!

او په ټول وجود په دې غږ و نڅا راتلل.

خدایه شکر، ته یو مخ مینه راکوې، او زه غواړم دومره ستا د مینې په جنس شم، چې

اراده دې لا ښه وځلېږي، چې خدای،

ټوله هغه مینه ده، چې زه یې د ځان، نورو او جهان په بڼه،

وینم، پېژنم او په کې اوسېږم.

خدای شته، په وېلو چېرې کېږي!

 

شېبه شېبه په کامل کې غوړېدل

۴:۴۶

پوښتنه زما له هریوه لوستونکي:

په ژوند کې څومره سفرونه- ځایونه- هېوادونه مو لیدلي؟

کومو ښارونو- هوټلونو، کلیو کې اوسیدلي یاست،

او شپه مو شوې؛

د هغو سیمو له خلکو سره، کښته پورته شوي یاست!

آیا کله مو، چېرې مو، کومه ونه ایښې؟

کوم پټی اوربشې- جوار مو کرلي، چې ......

آیا چېرې مو ځان‌ته

حتا د سیند له غاړې، له شګو،

کوډله جوړه کړې!؟

کله بیا ورتاو شوي یاست؟

زمکه سرای ده- د یوې شپې!

خو انسان «روح» دی؛ مخ په خدای؛

شېبه شېبه په دې کامل کې روان: خدای شته!

 

د روح عقلي‌څېرې ګرم تیاتر

شپه: ۴:۵۵

خدای شته.

انسان- د روح عقلي څېره- ځکه ده روان؛

خو له څه شي؟

له دې روان دی، چې (دی) خپله (روح) دی.

خدای شته؛

نو بل څه پاتې شول؛

څه پاتې کېږي!؟

د خدای په دنیا کې، پرته له خدایه، څه دي چې پاتې شوي، یا به پاتې شي:

له ما او له تا او له بل بنیادمه!؟

خدای شته (انسان‌خلیفه) ته، څه پاتې کېږي.

وینئ، وایو: خدای شته!

نو انسان ته، انسان په نامه؛ څه پاتې کېږي!؟

خدای، خدای دی. او بل هېڅ نه پاتې کېږي.

شخصیت د روح هغه نقاب دی، چې د هستۍ د حافظې پوړۍ ته پاتې کېږي.

د شخصیت کارنامه، ذهن ته کتابت، پاتې شوې،

چې خدای یې «و» او دی ورپسې ګرځېده!

شخصیت د روح له‌پاره، د خپل خدای ورک‌کولو برزخ- زمانه ده.

 

د مرغومي ۱۷مه، سهار: ۶:۵۵

خدای شته.

اوس یې نو د عقل په کوزړۍ اوبه کوه!!

 

د خدای شته ژوندۍ مدرسه

دا دغه اوس، پوره(لیدل، پوهېدل، اوسېدل) دي.

یعني (۳۶۰) درجې پایېدل دي.

روح دغه دی.

خدای دغه دی.

بل منځ‌ګړي یا دروازه‌بان یا خیرن بت یا شي ته، یو وېښته ځای نه‌شته.

پرته له خدایه بل یو، خدای نه‌شته.

 

روغتیا څومره آسانه

خدای له‌پاره، هرڅه چې یم: ځار ځار!

هغه پوټکی به وچووي.

دومره به له ځانه وځي،

چې زمکه او آسمان دې،

یوه نعره شي؛

یوه ننداره شي،

یوه خبره شي؛ خدای شته.

هاااا...ای، روغتیا څومره اسانه لاسته راغله؛

روغتیا همدا ده:

خدای شته.

 

سوله د زړه پاڅون

سوله په زړه را تېره شوه.

سوله د خدایي حضور نور او پړکا، وه.

چې د زړه پر بام، بزم جوړوي.

دغه جنت‌نور، چې پر وجود در ننوت،

بیا دې مرګ ویشتی نه‌‌شي.

مرګ نه‌شته؛ ځکه مرګ[1] دروغ ده.

 

نننۍ روژه:

خدای شته؛ زه روغ و جوړ یم.

 

د خاموشۍ بې‌کلمې کلمه

سهار: ۷:۲۴

هرڅه مري، رژېږي،

خدای پاتې کېږي.

هرڅه ځي؛

خدای پاتې کېږي.

هرڅه راځي؛

زه راغلم، ته راغلې، هغه راغی..

او ....راځي، خدای شته.

نه پاتې کېږي او نه راځي؛ ځکه هغه شته.

څېرې د الفبې، سانسکریت او «سپرانتو» حرفونه دي،

چې د زمان څراغ ته هره ورځ، «تېل» ورکوي.

خدای شته.

خو نه په دومره عقل ویښتیا چې

د مکان‌وزمان دیوالونو یې، هیاهو جوړه کړې!

ټول زحمت،

ټول لیکل‌وپنځول، ددې چټلول دي: خدای شته

چې ویښه یې نه وي،

پوهه یې نه وي، حضور یې خپله نه وي...

ټوله پوهه، هماغه د اول صنف، اول‌نمرګۍ خوشحالي ده، چې په لحد کې هم نه هېرېږي.

 

کاشکي «نه غږېدل» کلمه شي!

«خدای شته»

هاااا...ای، څومره چې وینم، خدای شته!

وګړي- حتا د میدان شنې کلا چینې، تر خچۍ ګوتې وړوکی،

تورکی کب:

واه، واه، هستي څه عظیم کتاب شو.

 

کلمې د غږ وچې کلیساګانې

خدای شته؛ کلمې ذهن وراغوستې کاغذزغرې دي!

دا کار چې د ذهن په لاس ولوېد،

د کلمو له صورته، د غږ عطر والوتل.

کلمې پاتې شوې، ساه ترې ولاړه.

ژبې، د غږ وچې کلیساګانې دي، چې

په مرګ کړنګېږي او خدای

درجه درجه؛

قوم قوم،

بخت، بخت...

زده کېږي.

غږ د خدای کلمه ده.

خدای شته- غږ شته؛ کامل کلام شته.

غږ ددې اوس خدايي کلمه ده؛

ژبې یې نه‌‌شي تجربه کولای.

ځکه ژبه (پښتو، انګریزي، او فارسي...ته سره بېله شي، او غږ د ژوند ژبه.

 

سهار: ۸:۲۰

ناروغي ده.

خو زه دومره آباد، دومره ښاد، چې وایم:

ځان (نظر) نه کړم!

یاره، بقا په تسلیمۍ کې ده؛

زه څوک یم، چې تسلیم دې نه وم!؟

تسلیم دې نه‌شم!

ای احمقه! ته کولای شې یاغي شې؛

باغي شي...یاغي باغي واوسې؟؟؟

ای...جار! ټوله پوهه تسلیمي ده، چې تسلیمۍ راکړه.

خدای ته تسلیمي هم خپل خوند لري.

خدای دې را نصیب کړي: تل.

 

خدای شته!

څنګه تر دې ساده هم شته!؟

څه وکړم، تردې ساده نه وېل کېږي.

 

ژغورنې!.....ادامه لری


 

[1]  «تاسو-دا اوس- کولای شئ، له مړینې وېره له ځانه لېرې کړئ. وروسته له دې کولای شئ، له دې ژونده خوند واخلئ. او یو پوره او کامل ژوند ولرئ.» هارولد کلمپ

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۳۲        سال نــــــــــــــــــوزدهم          ثور/ جــــــوزا        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی    شانزدهم مَی 2023